لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د خوړو نړیواله اداره: له پاکستانه ستنېدونکو کډوالو سره د مرستې لپاره 27.5 میلینه ډالرو ته اړتیا لرو


د ملګرو ملتونو د خوړو نړیواله اداره وایي له هغو افغان کډوالو سره پر پوله باندې مرستې کوي چې له پاکستانه په زور ایستل کېږي خو وایي د بودیجې له کمي سره مخ دي او د دې لپاره په بیړنۍ توګه اووه ویشت نیم میلینه ډالرو ته اړتیا لري.

د نومبر په 21 د بشري چارو په برخه کې د ملګروملتونو د عمومي مشر مرستیال مارټین ګریفیټس هم اعلان کړی وو چې له پاکستانه خپل وطن ته له ستنېدونکو افغان کډوالو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره یې 10 میلیونه ډالره ځانګړي کړي دي.

ډبلیو ایف پي د نومبر په 23مه په خپله یوه اعلامیه کې ویلي، یوې خواته سخت ژمی په را رسېدو دی او بلې خواته د دوی د مرستو چارې د پام وړ بودیجې د کمښت له کبله د تم کېدو له خطر سره مخ دي.

اداره وایي‌ ډېرې کورنۍ تر پولې د لوږې او ناهیلۍ په حالت کې تېرېږي او سمدستي مرستې ته اړتیا لري. وایي له ټولو تللیو کورنیو سره یې د خوراکي توکو یا نورو بنیادي اړتیا وړ شیانو د اخیستلو لپاره نغدي مرستې روانې ساتلې او په دې میاشت کې یې هم له 250,000 کسانو سره مرسته کړې ده.

د افغانستان لپاره د ډبلیو ایف پي مشره شاو وې لي وایي د دې هېواد لپاره مخکې لا د بودیجې له زیات کمښت سره مخ وو او له اضافي فنډ پرته به ونه توانېږي له هغو کډوالو سره مرستو ته دوام ورکړي چې د سفر لپاره له یو څو بنیادي شیانو او یو څه ډوډۍ پرته پولې ته ورځي:

"دا کورنۍ په ډېر خراب وخت کې راځي او په داسې هیواد کې له تیاره راتلونکي سره مخ دي چې درې برخې خلک یې نه پوهیږي د راتلونکي وخت ډوډۍ به له کومه پیدا کوي".

د ډبلیو ایف پي مشره وایي له پاکستانه چې کوم افغان کډوال افغانستان ته ستنېږي هغوی خپل کورونه او روزګارونه پرېږدي او "په داسې وطن کې ژوند پیلولو ته راځي چې اقتصادي موقعې پکې لږ دي او خلک پکې د ژوند کولو لپاره مبارزه کوي".

تېره اوونۍ د روغتیا نړیوالې ادارې هم غوښتنه کړې وه چې افغانستان ته له ستنېدونکو کډوالو سره د علاج او نورو روغتیایي مرستو لپاره 10 میلینه امریکایي ډالرو ته اړتیا لري.

د خوړو نړیواله اداره وایي‌ سږ کال د بودیجې د زیات کمښت له کبله دې ته مجبوره شوه چې له لس میلینه افغانانو سره بیړنۍ خوراکي‌ مرستې بندې کړي او اوس یواځې له هغو کسانو سره په پینځو کې له یو تن سره مرسته کولای شي چې د ژوندي پاتېدو لپاره مرستې ته اړتیا لري.

مېرمن شاو وې لي وایي په افغانستان کې اوس حالت ځکه ډېر د خرابېدو خواته روان دی چې د دې هېواد سخت ژمي ته یواځې څو اوونۍ پاته دي، خو لا هم د ویجاړوونکو زلزلو، ځپلي اقتصاد او خرابېدونکي موسمي بدلون له بحران سره مخ دی:

"موږ په بیړنۍ توګه 27.5 میلین ډالرو ته اړتیا لرو چې له پاکستانه افغانستان ته د راستنېدونکو یو میلین کسانو لاسنیوی وکړو او له ژمي په را وتلو کې ورسره مرسته وکړو."

ډبلیو ایف پي افغانستان له ستنېدونکو کډوالو سره پولې ته په نیژدې کېمپونو کې د میاشتني خوراکي راشن یا نغدو پیسو مرسته کوي چې تر دوو اوونیو پورې د هغوی اړتیاوې پوره کړي او له کوچنيو ماشومانو، مېندوارو او شیدې ورکوونکو میندو سره هم د خوړو په برخه کې مرسته کوي.

ملګري ملتونه وايي د افغان کډوالو د ایستلو د بهیر له پیله تراوسه درې لکه 75 زره افغان کډوال خپل هیواد ته ستانه شوي دي، خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د ور ستانه شویو افغان کډوالو شمېر څلور لکه زیات ښودلی دی.

د پاکستان نګران حکومت وایي د راتلونکي 2024م کال تر جنورۍ میاشتې پورې به له هیواده د یو میلین بهرنیو کډوالو د ایستلو عمل سر ته ورسوي. د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې یو این ایچ سي آر له پاکستانه په کلکه غوښتي چې په ژمي کې دې د کډوالو د ایستلو عمل ودروي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG