لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي وایي د پښتونخوا قبایلي او جنوبي ضلعو کې د ترهګرۍ نوې لړۍ پېل شوې ده


په تېرو دوو ورځو کې د خېبر پښتونخوا په قبايلي ضلعو کې په بمي چاودونو او هدفي وژنو کې نهه کسان وژل شوي او شپږ ژوبل شوي دي، څيړونکي وايي ښکاري چې د خېبر پښتونخوا په قبايلي او جنوبي ضلعو کې د ترهګرۍ نوې لړۍ پېل شوې ده.

پاکستاني چارواکي وايي د ترهګرۍ ضد عمليات به تر هغې روان وي تر څو چې هیواد نه په مکمله توګه د دې نوغې نه وي ويستل شوې.

له افغانستان سره په پوله پرتې د خېبر پښتونخوا د قبایلي ضلعې باجوړ د پوليسو له مخې د چهارشنبې په ورځ په باجوړ کې په دوو بېلا بېلو چاودنو کې دوه تنان وژل شوي او درې ژوبل شوې .

په دغو بمي بريدونو کې يو د جميعت علماء اسلام کارکن او يو ټولنيز فعال په نښه کړی شوې وو، د دواړو بريدونو ذمه وارۍ داعش خراسان ډلې پغاړه اخستې دي.

دغسې په شمالي او جنوبي وزيرستان کې په دوو بېلا بېلو بريدونو کې د دوو پوځيانو په ګډون شپږ تنان او په خېبر ضلعه کې په هدفي بريد کې يو پوليس عسکر وژل شوې، د دې ذمه وارۍ تحريک طالبان پاکستان منلې دي.

څيړونکی او خبريال حقنواز وايي په خېبر پښتونخوا کې د بدامنۍ دا نوې لړۍ د پاکستان امنيتي ادارو د پاره لوی چېلنج دی ځکه چې وړاندې به عمليات يوازې د ټي ټي پي په ضد وو ولې په نزديو کې د داعش خراسان فعالیتونه هم زيات شوي دي.

وي او ای ډیوه سره خبرو کې هغه وایي "په بلوچستان کې هم د د اعش کاروايانې کيږې، په خېبر پښتونخوا کې په پېښور، باجوړ او نورو سيمو کې د ټي ټې پي او داعش دواړو لخوا د بريدونو زمه وارۍ اخستل کيږي، نو دا يوه ډيره لويه ستونزه ده د پاکستان د پاره، او دا ورځ تر بلې زياتيږي کميږي نه"

په تېره يوه اوونۍ کې تحريک طالبان پاکستان د پينځه ويشتو بريدونو زمه وارۍ منلې دي، په دې کې اکثره پېښې حکومتې چارواکو تايید کړي دي. د ټولو بريدونو زمه وارۍ د خېبر پښتونخوا په قبايلي او جنوبي ضلعو کې اخستل شوي دي.

پاکستان د وسله والو د بريدونو په اړه تور پورې کوي چې ټي ټې پي د افغانستان په خاوره دا بريدونه پلان کوي، افغان طالبان د پاکستان دغه دعوې ردوي، ټي ټي پي هم وايي دوي په پاکستان کې د بريدونو د پاره د پاکستان خاوره کاروي.

څيړونکې او خبريال ناصر داوړ وايي د بدامنۍ پېښو زياتېدو عام ولس انديښمن کړی دی.

له ډیوې سره خبرو کې نوموړي وويل د بدامنۍ دا نوې لړۍ به د پاکستان او افغانستان تعلقات نور هم خراب کړي.

"مونږ دا ويلې شو چې حقاني شبکه په پاکستان کې وه او قيادت يې هم دلته و، دغسې د کوټې شورا وه، نو دا تورونه که د افغانستان حکومت هغه وخت لګول هغه هم سم وو، اوس چې د پاکستان لخوا کوم تورونه لګول کیږي دا هم سم دي، مخکې به د پاکستان نه تشکيلات کيدل اوس د افغانستان نه تشکيلات کيږي"

نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ په هیواد کې د ترهګرۍ روانه لړۍ په کلکو ټکو غندلې او ويلي يې دي، تر څو چې ملک نه د ترهګرۍ نوغی په مکمله توګه ویستل شوی نه وي تر هغې به د ترهګرۍ پرضد روانې جګړې ته دوام ورکولی شي

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG