لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ډزبندۍ په درېیمه ورځ حماس ډلې د اسرایلي یرغملو نوې جوپه آزاده کړه - نېتنیاهو غزې ته تللی


حماس ډلې د اتوار/یکشنبې په ورځ، د اسرایل سره د شوې لوظنامې ترمخې، د یرغمل شوو تنانو نوې جوپه آزاده کړله. په دې نوې جوپې کې، اوولس (۱۷) تنان شامل دي چې څوارلس (۱۷) یې اسرایلي وګړي دي.

د حماس ډلې دغه یرغمل شوي تنان، چې په کې یوه امریکایۍ ماشومه جنۍ هم شامله ده، د سره صلیب/رېډ کراس تنظیم ته وسپارل چې بیا دغه تنظیم هغوی له غزې واېستل. یو شمېر یې نېِغ په نېغه اسرایل ته وسپارل شول او ځیني یې مصر ته ولېږدول شول.

اسرایلي پوځ وویل چې یو آزاد شوی یرغمل یې په طیاره کې هسپتال ته منتقل کړی دی. د اتوار/یکشنبې ورځې په آزاد شوو اسرایلي وګړو کې، واړه او زاړه شامل دي چې تر ټولو کم عمره یې څلور کلن او تر ټولو زیات عمر لرونکی یې ۸۴ کلن دي.

ابېګېل اېډن یوه ۴ کلنه نجلۍ ده چې مور او پلار یې د اکټوبر په ۷مه نېټه د حماس ډلې په ناڅاپي حمله کې وژل شوي و. امریکا ویلي دي، ابیګیل اولنۍ امریکایۍ یرغمله ده چې د لوظنامې ترمخې آزاده شوې ده.

د امریکا د قامي سلامتیا سلاکار جېک سولېوان د اېن بي سي یو پروګرام سره مرکه کې وویل، امریکا امیدواره وه چې یو امریکایي وګړی به راخوشې شي، او امیدونه موجود و چې اوله به یې همدا څلور کلنه ابیګیل وي.

د یو بل خبر ترمخه، حماس ډلې ویلي چې یو روسی برمته وګړی یې هم آزاده کړی دی. حماس زیاته کړې چې دا ګام یې "د روس صدر ولاډیمیر پوټین کوښښونو ته په جواب کې" او همدا راز د غزې جنګ په باب د ماسکو د دریځ په قدردانۍ سره، اوچت کړی دی. د اسرایل د پوځ رېډیو ویلي چې دغه آزاد شوی وګړی، روسی-اسرایلی دی، یعنې د دوو ملکونو شهریت لري.

د قطر په منځګړیتوب د اسرایل او حماس ترمنځ د شوې لوظنامې ترمخه، په غزه کې څلور ورځېنۍ ډزبندي پرځای ده چې نن یې درېیمه وه. د لوظنامې ترمخه، په دې ورځو کې دواړو اړخونو یو شمېر قید او یرغمل شوي کسان جوپه جوپه خوشې کړي دي.

په همدې لړ کې اسرایل به هم نن د اتوار/یکشنبې په ماخوستن یو کم څلوېښت (۳۹) فلسطیني قیدیان آزاد کړي.

سبا د ګل/دوشنبې ورځ چې د ډزبندۍ څلورمه ورځ ده، بیا هم د یو شمېر نورو وګړو د خلاصون توقع شته، چې ټولټال په دې څلورو ورځو کې به د لوظنامې ترمخه، د آزاد شوو اسرایلي وګړو شمېر ۵۰ ته او د آزاد شوو فلسطیني قیدیانو شمېر ۱۵۰ ته ورسیږي.

د امریکا او قطر په مشرۍ نړېوال وساطت کوونکي ټول کوښښ کوي چې دغه څلور ورځېنۍ ډزبندۍ وغځوي.

بنیامین نېتنیاهو په غزه کې
بنیامین نېتنیاهو په غزه کې

غزې ته د نېتنیاهو ورتګ

د اسرایل وزیراعظم بنیامین نېتنیاهو د یرغمل شوو تنانو د درېیمې جوپې د خلاصون نه وړاندې، د اتوار/یکشنبې په ورځ د غزې لیدو ته ولاړ او هلته یې اسرایلي عسکرو سره خبرې وکړې.

نېتنیاهو وویل: "مونږ خپلې ټولې هڅې کوو چې خپل یرغمل وګړي راستانه کړو، او په آخر کې به، مونږ دا ټول کورونو ته راولو."

د اسرایل وزیراعظم زیاته کړه چې هېڅ څه به د دوی مخه ونه نیسي او د کامیابه کېدو پورې به اقدامات جاري ساتي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG