لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عدالت جېل کې د عمران خان د مقدمې چلول غیرقانوني وګڼل، حکومت یې اې سي ایل ته د نوم اچولو ویلي


د اسلام اباد هایکورټ د ملک د پټو رازونو د ښکاره کولو په «سایفر» قضیه کې په جېل کې دننه د بندو دروازو تر شا په مخکیني وزیراعظم عمران خان باندې د مقدمې چلول غیرقانوني ګڼلي دي.

عمران خان د القادر ټرسټ په قضیه کې د روان کال په پیل کې نیول شوی او د درې کالو بند سزا ورته اورول شوې وه، وروسته سپریم کورټ دا سزا غیرقانوني وګرځوله، خو وروسته بیا په سایفر مقدمه کې ونیول شو چې اوس هم په ایډیاله زندان کې بندي دی.

د نهې- سه شنبې په ورځ د هایکورټ قاضي جسټس میا ګل حسن اورنګزېب او جسټس ثمن رفعت د مقدمې په اورېدنه کې د فریقانو دلایل واورېدل او له هغه وروسته یې په عدالت کې دننه د مقدمې د چلولو پر درخواست فیصله محفوظه کړه.

عدالت په خپله فیصله کې په جېل کې دننه د مقدمې چلولو لپاره د قاضي ټاکل سم بللي، خو وایي مقدمه په هغه وخت کې په زندان کې چلېدای شي چې حالات غیرمعمولي وي. وایي له قانون سره سم په جېل کې مقدمې ښکاره یا د کېمرو په وړاندې کېدای شي.

په سایفر مقدمه کې په جېل کې د عدالتي چارو خلاف د عمران خان وکیل سلمان اکرم راجه هایکورټ ته درخواست ورکړی وو او په هغه کې یې ویلي وو چې په زندان کې د عمران خان د مقدمې چلولو قانوني نه دي او له عدالته یې د دې د غیرقانوني کولو غوښتنه کړې وه.

عدالت د پټو رازونو په اړه په جېل کې د «سایفر» مقدمې چلولو لپاره د پاکستان د قانون او انصاف د وزارت هغه حکمنامه هم غیرقانوني ګرځولې ده چې د اګست پر 29مه یې خپور کړی وو.

د عدالت په فیصله کې ویل شوي دي په جېل کې د مقدمې چلولو دغه حکمنامه د راتلونکي پر فیصلو نه شي عملي کېدای چې مرکزي کابینې یې په نومبر کې منظوري ورکړې وه.

د عمران خان وکیل سلمان اکرم راجه عدالت ته په خپلو دلایلو کې ویلي، قاضي باید داسې ښکاره امر وکړي چې پکې په جېل کې د مقدمې چلولو لپاره سببونه په ګوته شوي وي.

اکرم راجه ویلي چې په سایفر مقدمه کې چې تر اوسه پورې په جېل کې کومه کاروایي شوې ده هغه ټوله غیرقانوني ده، وایي که په راتلونکي کې هم مقدمه په جېل کې چلول کېږي نو د دې لپاره باید جوډیشل آرډر وشي او کابینه یې منظوري ورکړي.

د پاکستان سرکاري وکیل منصور عثمان عدالت ته په حکومتي دریځ کې له دې خبرې سره اتفاق کړی چې په جېل کې د مقدمې کاروایي باید په بنده کوټه یا له کېمرو پرته باید نه وي او څوک چې یې هم اورېدنه کتل غواړي هغه ته باید اجازت وي.

بل لور ته د پاکستان د مرکزي کابینې یوې لاندینۍ کمېټۍ نن د شورو- چارشنبې په ورځ سپارښتنه کړې چې په القادر ټرسټ مقدمه کې دې د عمران خان او 28 نورو کسانو نومونه له ملک د بهر تلو د مخنیوي په فهرست اي سي ایل کې واچول شي.

په عمران خان او د هغه په مېرمنې تور دی چې د خپلې واکمنۍ په وخت یې د القادر ټرسټ په نوم د یو خېریه بنسټ لپاره یې د پاکستان له مشهوري سرمایه دار ملک ریاض څخه د جهلم په سوهاوه سیمه کې د القادر پوهنتون لپاره 458 کناله مځکه ترلاسه کړې وه.

د مسلم لیګ په مشرۍ د پاکستان تېر حکومت دعوه لرله چې په برتانیه کې ګنګل شوي د ملک ریاض 60 اربه روپۍ برتانیې د پاکستان حکومت ته سپارلي وو خو د عمران خان حکومت بیا دا پیسې د ملک ریاض په ذمه ورپورې هغو 460 اربو روپیو کې شمارلې وې چې سپریم کورټ یې د کراچۍ د بحریه ټاون په قضیه کې ملک ریاض ته د ادا کولو امر کړی وو.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG