لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

له شوي اوربند نه وړاندې حزب الله په اسرايل راکټونه ويشتي، اسرايلو پرې بمباري کړې 


 د حزب الله جنګیالي دي چې د خپلې ډلې د مشر محمد رعد د ځوی عباس رعد تابوت یې نیولی. نوموړی د نومبر په ۲۳ نېټه د اسرایلو په برید کې وژل شوی.
د حزب الله جنګیالي دي چې د خپلې ډلې د مشر محمد رعد د ځوی عباس رعد تابوت یې نیولی. نوموړی د نومبر په ۲۳ نېټه د اسرایلو په برید کې وژل شوی.

واشنګټن – حزب الله ډلې د اسرایل په شمالي برخه کې په پوځي پوستو 50 راکټې ویشتلي.

له دې یوه ورځ وړاندې د لبنان په سویلي برخه کې د اسرایل لخوا شوې بمبارۍ کې د حزب الله ډلې پنځه ستر مشران وژل شوي دي.

د حماس او اسرایل ترمنځ د جګړې په سر کې له لبنان څخه د اسریل په شمالي برخه کې د حزب الله ډلې لخوا د راکټي بریدونو وروسته دا تر ټولو درنه بمباري ده.

حزب الله ویلي د لبنان او اسرایل ترمنځ سرحد باندې د جګړې تودولو غرض په غزه کې دباؤ راکمول دي.

په غزا کې د اسرایل لخوا هوايي، سمندري او ځکمني حملو کې د 13300 نه زیات فلسطینیان وژل شوي او لویه تباهي يي قلعه بنده سیمه کې رامنځ ته کړې.

دا جګړه وروسته له هغې شورو شوه کله چې د حماس وسله والې ډلې د اسرایل په سویل کې د اکتوبر په 7مه نیټه حمله وکړه او تر 1200 پورې اسرایلیان يي ووژل چې پکې اکثره عام ملکي وګړي وو.

د قطر په منځګړتوب غزه کې د څلور ورځو د ډزبندۍ لوظنامه شوې چې له مخې به يي اسرایل او حماس د یوه بل یرغمل او بندیان خوشې کوي.

دغه لوظنامه د زیارت په ورځ عملي کیدل وو خو وروسته قطر اعلان وکړ چې لوظنامه به د جمعې له سهاره عملي کیږي.

حزب الله د زیارت په ورځ پرله پسې ورکړل شوو بیانونو کې ویلي 48 کیتیوشه راکټونه يي د اسرایل په سویل کې د سرحدي سیمې نه لس کلومټره لرې په بیت زیتیم کې په پوځي پوستو ګوزار کړي دي.

په یوه بله حمله کې حزب الله ویلي جنګیالو يي په مینارا کیبوټز سیمه کې په یوه کور کې اسرایلي پوځيان څارلي وو، چې پرې يي د اینټي ټينک میزایلو سره حمله کړې او کور يي تباه کړی.

يادې ډلې ويلي په بريد کې دغلته موجود اسرايلي عسکر وژل شوي دي. اسرایلو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

حزب الله د زیارت په ورځ 21 بیانونو کې د حملو دعوا کړې او وايي د جګړې وروسته يي په یوه ورځ ریکارډ بریدونه کړي.

یادې ډلې ویلي په حملو کې يي اسرایلي ټینکونه هم ویشتي دي

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG