لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اېچ ار سي پي او د مدني ټولنې فعالانو د پاکستان له حکومته غوښتي چې د کډوالو لپاره قانون سازي وکړي


د بشری حقونو تنظیم او د مدنی ټولنی فعالانو له حکومته غوښتنه کړې چې د کډوالو لپاره دې قانون سازي وکړي او د دوي بشري حقوقو ته دي پاملرنه وشي.

د کډوالو د حقونو د تخفط له پاره د کوټې د مطبوعاتو په کلب کې یوه غونډه شوې چې د بشري حقوقو د سازمان له فعلانو سره سره په کې د مدني ټولنې ګڼ شمېړغړو ګډون کړی وو.

وینا کونکو وویل چې دا وخت د دواړو ګاونډي هیوادونو پاکستان او افغانستان تر منځ اړيکي ترېنګلې شوی چې له یوبل سره پر ستونزو باندي خبری درېدلي دی چې له سوبه یې اوس بې اسناد غریب خلک له یو شمیر مشکلاتو سره مخامخ دي.

د عورت فاونډېشن بلوچستان مشر علاوالدین خلجي وايي،

"تر ټولو زیاته مسئله د ښځو، ماشومانو او ضعیفو خلکو له پاره ده، چې پرانستل شوو کیمپونو کې د روغتیا اسانتیاوی سره سره ، د پاخانې سهولت هم لا نشته، که دوی غواړی چې کډوال و لاړ شي نو باید اسانتیاوې خو ورکړي."

ویناکونکو وویل چې په زوره د بې اسنادو خلکو د وېستلو پر مهال بشري حقوق تر پښو لاندی کېږي او د کډوالو له پاره دې قانون جوړشي.

حبیب طاهر ایډوکېټ وویل،

"پاکستان دې قانون سازي وکړي، د کډوالو له پاره دي قوانین جوړکړي د بهرنیو له پاره په خپل قانون کې دې بدلون راولي، پر دې باندی دې خبری وشي، دوی په ډیره ناوړه چلن باندي دغه خلک نیسي او وباسي. له زنانو او ماشومانو سره یې ډیر ناوړه طریقه خپله کړې ده، دې ته دې بیرته کتنه وشي."

پاکستان د بشري حقوقو د وزارت له لوري ویل شوي چې دوی بې اسناده خلکو ته د ویستلو امر کړی دی، چې کوم څوک قانونی اسناد ولری نو هغوی ته به څه نه ویل کېږي.

د پاکستان حکومت د بشري حقونو د کمشن د بلوچستان مشر اورنکزېب خان بادیني وویل،‌

"دا د ریاست تګلاره ده، پر دي باندی څه نه شي ویل کیدای دا خو سرحدي پوله ده له دواړو لورو خلګ تګ او راتګ کوی، د یخ موسم خو دی اسانتیاوی دی ورکول شي او حقوق باید خوندی کړل شي."

پاکستان اعلان کړی وو چې ټول هغه بهرني خلک چې قانونی اسناد نه لري، د روان کال د اکتوبر تر 31 مې نېټې دې ووځي.

حکومت وايي، چې له هغې وروسته، په بلوچستان کې د چمن پر سرحدي پوله تر اوسه پورې یو لکه شل زره، او ټولټال تر درې لکو زیات خلک افغانستان ته ستانه شوې دي.

پاکستان وايي، تر لس لکو زیات بې اسناد خلک په پاکستان کې دي او دغه ډول ۱۷ لکه بیا پروف اف رجسټرشن او افغان کارډ لرونکي دي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG