لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې په قانوني توګه مېشت افغان کډوال وایي د نیول کېدو له ویرې یې ژوند په اندېښنو کې تېریږي


د خېبر پښتونخوا په بېلابېلو کېمپونو کې په قانوني توګه ژوند کوونکي افغان کډوال وايي چې د قانوني اسنادو لرلو باوجود هم د نيولو او ځورولو له امله په دې هېواد کې د اندېښنو ډک ژوند کوي.

دوی وايي اکثره کډوالو د پوليس له خوا د نيول کېدو له ويرې بازارونو ته تګ راتګ هم کم کړی دی. د پاکستان حکومت وايي اسناد لرونکي کډوال به نه ځورول کېږي او نه به ويستلی شي.

د پاکستان بیلابیلو سيمو نه په غېر قانوني توګه دمېشت افغان کډوال خپل هېواد ته په زوره د ستنولو لړۍ په چټکتيا سره دوام لري.

افغان کډوال وايي د اسنادو پرته د کډوالو ويستلو ترڅنګ په قانوني توګه مېشت افغانان هم د پوليسو له خوا نيول کېږي چې له امله يې دوی سخت اندېښمن دي.

په نوښار کې د ترکمن کېمپ اوسېدونکی عین الدین وایي، دوي په ټولنیزو رسنیو ویني چې پاکستان کې میشت کارډ لرونکي افغانان هم جیلونو ته اچول کیږي نو ځکه دوي د ځان په اړه اندېښمن دي. عین الدین وي او اې ډیوه ته وویل:

"مونږه سره هم غم شي زمونږه سره هم دغه پي او ار کارډونه دي کېدای شي مونږه هم دغه شان ونيسي کور پاتې شي مونږه واړوي، بيا ددې واړو به څه کیږي دوی به څوک رااړوي؟"

دپاکستان حکومت د نومبر په اتمه، د قانوني اسناد لرونکو افغانانو ته په دې هېواد کې د نورو شپږ مياشتو د پاره پاتې کېدو اجازه ورکړې ده.

د پاکستان نګران حکومت په وروستيو کې څو وارې ويلي چې پي او ار او ای سي سي کارډ لرونکي افغانان به نه ځورول کېږي او نه به ويستل کېږي.

خو افغان کډوال وايي د پاکستان حکومت له دې اعلان اؤ باور ورکولو وروسته هم اسناد لرونکي کډوال ځورول کېږي او تر دې چې پېسې ترې هم اخستل کیږي.
شېر نظر په نوښار کې د ترکمن کېمپ اوسېدونکی شیر نظر ډیوه ته وایي، کومه اوازه چې شوې د هغې وروسته ډېر خلک بازار ته نه راوځي:

"خلکو سره ويره شته چې ما ونه نيسي ،بارډر پاس و نه کړي ،کور به مې دلته پاتې شي نو له دغې وجې چې ډېره مجبوري نه وي يا چا سره مريض نه وي نو بازار ته نه وځي، مونږه عاجزه خلک يو، له ويرې چاته نه وايو چې مانه يې پېسې واخيستې، بس هرڅنګه چې وي ځان خلاصوو او کور ته راځو".

د پاکستان حکومت د اکتوبر په درېمه نېټه اعلان کړی و چې په دې هيواد کې په غېر قانونه توګه مېشت غېر ملکي وګړي دې خپلو هېوادونو ته ستانه شي ګنې په زوره به ويستل کېږي۔

د خېبر پښتونخوا په مختلفو کمېپونو کې مېشت افغان کډوال وايي چې د پاکستان له دې پرېکړې وروسته د کېمونو پورې محدوده شوي دي او د کورنۍ کوم غړي چې ېې په نورو ښارونو کې معاش ګټي د هغوی لپاره هر وخت په تشويش کې وي۔په نوښار کې د ترکمن کېمپ اوسېدونکی عین الدین وایي:

" يو رور مې دی هغه بازار کې ټېلر دی نو چې کله دا هله ګوله زياته شي نو مونږه سره غم شي چې دا به يې نن نيولی وي څه وخت به کور ته راځي، بو يې نه ځي رانه بيا به مونږه چرته ګرځو ده پسې، زما زوي په لاهور کې دقالينو کمپنۍ کې کار کوي نو د هغه راسره هم غم وي بيا هغه ته زنګ ووهو چې بهر مه ووځه هسې نه و دې نیسي، بيا به مونږه تاپسې چرته ګرځو"

د خېبر پښتونخوا د داخله چارو محکمې شمېرې ښيې چې د نومبر په 23 مه د هېواد بېلا بیلو سيمو څخه په مجوعي توګه پنځه زره او څه د باندې اووه سوه نفر د تورخم د لارې افغانستان ته ستانه کړل شوي دي۔

شمېرې ښايي چې د 17م ستمبر نه تر 23 نومبر پورې دوه لکه او څه باندې 38 زره افغان کډوال د انګور اډې، خرلاچۍ او د تورخم په لارو افغانستان ته ستانه شوي دي۔

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG