هر کال د نومبر د مياشتې څلورمه د زيارت- پنجشنبې ورځ په امريکا کې د تېنکس ګیوینګ ورځ وي، په دې ورځ په ټوله امريکا کې رخصتي وي او خلک په دې ورځ د خپلو خپلوانو کره ځي او ځاې په ځاې دعوتونه او ګپ شپ لګوي.
د امريکې د ټرانسپورټ وزارت د شمېرو ترمخه سږ کال د تېنکس ګېونګ د پاره د پينځه کروړه نه زيات امريکایان په ګاډو، رېل او هوايي جهازونو کې سفرونه کوي.
په دې موقع امريکايان خړتمي چرګان وریتوي او ډول ډول خوراکونه ترې جوړوي.
په صدارتي ماڼۍ وايټ هاوس کې هم د شکرانې د ورځې يا تېنکس ګېونګ په حواله دستورې کېږي، سږ کال صدر باېډن دوه خړتمي چرګان لېبرټي او بېل ژوندي پرېښودل. دې ته صدارتي بخښنه يا پرېزېډنشل پارډن ويل کېږي چې په کال 1963م کې د هغه وخت امريکايي صدر جان اېف کېنډي پېل کړی و، د دې نه وړاندې د کال 1947م رهسې به په وهاېټ هاوس کې هم په دې ورځ د خړتمي چرګ يا ټرکي خوراکونه پخېدل.
د خوراکونو ترڅنګ په دې ورځ د امريکايي فوټبال مقابلې هم کېږي چې شروع يې د واشنګټن رياست په سياټل ښار کې کېږي، امريکايان د خوراکونو سره سره د دې مقابلو نه هم خوندونه اخلي. او يو بل سره ګټه ور باثونه هم کوي چې کله کله پکې د يو بل سره وران هم شي.
په بحثونو کې د يو بل سره د خفګان نه د بچ کېدلو د پاره واشنګټن پوسټ اخبار امريکايانو ته ځينې موضوعات خوښ کړي چې ګټور بحث پرې کېدلی شي لکه د صدر باېډن د عمر په حواله سره، چې نوموړی د امريکې په تاريخ کې تر ټولو زيات عمر لرونکی صدر دی او په راتلونکو انتخاباتو کې به يې عمر 82 کالو ته ورسېږي.
د تېنکس ګېونګ په ماښام د بلېک فراېډې خريداري شروع شي، بلېک فرايډې يا توره جمعه په امريکا کې د خريدارۍ د پاره ياده ده، په دې ورځ د امريکې په لويو لويو سټورونو لکه مېسيز، والمارټ، کاسټکو او نورو مشهورو دوکانونو کې په توکو سېل لګيږي، چې پکې ډېر قيمتي او ګران بيعه شيان په ارزان قېمت اخيستل کېدلی شي.
په امريکا کې دا ورځ د کال 1621 راهسې لمانځل کېږي، په دغه کال د انګلستان نه امريکا ته په کډه راغليو آبادکارانو ته ډېر ښه فصلونه شوي وو.
هغوي بيا د شکرانې په توګه ځايي قبايلو ته دعوت ورکړو چې تر څلورو ورځو پورې جاري وو، په دغه دعوت کې يو خوراک د خړتمي چرګ هم وو، چې تر اوسه يې په دې ورځ خلک ياد ساتي.
د امريکې د آزادۍ وروسته لومړي صدر جارج واشنګټن د تېنکس ګېونګ د پاره د نومبر د مياشتې په اخيري زيارت- پنجشبنه د عامې چوټۍ اعلان وکړو، چې وروسته بيا د نومبر د مياشتې څلورمه د زيارت- پنجشنبې ورځې ته بدله شوه او امريکايان يې په ډېره مينه لمانځي.
د امريکې سره سره په نوره نړۍ خصوصاً په یورپي هېوادونو کې هم د شکرانې ورځ په همدې یا په نورو بدلو تاريخونو لمانځل کېږي.
