لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان قانون سازان وایي د پنجاب د کرتار پور په څېر دې په پاک-افغان پوله هم خلکو ته د تګ راتګ اسانتیاوې برابرې شي


د پاکستان په برني ايوان سینیټ کې د بېلابېلو سياسي ګوندونو استازو د بلوچستان په چمن ښار کې د روان احتجاجي پرلت سره ملاتړ ښودلی او له حکومت څخه یې غوښتنه کړې چې باید د افغانستان سره په پوله پرتو ولسونو ته د افغانستان سره د تګ راتګ لپاره داسې اسانۍ ورکړي څنګه چې یې په پنجاب کرتار پور کې د تګ راتګ لپاره د هند سيکانو ته ورکړې دې.

بلوچستان چمن کې د روان احتجاجي پرلت په اړه وي او ای ډيوه سره خبرو کې د پيپلز ګوند سره تړاو لرونکي سنېټر شميم اپريدى د چمن د خلکو لپاره افغانستان ته د تګ راتګ په موخه د پاکستان د حکومت لخوا د پاسپورټ شرط په ايښودو ټکونه کوي او وايي پښتانه په پاکستان کې په خېټه خو وږي دي ولې روزانه یې د رياستي تګلارو له کبله وينې هم بهېږي.

د هغه په خبره "زما پورې غاړه افغانستان کې خپلوۍ دي، غم ښادي لرم. داسې نه شي کېدای چې زما ټبر چې افغانستان ته ځي نو روزانه به پاسپورټ ښیي، ايف اي ای ته به پېش کېږي، د پاسپورټ شرط عملي کېدل ممکن نه دي "

د پاکستان نګران حکومت د اکتوبر په پېل کې اعلان کړی و، چې د نومبر له لومړۍ ڼېټې وروسته به پاکستان ته هېڅوک هم بې د پاسپورټ او ويزې نه شي ننوتلی اود دې اعلان خلاف نزدې د 35 ورځو راهیسې په چمن کي احتجاجي پرلت روان دی.

د جماعت اسلامي سینیټر مشتاق احمد خان هم د چمن پرلت والو سره د ملاتړ څرګندونه کوي او وي او ای ډیوه ته وایي په سینیټ کې به هم په دې غږ پورته کوي.

ښاغلی مشتاق احمد خان وایي باید چې په دې اړه دواړه حکومتونه مذاکرات وکړي .

"او زه خو وایم چې پاکستان او افغانستان يو کنفډریشن جوړ کړي، سافټ بارډر جوړ کړي، څنګه چې پاکستان د کرتار پور لپاره بغېر د وېزې او پاسپورټ سهولت ورکړی دی نو په چمن کې چې خلک ګډ حجره اؤ جومات لري نو هغوي دپاره ولې ويزه او پاسپورټ نافذ کوي"

د پاکستان د کورنیو چارو نګران وزیر سرفراز بګټي د نومبر په 20 مه سینیټ ته ویلي وو حکومت په چمن کې له پرلت والو سره ستونزه د خبرو د لارې هوارول غواړي، خو دا یې هم وېلي وو حکومت غواړي له افغانستانه چې هر څوک راځي باید په ويزه راشي.

"يو تحصیل دار په راهدارۍ د پاکستان خلک د 15 ورځو لپاره د ايران بلوچستان، سيستان ته اوړي راوړي نو بيا پر چمن پوله خلک ولې نه پرېږدي"

په سینیټ کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند د سینیټ غړی ډاکټر همايون مهمند چې تعلق یې د افغانستان پولې ته څېرمه د مهمند ضلعې سره دی، وایي خپل کلي یې هم د پاکستان او افغانستان تر منځ تقسیم دی.

ډاکټر همایون مهمند ډیوه ته وایي د افغانستان او پاکستان دواړو حکومتونو ته پکار دي چې کښېني او د دې ستونزې حل لپاره داسې لاره وباسي چې خلکو او حکومت لپاره ستونزمن نه وي.

د بلوچستان په چمن ښار کې د روان پرلت په نمایندګۍ یوه پینځه کسيزه ډله اسلام ته تللې ده او له تېرو څو ورځو راهیسې یې د خپلو غوښتنو په اړوند د سنېټ له چېرمېن، د بېلابېلو سياسي ګوندونو له مشرانو او د کورنیو چارو له نګران وزیر سره لیدلي دي.

له وي او اې ډيوه سره په خبرو کې دوی ګواښ کړی که چېرې مرکزي حکومت یې غوښتنې ونه منلې نو د پرلت ګډونوال به په ډيورند کرښه د غوړېدلي ازغن تار له منځه وړلو ته مجبوره شي. د پاکستان حکومت لا دې ګواښ ته څه جواب نه دی ویلی.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG