د امریکا صدر جووبایډن وایي د اکتوبر پر اوومه په اسرایل باندې تر برید وروسته چې حماس په غزه کې کوم کسان یرغمل کړي، امکان لري چې هغوی ژر د یو تون له مخې را خوشي کړل شي د حماس ډلې یو مشر اسماعیل هنیه دا خبره تایید کړې او وایي تړون ته نیژدې شوي دي.
د اسرایل وزیراعظم بنیامین نتنیاهو ویلي وو، تر هغه وخته به ډزبندي ونه کړي چې حماس له اسرایلو یرغمل کړي کسان خوشي کړي نه وي.
خبري رسنۍ وایي د قطر په منځګړتوب د اسرایل او حماس تر منځ د معاملاتو د حل کولو لپاره خبرې اترې روانې دي، چې وایي امکان لري په نتیجه کې به یې د لنډمهالې ډزبندۍ په بدل کې ځینې یرغمل شوي کسان خوشي کړل شي.
د ګل- دوشنبې په ورځ په وایټ هاوس کې له خبریالانو سره د خبرو په وخت له صدر جو بایډن څخه وپوښتل شول چې ایا د یرغمل کسانو د خوشي کېدو تړون نیژدې دی، هغه یې په جواب کې وویل "زه همداسې باور لرم".
صدر بایډن خبریال ته په جواب کې نور تفصیل ور نه کړ، خو په دوو ګوتو یې داسې نخښه جوړه کړه چې مقصد یې وو دی هیله لري هر څه به سم شي.
د حماس ډلې د سیاسي مرکز مشر اسماعیل هنیه هم دا خبره تایید کړې ده چې له اسرایل سره د یرغمل کسانو د خوشي کېدو تړون ته نیژدې شوي دي.
اسماعیل هنیه په داسې وخت رویټر ته دا خبره تایید کړې ده چې په غزه کې د اسرایلي ځواکونو بمبارۍ روانې دي او اسرایل غاړې ته هم میزایل ور ویشتل کېږي.
د حماس مشر د خپل مرستیال په وسیله رویټرز ته په لېږلي بیان کې ویلي، په دې مذاکراتو کې مرسته کوونکي قطر ته یې هم د دې پرمختګ په اړه خبر ورکړی دی خو د تړون په اړه یې نور تفصیل نه دی خپور کړی.
خو د حماس یو چارواکي الجزیره ټیلیویژن ته ویلي، د مذکراتو د منځ ټکی دا وو چې دا تړون به تر څومره مودې پورې وي، غزې ته د مرستو رسولو ترتیب به څه وي او په اسرایل کې د فلسطیني بندیانو په بدل کې د اسرایل د یرغمل شویو بندیانو تبادله به څنګه وي.
د سره صلیب نړیوالې مرسته کوونکې ادارې مشرې ماریانا د ګل- دوشبنې په ورځ په قطر کې له اسماعیل هنیه سره لیدلي وو او په یو بیان کې یې ویلي، چې دوی د یرغمل کسانو د را خوشي کولو په مذاکراتو کې شامل نه دي، خو وایي په راتلونکي کې په داسې اقداماتو کې مرسته کولای شي.
د قطر وزیراعظم محمد بن عبدالرحمان بن جاسم الثاني د اتوار- یکشنبې په ورځ ویلي وو، حماس چې کوم شاوخوا 240 کسان یرغمل کړي، د لنډمهالې ډزبندۍ په بدل کې په هغوی کې د ځینو کسانو د را خوشي کولو په تړون کې لږ تفصیل ته لا اړتیا ده او نور را نیزدې شوی دی.
له صدر بایډن پرته وایټ هاوس هم ویلي چې مذاکرات په وروستي پړاو کې دي، خو تفصیل یې ځکه نه دی ورکړی چې وایي د مذاکراتو د ځنډېدو اندېښنه ورسره تړلې ده.
د امریکې د ملي امنیت کونسل ویاند جان کربي وایي، "موږ پوهېږو چې ډېر ور نیزدې شوي یو او موږ هیله من یو چې ښه نتیجه به ورکړي". کربي وایي له دې تړون وروسته هم ډېر څه کول پاته دي.
د تېرې شنبې- خالي په ورځ واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په خپل یو رپوټ کې ویلي وو، چې د پینځه ورځنۍ ډزبندۍ په بدل کې به هغه تړون ژر وشي، چې په بنیاد به یې څو درځنه ښځې او ماشومان را خوشي کړل شي.
حماس دعوه کوي چې دوی کوم کسان یرغمل کړي په هغوی کې ځینې پر غزې د اسرایل په بمبارۍ کې وژل شوي هم دي او په هغوی کې یې د ځینو ویډیوګانې او عکسونه هم خپاره کړي وو.
رپوټونه وایي یرغمل اکثر کسان اسرایلیان دي خو د امریکې او جرمني په ګډون د ځینو نورو هېوادونو کسان هم پکې شامل دي. 35 داسې یرغمل کسان پکې ښوول کېږي چې اسرایلیان نه دي او په دوی کې زیات د تایلېنډ دي.
یادونه:- د رپوټ معلومات له اې ایف پي او رویټرز خبري ایجنسیو اخیستل شوي دي.
Forum