تاریخچه:
تاریخ پوهان او نور کوښښ کوي چې د ماسیچوسیت ایالت په پلای موت سیمه کې د لومړني تېنکس ګېونګ د لمانځلو په اړه چې تر ۴۰۰ کالو مخکې لمانځل شوې حقیقتونه له افسانو څخه جلا کړي.
خو هغه کیسه چې باوري ده، هغه دا چې په ۱۶۲۰ کال له برتانیې څخه د مې فلاور په نامه په یوې برتانوۍ کښتۍ کې خلک امریکا ته راغلل چې اوس ورته پیلګریمز (ناظرین) یا حاجیان وايي.
په خپل دوهم ژمي کې دوی له ستونزو سره مخ شول تر هغو چې د امریکا اصلي اوسېدونکو ورته د کرکیلې چل وښوده چې څنګه د مځکې په کر ژوندي پاتې کېدای شي.
مخکې له دې چې اروپایان امریکا ته راشي د امریکا د اصلي اوسېدونکو په ډله کې یوه د ومپونواګ قبیله وه.
د دغې قبیلې یوه غړې مالیسا کوسټا وايي، "کله چې مونږ د حاجیانو په اړه خبرې کوو چې دلته راغلي وو، مونږ ورسره دا اړخ هېروو چې د ومپونواګ خلکو ورسره په ژمي کې د ژوندي پاتې کېدو لپاره مرسته کړې وه، د دې خاورې په ښودلو او اوبو ته د رسولو په برخه کې چې دا هم ډېره مهمه ده."
د لومړي تېنکس ګېونګ له ځای څخه څو کیلومټره لېرې د ۱۷ پیړۍ برتانوی کلی دی چې د ژوندي موزیم په توګه ساتل شوی.
لوبغاړي پکې هاغسې جامې اغوندي چې حاجیانو به اغوستې وې چې د هغه وخت د خلکو د ژوند له طریقې سره سمون خوري او د کتونکو لپاره د تېنکس ګېونګ دود پر ځای کوي.
خو تاریخ پوهان دا هم لیکي، چې د هغه ځای ۹۰ فیصده اصلي اوسېدونکي د اروپایانو له راتګ سره له منځه ولاړل ځکه اروپایانو له ځان سره ناروغۍ راوړې وې.
او امریکا ته نویو راغلو اروپایانو چې په لومړي سر کې کوم درناوی ښوده هغه بلاخره په کرکې او نه انسانیت باندې بدل شو.
د سیمې د موزیم یو پخواني کارکونکی ریچارد پېکرنګ وايي، "کله چې له لومړني ژمي څخه د ژوندي پاتې شویو ۵۲ انګریزانو شمېر چې سړي، ښځې او ماشومان پکې وو زیات شو او شل کاله وروسته ۲۵۰۰۰ تنو ته ورسېد نو داسې ښکارېدل چې اصلي اوسېدونکي امریکایان د دوی د کارونو په وړاندې خڼدونه دي"
هغه وايي، له همدې امله دغه حاجیانو د هغوی ځمکه غوښتله او له دغې ځمکې یې د هغوی لېرې کېدل غوښتل. نو تاسو د چلند بدلون وینۍ چې له شکرانې نیولې بیا تر توپیري چلند پورې. او بیا یې بې له کومې ګناه څخه د خپلو ځمکو وشړل."
پیټر وايي، پیلګرېم یا حاجیاین په اصل کې امریکا ته د مذهبي ازادۍ موندلو لپاره راغلي وو خو داسې ښکاري چې د ټولو لپاره داسې نه وه.
نن ورځ امریکایان د تېنګس ګېونګ دودیز خواړه خوري چې په هغو کې خرطومي چرګ یا فیل مرغ، خواږه الوګان (کچالو) او کدوان وي.
Forum