لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خېبرپښتونخوا: وسله والو بريدونو او نښتو کې پوليس، پوځ او وسله والو ته مرګ ژوبلې اوښتي


د خېبرپښتونخوا جنوبي ضلعې بنو کې د وسله والو په ډزو کې یو پولیس عسکر وژل شوی او بل ژوبل شوی دی، هم د دې ترڅنګ د لکي مروت سربند سیمه کې وسله والو د پوځ په یو کېمپ حمله کړې چې پکې د شپږو پاکستاني پوځيانو د ژوبلېدو ویل شوي دي.

بل لور ته د ټانک پولیس وايي د ګومل تاڼې په اعظم کوټ سیمه کې وسله والو د پولیسو په پوسته برید کړی او د پولیسو په ځوابي ډزو کې د افغانستان یو ترهګر وژل شوى دی.

تحریک طالبان پاکستان د دغو پېښو زمه واري منلې ده.

د بنو پولیس تایید کړې، تېر ماښام د پولیسو ابابیل سکواډ د بنو په منډان سیمه کې په موټر سایکل د معمول په ګزمه وو، بريد پرې شوی دی.

د بنو پولیسو ویاند خنظ الله وویل نامالوم ترهګر راغلي او په دوی یې ناتاره ډزې کړې چې پکې د پولیس یو اهلکار اقرارالله ځای پر ځای وژل شوی او یو بل ژوبل شوی دی.

ژوبل عسکر د درملنې دپاره پېښور کې روغتون ته وړل شوی، روغتيايي حالت یې سخت دی.

د بنو ډویژن د پولیسو مشر قاسم الله شاه د اقرار الله په وژنه اندېښنه څرګنده کړې او ويلي یې دي چې په داسې ناوړه ارادو ترهګر د دوی حوصلې نه شي ماتولی.

هغه هوډ ښکاره کړی چې د وطن او ولس د بقا او سرلوړۍ د پاره کلک ولاړ دي او د ترهګرو دا ناوړه ارمانونه به پوره نه شي.

هم د دې ترڅنګ چارواکي وایي د لکي مروت په سربند سیمه کې وسله والو د پاکستاني پوځ په یو عارضي کیمپ برید کړی، شپږ عسکر یې ژوبل کړي دي.

امنیتي سرچینو وي او اې ډیوه ته ويلي، د شپې په تیاره کې په لسګونو وسله والو د درنو او سپکو وسلو سره برید کړی خو امنیتي ځواکونو د وسله والو برید ته په چټکۍ ځواب ورکړی او وسله وال برید یې په شاه تمبولی دی.

ځايی خلک وايي، د ډزو او چاودنو غږونه یې تر ډیر ساعته اوریدل.

امنیتي سرچینو وویل له برید وروسته علاقه په ګېره کې اخستل شوی او د لټون عملیات دوام لري.

د تحریک طالبان پاکستان محمد خراساني په یو لنډ بیان کې زمه واري منلې او د زیات تاوان اړولو دعوه یې کړې ده.

بل لور ته د ټانک پولیس وايي د شپې ناوخته د ګومل تاڼې په کوټ اعظم سیمه کې وسله والو د پولیسو په پوسته برید کړی او د پولیسو په ځوابي ډزو کې یو ترهګر وژل شوى دی.

د ټانک پولیسو ویاند محمد ابراهیم خان وايي تیره ورځ د ټانک ښار ته نزدې 30 کلومیټره لرې سویل لویدیځ اعظم کوټ سیمه کې وسله والو د پولیسو په پوسته برید کړی خو پوسته کې موجود پولیس اهلکارو او فرنټیر کانسټبلري عسکرو دې برید ته چټک غبرګون ښودلی او د وسله والو برید کې امنیتي عسکرو ته هیڅ زیان نه دی رسېدلی.

تحریک طالبان پاکستان د دې برید مسولیت منلی او امنیتي عسکرو ته یې د مرګ ژوبلې اړولو دعوې ترڅنګ په نښته کې یې د دو وسله والو وژلو دعوه کړې ده.

د پولیسو ویاند په وینا د برید وروسته په سمدستي توګه پولیس د پېښې ځای ته رسېدلي او د وسله والو د لټون پر مهال د سيمې څخه د یو ترهګر مړى او د هغه د قبضې نه وسله او مخابره ترلاسه شوي دي.

د ټانک پولیسو لخواه میډیا ته د وژل شوي تن عکسونه لیږل شوي خو په خپورکړي بیان کې د هغه تن پېژندګلو نه ده ښودل شوې.

که څه هم د پاکستان پوځ وخت په وخت په ملک کې د وسله والو خلاف د عملیاتو خبره کوي خو په خېبرپښتونخوا او بلوچستان صوبو کې په دې وروستیو کې د وسله والو په بریدونو کې اضافه لیدل کېږي چې په دې بریدونو کې د سوونو په شمیر امنیتي عسکر اؤ‌ عام وګړي وژل شوي دي.

د پاکستاني طالبانو وسله والې ډلې د وروستیو زیاتره بریدونو پړه پغاړه اخستې ده خو د دې ترڅنګ وسله واله ډله داعش هم اکثره په امنیتي عسکرو د کېدونکو بریدونو پړه پغاړه اخلي.

پاکستان کې د شخړو او امنیتي مطالعاتو انسټیټیوټ (پي ای سي ايس ايس) تېره میاشت پخپل شپږ میاشتنی رپورټ کې ویلي وو، د کال 2022م په پرتله په ترهګریزو بریدونو کې زیاتوالی راغلی دی.

‏‎پاکستاني چارواکي وايي تحریک طالبان پاکستان د افغانستان خاوره د پاکستان پرضد د بریدونو لپاره کاروي خو افغان طالبان دغه تورونه ردوي او وايي دوي چاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل چا پرضد وکاروي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG