لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اسرایل او حماس ترمنځ جنګ بندي، د يرغمل شوو او بنديانو خوشي کېدل به نن د جمعې په ورځ پيل شي


قطر ویلي، د اسرایل او حماس ترمنځ جنګ بندي يا اوربند به نن د جمعې په سهار پېل شي، او مازيګر په څلور بجې به د حماس لخوا يرغمل شوو لومړۍ ډله پرېښودل شي. قطر د دواړو خواو اسرایل او حماس ترمنځ خبرې کړي دي.

ويل شوي د تېرې مياشتې راهسې پيل شوې جګړه کې به د تړون ترمخه په شمالي او جنوبي غزه کې پوره جنګ بندي وي.

ويل شوي حماس به 50 يرغمل شوي کسان خوشي کوي او اسرايل به 150 فلسطينيان ازادوي.

اسرايل او حماس دواړو ويلي، د جنګ بندۍ وروسته به بيرته جګړې ته راګرځي.

د قطر د بهرنيو چارو د وزارت ویاند مجید الانصاري پرون په دوحه کې یوې خبري غونډې ته په وینا کې ويلي وو. له ټولو ښکېلو اړخونو سره د خبرو وروسته دغه پرېکړه شوې ده.

الانصاري ويلي د ملکي اسرايلي یرغمل شویو کسانو لومړۍ ډله به د جمعې په مازیګر په ځایي وخت څلور بجې پرېښوول کېږي او سپارل کېږي، په هغوی کې به 13 ښځې او ماشومان هم وي.

ټاکل شوې چې د تړون په نتیجه کې به هغه فلسطینیان هم په ټاکلي وخت خوشي کېږي چې د اسرایل په جېلونو کې دي خو د قطر د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د هغوی کره شمېر نه دی ښوولی.

شپږویشت کلنه شروق دویات چې د اسرایلو په جېل کې ۱۶ کلن قید تېروي، ممکن دې ورځو کې د تړون ترمخه آزاده شي
شپږویشت کلنه شروق دویات چې د اسرایلو په جېل کې ۱۶ کلن قید تېروي، ممکن دې ورځو کې د تړون ترمخه آزاده شي

اسرایل او حماس د نومبر پر 22مه سهار د ډزبندۍ لپاره د تړون کولو اعلان کړی وو، چې په بنیاد به یې د حماس له یرغمل کړو کسانو څخه 50 ښځې او ماشومان د پنجشنبې- زیارت په ورځ خوشي کېږي او اسرایل به هم "له خپلو زندانونو 150 بندي فلسطینۍ ښځې او ماشومان خوشي کوي".

خو وروسته بیا ويل شوي د يرغمل شوو او بنديانو خوشي کول، او جنګ بندي به د جمعې د سهاره پيل کيږي.
انصاري ویلي په اوربند کې به په شمالي او جنوبي غزه کې مکمله ډز بندي وي.

د رپورټونو ترمخه، 13 يرغمل شوي کسان به نن د جمعې په ورځ د غزې لخوا خوشي شي، او نور به د اوربند په نورو ورځو خوشي کول کيږي تر هغې چې 50 پوره شي.

انصاري زياته کړې، "مونږ تمه لرو چې دا جنګ بندي به موقع په لاس راکړي چې په مکمله جنګ بندۍ پکې کار وشي".

د اسرايل د وزيراعظم دفتر د زیارت/ پنجشنبې په ورځ ویلي، نن د جمعې په ورځ د غزې لخوا د پرېښودونکو يرغمل شوو لومړی فهرست ورته ترلاسه شوی دی.

د وزیراعظم بين يامين نېتن ياهو دفتر ويلي، اړونده چارواکي فهرست او د خوشي کېدونکو تفصيلات ګوري اود کورنيو سره یې رابطې کوي.

د تړون لاندې به اسرایل په غزه کې د څلورو ورځو جنګ بندي کوي او حماس هم تاييد کړې په بريدونو کې به وقفه کوي.

اسرایل ویلي، که حماس هره ورځ لس يرغمل شوي کسان پرېږدي نو دا لومړۍ جنګ بندي د څلورو ورځو نه مخکې تلی شي.

او د قطر ویاند ویلي "تمه لري، د جنګ بندۍ په څلورمه ورځ د غزې نه د نورو يرغمل شوو د خوشي کولو دپاره د بل تړون دپاره د مينځګړيتوب وکړي".

له دې وړاندې ویل شوي وو، د حماس لخوا 50 يرغمل شوي کسان به د زيارت/ پنجشنې په ورځ خوشي شي.
خو د اسرایل د ملي امنیت سلاکار زيچي هېنګبي بيا د شورو/ چهارشنبې په ورځ ناوخته ویلي وو، خبرې روانې دي او د حماس لخوا يرغمل شوي لومړي کسان به د جمعې پورې نه خوشي کيږی.

د رپورټونو ترمخه د خوشي کېدونکو تفصیل نه دی ویل شوی، خو امریکايي چارواکو ویلي، د دوی په خیال د حماس لخوا په خوشي کېدونکو کې به نهه امریکايي يرغمل شوي شامل وي.

اسرايل او حماس دواړو ويلي، د اوربند په ختمېدو به دواړو جګړې ته راګرځي.

د حماس د القسام بريګيډ وياند ابوعبېده ويډيوي پيغام چې په الجزيره ټي وي خپور شوی پکې نوموړي په لويديځه غاړه او ټولو محاذونو کې د جګړې سېوا کولو ويلي دي.

د اسرایل پوځ د زيارت په ورځ ویلي، په تيره يوه ورځ کې یې د حماس 300 اهداف په نخښه کړي دي، او عمليات به تر هغې روان وي څو پورې چې ورته د ودرېدو يا جنګ بندۍ نه وي ویل شوي.

د غزې په پټۍ کې د اسرایلي قواوو بمباري د زیارت/پنجشنبې هم جاري وه
د غزې په پټۍ کې د اسرایلي قواوو بمباري د زیارت/پنجشنبې هم جاري وه

د اسرایل وزيراعظم بنین يامين نېتن ياهو ويلي، "دا به يقيني کوي چې حماس دې حد ته راولي چې په راتلونکې کې په اسرایل بيا بريد ونه کړي".

هغه د شورو په ورځ ناوخته خبري غونډې ته ویلي وو، د جنګ بندۍ د وخت ختمېدو وروسته به د اسرایل پوځ په غزه کې بيرته خپلو عملياتو ته راګرځي.

هغه ويلي، "زه په ښکاره وايم جګړه به روانه وي او جګړې ته به تر هغې دوام ورکړو څو پورې چې مو ټول اهداف نه وي ترلاسه کړي".

اسرايل د حماس پرضد جګړه وروسته له هغې پيل کړې چې په اووم اکتوبر حماس په اسرایل بريد کړی، د اسرایل په وينا 1200 کسان یې وژلي او شاوخوا 240 اسرایليان یې يرغمل کړي وو.

د حماس د کنټرول لاندې د غزې د صحت وزارت ویلي، په غزه کې د اسرايل په پوځي عملياتو کې لږ تر لږه د 5000 ماشومانو په ګډون د 13300 نه زيات فلسطينیان وژل شوي دي.

اسرايل د زيارت په ورځ اعلان کړی په غزه کې یې د شفا روغتون مشر یې نيولی چې پوښتنې ترې وکړي حماس به روغتون د کمانډ مرکز په توګه کارولو.

نړیوال په غزه کې د روغتونونو په نخښه کولو اندېښنې څرګندوي، او د صحت وزارت ویلي، په شمالي غزه کې روغتونونه غېر فعاله شوي دي.

اسرايل ويلي، د څلورو ورځو د جنګ بندۍ وروسته د حماس لخوا د لسو يرغمل شوو په خوشي کولو به د بلې ورځې دپاره جنګ بندي غځولی شي.

ويل شوي په جنګ بندۍ کې د وقفې سره به په غزه کې فلسطينیانو ته د نورو بشري مرستو موقع برابره شي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو دفتر ویلي، د شورو په ورځ نور 80 ټرکونه فلسطيني انکلېو ته رسېدلي دي، او په تيره میاشت کې د ټولو رسېدلو امدادي ټرکونو شمېره 1479 ته رسېدلې ده.

ملګرو ملتونو ویلي، په غزه کې دنننه د 1.7 ملينه نه زيات کسان بې کوره شوي او په دوی کې نهه لکه او 45زره د ملګرو ملتونو د انتظام لاندې پناه ځايونو کې مېشت دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG