د پاکستان د کورنیو چارو نګران وزیر سرفراز بګټي ویلي حکومت غواړي چې د چمن د پرلت ستونزه د خبرو اترو له لارې هواره کړي خو ورسره یې سپینه کړې ده "مونږ غواړو افغانستان څخه چې هر څوک راځي باید په ویزه راشي".
د ګل یا دوشنبې په ورځ سینیټ کې د وینا په مهال د کورنیو چارو نګران وزیر ویلي دنیا کې داسې هیچرته نه کیږي چې 30 زره خلک دې پرته له دستاویزاتو یو هیواد ته دننه شي اؤ مونږ هم غواړو چې پاکستان ته که څوک راځي نو باید ویزه ولري.
هغه وویل هڅه به وشي چې چمن پوله هم ریګولرایز یا د یو نظام لاندې راوستل شي. ښاغلي بګټي وویل "مونږ ته به ټولې پولې یو شان کول وي، زمونږ ستونزه دا ده چې مونږ یو نرم هیواد یو، مونږ ته به پولې ستختول اؤ دا باوري کول وي چې هر څوک باید په ویزه را واوړي".
د پاکستان د بلوچستان ایالت د چمن په ښار کې د "لغړیانو" پرلت کوونکي وايي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د چمن-بولدک لاره یې د تجارتي تګ راتګ او ترانزیت په مخ تړلې ده.
د پاکستان دحکومت د تازه پرېکړې په اساس په دغه لاره باندې له ویزې پرته تګ راتګ ته اجازه نشته، مخکې د افغانستان په تذکره او د پاکستان په پېژند پاڼه (شناختي کارډ) باندې خلکو تګ او راتګ کولای شو. پرلت کوونکي غواړي چې د پخوا په څېر د تګ او راتګ اجازه ورکړل شي.
په چمن کې د لغړي اتحاد مشر غوث الله تېره ورځ د وي او اې اشنا ته وویل چې د پاکستان حکومت یې غږ نه اوري او دوی هم اړ شول چې لاره وتړي.
هغه وویل"تر یوې نیمې میاشتې زیاته موده کېږي چې پرلت مو وهلی دی، خو حکومت مو لا هم غوښتنو ته غوږ نه نیسي، اوس مو د کندهار او چمن ترمنځ لار تړلې ده. په چمن کې مو پرلت روان دی، له دې وروسته د کوټې پر لور هم د احتجاج په توګه د تلو تکل لرو"
د پښتون ژغورنې غورځنګ په ګډون د پاکستان ځینو نورو سیاسي ډلو هم د پاکستان حکومت د دغې پرېکړې په ضد احتجاج او پرلت پيل کړی دی. د پاکستان حکومت لا څه نه دي ویلي چې ایا رښتیا هم پرلت کوونکو دا لاره تړلې ده که نه.
دپاکستان نګران حکومت په دې وروستیو کې د ملک نه د لکونو هغو افغان کډوالو په زوره د ستنولو لړۍ پېل کړې ده چې پاکستان کې د اوسیدو لپاره قانوني اسناد نه لري.
د پاکستان د حکومت په دې فیصله د ملک دننه سیاستمداران اؤ څېړونکي سختې نیوکې کوي اؤ وایي نګران حکومت دا واک نه لري چې افغانان له هیواده په زور وباسي یا افغانستان سره اړېکې خړې کړي بلکې ددې حکومت یوازینۍ مهمه ذمه واري ملک کې عام انتخابات کول دي.
خو نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ اؤ دهغه دکابینې نور غړي وایي چې پاکستان کې د ترهګرۍ وروستیو پېښو کې د ځېنو افغانانو ککړتیا ثابته شوې ده اؤ د ملک د امنیت لپاره ضروري ده چې دلته باید هر بهرنی وګړی په قانوني توګه پاتې شي.
د نګران حکومت چارواکي پرله پسې تورونه لګوي چې افغان طالبانو د ټي ټي پي وسله والو ته پخپله خاوره کې خوندي ځالې ورکړې دي اؤ هغوي له هغه ځایه پاکستان کې د ترهګرۍ منصوبې جوړوي خو په افغانستان واکمن طالبان دپاکستاني چارواکو دا تورونه په سخته ردوي اؤ وایي هیچا ته اجازه نه ورکوي چې دافغانستان خاوره د کوم بل هیواد پرضد وکاروي.
Forum