لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اسرایلو او حماس د ډزبندۍ وروستۍ ورځ ده او د اوږدېدو غوښتنه یې کېږي


واشنګټن- د ګل یا دوشنبې ورځ د اسرایل او حماس ترمنځ د اوربند څلورمه او وروستۍ ورځ ده او تمه ده چې اسرایل به نور بندیان او حماس به نور برمته کړي کسان خوشې کړي او د دغه تړون د اوږدېدو غوښتنه کېږي.‌

حماس ویلي دوی دغه تړون اوږد کولای شي خو د اسرایلو لومړي وزیر بین یمین نتن یاهو د اتوار یا یکشنبې په ورځ یو ځل بیا ویلی، چې اسرایل به هغه وخت دغه تړون اوږدوي چې حماس هره ورځ لس نور برمته کړي کسان خوشې کړي.‌

د لومړني تړون له مخې به حماس ۵۰ برمته کړي کسان او اسرایلو ۱۵۰ فلسطیني زندانیان خوشې کول او جګړه به درېدله.

ملګروملتونو د اتوار یا یکشنبې په ورځ ناوخته وویل، چې تر اوسه پورې ټولټال ۳۹ اسرایلیان، ۱۱۷ فلسطینیان او ۱۹ بهرنیان خوشې کړای شوي دي.‌

امریکا، مصر او قطر په څلور ورځني‌ اوربند کې له منځګړیتوب وروسته اوس د اوربند په اوږدېدو کار کوي.‌

د امریکا ولسمشر جو بایډن د یکشنبې یا اتوار په ورځ وویل، "دا زما هدف دی. دا زمونږ هدف دی چې د جګړې دغه وقفه له سبا څخه هم واوړي چې مونږ ووینو نور برمته شوي کسان خلاص شي او غزې ته نوره بشري مرسته ورسېږي."

بایډن همدارنګه د څلور کلنې اسرایلۍ امریکایې انجلۍ د خوشې کېدو هرکلی هم وکړ د چا مور او پلار چې په اسرایلو باندې د حماس د اکټوبر د اومې نېټې په برید کې وژل شوي وو.‌

د ابېګېل ایډن په نامه دغه انجلۍ د هغو ۱۴ اسرایلیانو او درې بهرنیانو په ډله کې وه چې د اوربند په دریمه ورځ د حماس لخوا د سره صلیب نړیوال کمېټې ته وسپارل شول. د دې په بدل کې هغه فلسطینیان خوشې کړای شوي کوم چې د بېلابېلو جرمونو له امله اسرایلو بندیان کړي وو.‌

سپینۍ ماڼې په یو بیان کې ویلي، چې بایډن او نتن یاهو د برمته شویو کسانو د خوشې کېدو په اړه د یکشنبې یا اتوار په ورځ په ټیلیفون خبرې کړي او په جګړه کې یې د وقفې او غزې ته د نورو بشري مرستو په اړه بحث کړي.

دغه لنډ مهاله اوربند د حماس او اسرایلو ترمنځ د روانې جګړې د پیل راهیسې لومړنۍ وقفه ده.

حماس د اکتوبر په اومه نېټه په اسرایلو باندې یو حیرانونکی برید وکړ ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او ۲۴۰ تنه یې له ځانه سره وتښتول.

اسرایلو د دې په ځواب کې هوډ وکړ چې حماس له منځه یوسي او په غزه باندې یې هوايي او ځمکني عملیات پیل کړل چې تر اوسه پورې پکې تر ۱۴۰۰۰ زیات فلسطینیان ووژل شول چې ۴۰ فیصده یې ماشومان دي.‌

د نتن یاهو دفتر هغه ویډیو خپره کړې په کومه کې چې نتن یاهو له غزې څخه د لیدنې پر وخت له اسرایلي سرتېرو سره ویني.

نتن یاهو وايي، "مونږ به هره هڅه وکړو چې خپل کسان راخوشې کړو او د ورځې په پای کې به مونږ هر یو بېرته راولو."

هغه یو ځل بیا وویل، چې اسرایل پلان لري حماس له منځه یوسي او دا باوري کړي چې دوی بیا په راتلونکې کې په اسرایلو باندې برید ونشي کړای.

که څه هم اوربند پر ځای ښکاري خو د فلسطین د روغتیا وزارت ویلي، چې اسرایلي ځواکونو د شپې پر مهال په لویدیځه غاړه کې لږ تر لږه شپږ فلسطینیان ویشتي او وژلي دي.‌

په جګړه کې وقفې اجازه ورکړې چې په غزه کې خلکو ته بشري مرستې ورسېږي او ملګري ملتونه وايي، چې د غزې له دریو څخه دوه برخې خلک چې شاخوا ۱.۷ میلیونه کسان کېږي بې ځایه شوي دي.

د ملګروملتونو د بشري مرستو د تنظیم ادارې د یکشنبې یا اتوار ناوخته وویل، چې د پخلي
لپاره ګاز غزې ته رسېدلی خو اوس هم د خلکو له اړتیا څخه کم دی.‌

د دغه راپور ځینې معلومات له اې پي، فرانس پریس او رویټرز خبري ادارو څخه اخېستل شوي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG