لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د غزې د روغتیا وزارت وایي د جسدونو شمېرلو توان یې له لاسه ورکړی دی


په غزه کې روغتیايي چارواکي وايي، دوی نور د مړو د شمېرلو توان نه لري، ځکه چې په محاصره شوو سیمو کې روغتیايي سیسټمونه ویجاړ شوي او له هغو سیمو د جسدونو را ایستل ستونزمن شوي، چې د اسرایلي ټانکونو او ځواکونو له خوا محاصره شوي دي.

د حماس تر کنټرول لاندې د غزې د روغتیا وزارت د وروستیو شمېرو له مخې چې د جګړې په لومړیو پنځو اوونیو کې د مړو شمېر راټولولو، د نومبر تر ۱۰مې پورې دغه شمېر 11078 تنه و.

د ملګرو ملتونو د بشر دوستانه چارو دفتر، چې د غزې د روغتیا د وزارت د شمېرو حواله په خپلو رسمي راپورونو کې ورکوي، هغوي اوس هم په دې جګړه کې د وژل شوو کسانو وروستۍ باوري شمیرې 11,18 بولي.

د وژل شویو کسانو د شمیر د پخلي چیلنجونه په داسې وخت کې زیات شوي چې د اسرایل ځمکنیو بریدونو زور اخیستی دی، ټیلیفون او انټرنیټي خدمات په پرله پسې توګه پرې شوي او ټوله سیمه له ګډوډۍ سره مخ ده.

د غزې د روغتیا وزارت ویاند اشرف القدره ایسوسي ایټیډ پریس ته ویلي چې له بده مرغه د روغتونونو تر منځ د اړیکو شلېدلو او د انټرنیټي خدماتو د ګډوډېدلو له امله د روغتیا وزارت ددې جوګه نه دی چې د مړو شمیر مخې ته راوړي.

هغه وویل هغه بریښنایی ډیټابیس چې چارواکي یې د روغتونونو څخه د مړو شمیر راټولولو لپاره کاروي نور د نومونو شمیرلو او ډیټا راټولولو وړ نه دی پاتې شوی.

په موقعه ژوبلو یا ناروغانو ته طبي مرستې ورکوونکي مامورین وایي د غزې په ښار کې د نامعلوم شمیر جسدونو را ایستل یو خطرناک کار دی، چیرته چې اسرایلي بلډوزرونو سړکونه او کوڅې بندې کړي او د هغوي ټانکونه په هر هغه څه ډزې کوي چې مخې ته ورځي.

د روغتیا وزارت چارواکي، چې له اوږدې مودې راهیسې د مرګ ژوبلې د شمېرې ښودلو تر ټولو معتبره سیمه ییزه سرچینه ګڼل کېده، وايي، د مرګ ژوبلې کچه د پخوا په پرتله ډېره شوې ده. خو وایي دا اوس ناشونې ده چې په جګړه کې د وژل شوو دقیقې شمیرې مخې ته راوړي.

د لویدیځې غاړې د حکومت روغتیایي چارواکو د وژل شوؤ تازه شمیرې 13300 ښیي خو دا نه په ګوته کوي چې دا شمیرې یې له کومې لارې راټولې کړې دي.

د ملګرو ملتونو ادارې وايي دوی نه شي کولی د لویدیځې غاړې د وزارت لخوا مخې ته راوړل شوې د مړو شمیرې تایید کړي.

د فلسطین د بشري حقونو د ډلې الحاق مشر شان جبار ین وايي، موږ ته به اړینه وي چې په تاریخ کې د خوندي کولو لپاره د مړو شمیر ترلاسه کول وي. حساب ورکول یو شی دی، مګر دا هم مهمه ده چې راتلونکو نسلونو ته ووایو چې واقعا څه پیښ شوي. دا د موقتي انصاف لپاره، د امن لپاره مهم دي.

اسرایل خپل برید د اکتوبر په اوومه پر اسرایل د حماس لخوا د شوي برید بدل ګرځوي اؤ وایي ترڅو چې د حماس وجود د ځمکې د مخ نه پناه کړی نه وي خپل عملیات به ترهغې نه ودروي .

د دې راپو ځینې مواد د ایسوسي ایټیډ پریس څخه اخیستل شوي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

سندره او خبره
please wait

No media source currently available

0:00 0:29:30 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG