لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نوښار کې پر امنیتي پوسته د وسلوالو برید کې یو پولیس وژل شوی


دغه انځور د نوښار پولیسو ډیوې ته رالېګلی دی.
دغه انځور د نوښار پولیسو ډیوې ته رالېګلی دی.

د خيبرپښتونخوا په نوښار ضلعه کې نامعلومو وسله والو په امنيتي پوسته ډزې کړي چې پکې یو پولیس عسکر وژل شوی دی.

د نوښار پولیس د ضلعي مشر له دفتر څخه د خپور شوي بیان تر مخه تېره شپه په اګوړي سیمه کې نامعلومو وسله والو په یوه پوسته ناتاره ډزې کړي چې پکې د فواد په نوم یو پولیس عسکر وژل شوی دی.

پولیس وایي له برید وروسته وسله وال له سیمې تښتېدلي اؤ پولیسو د پېښې پلټنې پېل کړې دي.

په سمدستي توګه د دې برید ذمه واري چا پغاړه نه ده اخستې .

په دې وروستیو کې په پاکستان په ځانګړي ډول د خېبر پښتونخوا قبایلي سیمو اؤ بلوچستان ایالت کې د ترهګرۍ لړۍ یو ځل بیا چټکه شوې ده اؤ په ترهګریزو بریدونو کې په سلګونو امنیتي سرتیري اؤ عام وګړي وژل شوي دي.

د وروستیو ترسره شوؤ زیاترو ترهګریزو بریدونو ذمه واري تحریک طالبان پاکستان اؤ وسله والې ډلې داعش پغاړه اخېستې ده.

پاکستاني حکومتي چارواکي تور لګوي چې ترهګر پاکستان کې د ترهګرۍ لپاره د افغانستان له خاورې نه استفاده کوي خو په افغانستان واکمن طالبان بیا د پاکستان دا تورونه ردوي اؤ وایي هغوي هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل چا پرضد وکاروي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG