لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

یو این ایچ سي آر: پاکستان دې د ژمي په وژونکي‌ موسم کې د افغان کډوالو ستنول ودروي


د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې یو این ایچ سي آر په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو او ایستلو لپاره د امنیتي ادارو له خوا د هغوی پر لټون یو ځل بیا اندېښنه څرګنده کړې او له پاکستانه یې غوښتي چې د افغانانو بیرته ستنېدل باید د دوی په خوښه وي.

د یو این ایچ سي آر سیمه ییز ویاند بابر بلوچ وایي د دوی اداره د پاکستان پر حکومت ږغ کوي چې د ژمي په دغه سخت موسم کې د لوی شمېر کډوالو ستنول بند کړي، ځکه چې وایي په افغانستان کې ژمی وژونکی دی او انسانان وژني. بابر بلوچ رویټرز ته ویلي:

"موږ د هغو ناهیلو ښځو، ماشومانو او نارینه وو په اړه خبرې کوو چې ډله ډله له پاکستانه روان او په وتو دي. له هغه وخته چې دغه اعلان شوی، موږ وینو چې څلور لکه افغانان بېرته افغانستان ته راستانه شوي چې ډېر تش په ویره او بیړه کې وتلي او ډېر حتی نه پوهېږي چې په افغانستان کې دننه چېرې ځي ځکه دوی اوږده موده هلته نه وو".

د پاکستان نګران حکومت وایي د جنورۍ کال 2024م پورې به د هیواد څخه د یو میلین بهرنیو کډوالو د ویستلو عمل سر ته ورسوي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې یو این ایچ سي آر د پاکستان استازي فیلیپا کینډلر د سه شنبې- نهې په ورځ په جینیوا کې په یوه بریفنګ کې ویلي، "اعلان او د دوی د ویستلو اقداماتو په شمول د پاکستاني چارواکو لخوا د ډارولو او د کورونو د مالکانو لخوا د ویستلو رپوټونو د ټولو افغان کډوالو د ویرولو احساس رامینځته کړی دی".

پاکستان وايي اسناد لرونکي کډوال د ویستلو د عمل څخه مستثنی دي، خو د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې ویلي حتی هغه کسان هم په نخښه کېږي چې اسناد لري. ګڼ شمېر اسناد لرونکو افغان کډوالو وي او اې ډیوه ته هم ویلي چې پولیس یې ځوروي او نیسي یې.

څېړونکي وایي دا یو حقیقت دی چې په نړې کې یو هیواد هم اسناد نه لرونکي بهرملکیان خپل هیواد ته نه پرېږدي، خو وایي دا هر څه د یو خاص طریقه کار لاندې باید وشي.

په پاکستان کې د څېړنیزې ادارې انسټیټیوټ فار کنفلیکټ اینډ سیکیورټي سټډیز مشر میجر جنرل محمد سعد خټک وايي داسې کوشش پکار دی چې په یوه ښه طریقه دغه عمل سر ته ورسول شي. سعد خټک وي او اې ډیوه ته وویل:

"چې کوم افغانانو ته تګ دی هغه په باعزته توګه خپل ملک ته لاړ شي او کومو ته چې دلته پاته کېدل دي، هغه هم بغیر د څه خطرې او تکلیف دلته پاته شي او دا هر څه د د ورورګلوۍ په چوکاټ کې وشي".

د پاکستان د اکثره سیاسي ګوندونو او په هیواد کې دننه او بهر د بشري حقونو تنظیمونو له اړخه د نګران حکومت پر دغې پریکړې سختې نیوکې روانې دي. تېره اوونۍ د پاکستان په سېنټ کې پر دغه معامله د بحث په مهال ویل شوي وو چې دا پریکړه د نګران حکومت له اختیاره بهر ده.

خو د بلوچستان نګران حکومت د چارشنبې- زیارت په ورځ یو ځل بیا وویل، د پاکستان هدف دی چې د 2024 کال تر جنورۍ پورې شاوخوا یو ملیون غیرقانوني کډوال د پاکستان څخه وباسي.

په اسلام اباد کې میشت جرنلسټ هارون رشید وایي د پاکستان نګران حکومت خپل طاقت ښیي، چې ګواکې له افغانانو سره چې څه غواړي هغه کولای شي. هارون رشید وي او اې ډیوه ته وویل:

"پاکستان په تېرو وختونو کې د افغان کډوالو سره ډېر ښه کړي دي خو اوس دغه رنګه عملیات داسې دي لکه دوی چې پر خپلو ټولو ښو باندې اوبه تېرې کړي. پاکستان باید د طاقت پر ځای د عمل وړ نورې لارې خپلې کړي".

د پاکستان، افغانستان او د ملګرو ملتونو د کډوالې ادارې یو این ایچ سي آر تر منځ په کال 2003م او بیا کال 2019م کې لاسلیک شوی یو درې اړخیز تړون ترمخه په رضاکارانه توګه د افغان وګړو د راستنیدو تر څنګ د دوی امنیت او درناوي ته لومړیتوب ورکول کیږي.

خو د مهاجرت د نړیوالې ادارې ای او ایم تر مخه اوس د پاکستان څخه د زرګونو افغانانو په زور ایستل به دوی د ژمي په دغه میاشتو کې د لوی بحران سره مخ کړي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG