لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد ته تللی د چمن پرلتوالو پلاوی: که غوښتنې مو ونه منل شي پر ډیورنډ اغزن تار له منځه وړو


د بلوچستان په چمن ښار کې د روان پرلت په نمایندګۍ یوه پینځه کسيزه ډله اسلام ته تللې ده او له تېرو څو ورځو راهیسې یې د خپلو غوښتنو په اړوند د سنېټ له چېرمېن، د بېلابېلو سياسي ګوندونو له مشرانو او د کورنیو چارو له نګران وزیر سره لیدلي دي.

له وي او اې ډيوه سره په خبرو کې دوی ګواښ کړی که چېرې مرکزي حکومت یې غوښتنې ونه منلې نو د پرلت ګډونوال به په ډيورند کرښه د غوړېدلي ازغن تار له منځه وړلو ته مجبوره شي. د پاکستان حکومت لا دې ګواښ ته څه جواب نه دی ویلی.

د چمن پرلت د کمېټۍ یو غړی حاجي عطاء الله خان وایي، دوی د مذاکراتو په لومړي پړاو کې د جمعیت علمای اسلام ګوند له یو مشر مولانا عبدالواسع، د پښتونخوا ملي عوامي ګوند له سنېټر سردار شفیق ترین او د سېنټ له چېرمېن صادق سنجراني سره خبرې وکړې:

"موږ ورته وویل په چمن کې دا مسئله انساني المیه جوړېدای شي او دا نوره خرابېدای شي، چې د سیمې بلکې د بلوچستان امن ته نقصان رسولای شي".

اسلام اباد ته تللي کسان وایي د چمن د خلکو روزګار له پولې سره تړلی دی او پر پوله یې لس دوولس زره دوکانونه دي، هره ورځ پر پوله د روزګار لپاره تګ راتګ کوي نو دا ورته ګران ده چې دوی په پاسپورټ او ویزه یوې بلې خواته واوړي.

د پاکستان نګران حکومت د اکتوبر په پیل کې اعلان کړی وو، چې د نومبر له لومړۍ نېټې وروسته به پاکستان ته هیڅوک هم بې له پاسپورټ او ویزې نه شي را داخلېدای، د حکومت د دې اعلان خلاف له څه باندې یو میاشتې راهیسې په چمن کې احتجاجي پرلت روان دی.

اسلام اباد ته د چمن د پرلتوالو د کمېټۍ د تللي پلاوي یو بل غړی کریم اڅکزی وایي، له سرفراز بګټي سره د لیدو په وخت یې هغه ته وویل، د ایران پر پوله هم خلک په راهدارۍ ځي هغوی ته څه مسئله نه شته نو پر دوی ولې د پاسپورټ شرط تپل کېږي:

"د سپریم کورټ جج قاضي فایز عیسی، وزیراعظم انوار الحق کاکړ او سرفراز بګټی ټول د بلوچستان دي‌ خو موږ له 35 ورځو پر احتجاج ناست یو او روزګار مو پرېیښی دی".

د پاکستان د کورنیو چارو نګران وزیر سرفراز بګټي د نومبر په 20مه سنېټ ته ویلي وو حکومت په چمن کې له پرلتوالو سره ستونځه د خبرو د لارې حل کول غواړي، خو ویلي یې وو "مونږ غواړو له افغانستانه چې هر څوک راځي باید په ویزه راشي".

د چمن پرلت کنوینر مولوي عبدالمنان هم دا وخت په اسلام اباد کې دی او غواړي له چارواکو سره د پاسپورټ د شرط ختمولو ستونځه حل کړي. هغه وي او اې ډیوه ته وویل، احتجاجي پرلت د دوی غوښتنه نه بلکې ضرورت دی:

"موږ به تر هغه وخته خپل احتجاج پرې نه ږدو چې تر څو زموږ مطالبې منل کېږي، موږ به حالاتو ته په کتلو پر مخ نور ګامونه هم اخلو".

مولوي عبدالمنان وایي سرفراز بګټي ورته ویلي، چې یو څه وخت دې ورکړي له دوی سره به د مذاکراتو لپاره یوه بله ناسته هم کوي.

  • 16x9 Image

    وقار احمد

    وقار احمد په اسلام آباد کې د وي او اې ډيوه خبريال دی، په سياسي، تعليمي، روغتیايي، کلتوري او ځانګړو موضوعاتو وېډیو، رېډيو او د ويب لپاره رپورټونه جوړوي. له تېرو 15 کلونو راهیسې د پاکستان له شخصي ټيلیویژن چېنلو او نړيوالې مېډيا سره کار کوي. وقار احمد د پوليټيکل ساینس د ماسټرۍ له ډګري سره سره د ګرافیکس ډیزاین ډګري هم ترلاسه کړې ده.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG