لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وزيرستان: چاودنه، عملیاتو او هدفي پېښه کې پوځي عسکر، درې وسلوال او يو ځايي تن وژل شوي


د افغانستان سره په پوله پرته د خېبرپښتونخوا ناارامه سيمه شمالي وزیرستان کې بیا د هدفي وژنې تازه پېښه شوې، یو تن پکې وژل شوی او یو بل ژوبل شوی دی.

په شمالي وزیرستان کې د هدفي وژنو لړۍ دوام لري او دا په تېرو دوو ورځو کې د هدفي وژنو دویمه پېښه ده.

د پاکستان پوځ ویلي، د شمالي وزیرستان ګړیوم سیمه کې په یو چاودنه کې د پاکستان د پوځ یو عسکر وژل شوی او ډېره اسماعیل خان او جنوبي وزیرستان ضلعو کې د وسله والو پرضد عملیاتو کې درې وسله وال وژل شوي دي.

د شمالي وزیرستان پولیس وايي د هدفي وژنې تازه پېښه میر علي بازار کې شوې، وایي په یو موټر سایکل راغلو نامعلومه کسانو ډزې کړي، یو تن یې په ځای وژلی او بل ژوبل شوی دی.

د دوی وینا مړی او ژوبل تن د میرعلي روغتنون ته وړل شوي او د پېښې پلټنې یې پیل کړي دي.

دوه ورځې وړاندې د میرانشاه په تپېۍ سیمه کې یو تن نامالوم کسانو په ډزو وژلی وو.

هغه وخت د شمالي وزیرستان پولیسو مشر روحانزېب دفتر چارواکي ویلي وو، د دغه تن پیژندګلو د شمس الرحمان په نوم شوې چې د ټانک ضلعې سره تړاو یې درلود او په سیمه کې د کور ضرورت سامانونه (لوښي) یې پلورول.

د دغې پېښې زمه واري چا پر غاړه نه ده اخستې خو وخت په وخت په علاقه کې کاغذ پاڼې وېشل کیږي چې پکې بنجاریانو ته ګواښونه شوي وي او تور پورې لګېږي چې دوی امنیتي استخباراتي ادارو ته جاسوسي کوي.

په شمالي وزیرستان کې د امنتي سرچینو تر مخه سږ کال تر دې مهال 46 کسان په هدفي پېښو کې وژل شوي دي.

ځايی خلک د دغو هدفي پېښو پرضد احتحاجي مظاهرې کوي چې پکې د امنیت د ټینګښت غوښتنې کوي خو د پي ټي ایم فعالین وايي څوک چې د امن خبره کوي هغه ګرفتارول کیږي.

په وروستيو کې د پي ټي اېم مشر منظور پښتین ویلي وو، د دوی درې فعال عید رحمان، زکیم مداخېل او ګیله من وزیر د امن په تور غېر قانوني ګرفتار دي.

دوی د مې میاشتې په وروستیو کې د شمالي وزیرستان نه نیول شوي او تر دې مهال عدالت ته نه دي وړاندې کړل شوي.

بل لور ته د پاکستان پوځ ویلي د شمالي وزیرستان ګړیوم سیمه کې د پاکستان پوځ ګشتي پارټۍ په ګاډي د سړک غاړه بارودي ماین چاودنه شوې چې پکې د پاکستان د پوځ یو عسکر وژل شوی دی.

د پوځ په بیان کې ویل شوي جنوبي وزیرستان او ډیره اسماعیل خان ضلعو کې یې د وسلوالو پرضد عملیات کړي چې پکې د درېو وسله والو د وژلو دعوه شوې ده.

پوځ ویلي عملیات یې د ډېره اسماعیل خان کلاچي او جنوبي وزیرستان اعظم کوټ سیمه کې کړي دي، ويل شوي کلاچي کې دوه او جنوبي وزیرستان کې یو ترهګر وژل شوی دی.

د پوځ په بیان کې د وژل شوو کسانو پیژندګلو نه ده څرګنده کړی شوې خو ویلي یې دي دوی په وروستیو کې د ناامنۍ په یو شمیر پېښو کې ککړ پاتې شوي او د دوی د قبضې څخه وسله تر لاسه شوې ده.

تحریک طالبان پاکستان د دغو پېښو زمه وارۍ منلي او په کلاچي سیمه کې امنیتي ځواکونو سره د ډزو په تبادله کې د یو حکومت پلوه طالب د وژلو دعوه یې کړې او اعظم کوټ سیمه کې د دوه وسله والو وژنې یې تاييد کړي دي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

د اېچ آر سي پي رپورټ او په پاکستان کې د انساني حقونو وضعیت
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG