لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ايي او اېم: د پاکستان نه نزدې څلور لاکه کډوال افغانستان ته اوړېدلي دي


د ايي او اېم مشرې ويلي د کډوالو افغانستان ته د تللو لړۍ ډېره تېزه شوې ده او د روزانه په حساب نزدې 17,000 کډوال بيرته لېږل کيږي چې دا شمېر په نزدې ورځو کې د 200 تنانو خوا و شا و.
د ايي او اېم مشرې ويلي د کډوالو افغانستان ته د تللو لړۍ ډېره تېزه شوې ده او د روزانه په حساب نزدې 17,000 کډوال بيرته لېږل کيږي چې دا شمېر په نزدې ورځو کې د 200 تنانو خوا و شا و.

واشنګټن (وي او ای ډيوه) د افغانستان د پاره د انټرنيشنل ارګنايزيشن فار مايگريشن (ايي او اېم) مشرې ماريا موېتا ويلي په تېرو دوو مياشتو د پاکستان نه د 375000 نه زيات افغان کډوال د چمن-سپين بولدک او د طورخم ـ جلال اباد د لارې بيرته خپل وطن ته ستانه شوي چې اکثريت يې په زور شړل شوي.

د کابل نه د وي او ای خبريال د ماريا موېتا ميډيا ته د ورکړل شوی بيان په حواله ليکلي چې وايي “صورتحال ګډ وډ دی. اکثرو بيرته راغلو افغانانو راته ويلي په زور يې (پاکستان نه) راشړلي او ورته ويل شوي چې خپل سامانونه او شتمنۍ به هم هغلته پرېږدئ”.

د ايي او اېم مشرې ويلي د کډوالو افغانستان ته د تللو لړۍ ډېره تېزه شوې ده او د روزانه په حساب نزدې 17,000 کډوال بيرته لېږل کيږي چې دا شمېر په نزدې ورځو کې د 200 تنانو خوا و شا و.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ په درې غټو لارو کې دوه بند دي

د بلوچستان په سرحدي ښار چمن کې احتجاجي پرلت نزدې د يؤې مياشتې راهسې روان دی او د شورو، چهار شنبې په ورځ دريمه ورځ وه چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ لويه لار په چمن پوله د هر قسم تګ راتګ او کاروبار د پاره احتجاج کونکو بنده کړې ده.

هم دغه رنګ احتجاجي پرلت د سويلي وزيرستان په انګور اډه کې روان دی او احمدزۍ وزير قبيلې د افغانستان سره د تګ راتګ لار بنده کړې او لکه د چمن د خلکو د پاکستان د حکومت دا پرېکړه نه مني چې د ځايي پښتنو ته دې د ډيورنډ کرښې دواړو خواوو ته تګ راتګ دې په وېزه او پاسپورټ شي.

پاکستان د دواړو خواوو خلکو ته لکه د تېر په څېر په پاکستاني شناختي کارډ او افغان تذکره د تګ راتګ سلسه ودرولې ده او د وېزې او پاسپورټ شرط يې ايښودی چې احتجاج کونکي يې نه مني او زړه طريقه بحالول غواړي.

د طالبانو مشرتابه د پاکستاني پښتنو په احتجاجونو چپه خله ده خو څو ورځې وړاندې په کابل کې د طالبانو د خارجه چارو د وزارت وياند ضياالرحمان تکل په ايکس ليکلي وو د پاکستان لخوا په پاسپورټ وېزه د تګ راتګ پرېکړه يو اړخيزه ده او د رواياتو خلاف ده.

څېړونکي وايي که طالبان چپه خله پاتې شي نو د ويلو حاجت ورته هم نشته ځکه د پاکستان دننه دوه غټ احتجاجونه روان دي او د طالبانو مقصد ترې پوره کيږي.

د نهې، سې شنبې په ورځ افغان طالبانو د طورخم لويه لار د هر قسمه تګ راتګ او کاروبار د پاره اته ساعته بنده کړې وه او دريځ يې دا و چې پاکستان دې د تجارتي ګاډو د ډرايورانو د وېزې پاسپورټ استعمالولو شرط بيرته واخلي.

د دواړو خواو د چارواکو ترمنځ د خبرو اترو په نتيجه کې د طؤرخم لاره خلاصه شوې او پاکستان په عارضي توګه د وېزې پاسپورټ شرط ختم کړی. د وېزې پاسپورټ د شرط عارضي ختمولو پرېکړه د پاکستان د اېف ايي ای چارواکو د ډيوه خبريال ته تصديق کړې.

د ننګرهار د اطلاعات و کلتور وزارت طالب چارواکي قريشي بدلون د وي او ای کابل خبريال ته ويلي پاکستان په ډرايورانو د وېزې پاسپورټ د شرط لګولو نه په شا شوی او تګ راتګ دا وخت بغير د يادو اسنادو روان دی.

د معلوماتو په راټولولو کې د چمن نه د ډيوه نعمت الله سرحدي، د طورخم نه فريد شينواري او د انګور اډې نه عدنان بيټني مرسته کړې ده.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG