واشنګټن - د سټراټیژیکو مطالعاتو لپاره د افغان انسټیټیوټ مشر داود مرادیان د دغه کانفرانس پرانیستې غونډې ته ویلي، چې دا کال به ګډونوال د افغانستان د راتلونکې په اړه بحث کوي او دا چې ایا طالبان د حل برخه دي او که نه؟
بي بي سي د افغانستان د ملي امنیت شورا د پخواني سلاکار ډاکټر رنګین دادفر سپنتا له خولې راخیستي، د طالبانو لخوا له مخالفینو سره د تعامل جدي وړاندیز نه دی مطرح شوی.
"د طالبانو په اند هغوی یو ټولشموله حکومت جوړ کړی او نور باید ورسره بیعت وکړي او په دې برخه کې هیڅ بدلون ته اړتیا نه لیدل کېږي."
ښاغلی سپنتا وايي، "غواړم ټینګار وکړم چې زما همفکره او زه خپله په ژوره توګه په یوې سوله ییزې، سیاسي او مدني مبارزې باور لرو."
د ملي امنیت شوار پخواني سلاکار له امریکا او ناټو وغوښتل چې له افغانستانه د وتلو وروسته په رامنځ ته شویو پایلو کې خپله ونډه ومني او په افغانستان کې یې د "وضعیت د سمولو" لپاره د نړیوالې همکارۍ غوښتنه وکړه.
د هرات امنیتي کانفرانس ته د پخواني حکومت د ځینو چارواکو، د طالبانو د مخالفانو او د بشري حقونو د فعالانو سربېره د سیمې د هېوادونو یو شمېر استازي هم ورغلي دي.
له پاکستانه د پښتون ملتپالي نېشنل ډیموکرېټېک ګوند چېرمن محسن داوړ له غونډې وروسته له ډیوې سره په خبرو کې ویلي، په افغانستان کې د ټوپک په زور واک ته رسیدلي طالبان له نړۍ څخه په رسمیت پیژندنه غواړي خو تر دې مهاله یې داسې کوم کار ندی کړی چې په کور دننه افغانان یې په رسمیت وپېژني.
"طالبان له بهر څخه د رسمیت پېژندلو په لټه کې دي خو تر اوسه یې د افغانستان له خلکو څخه د رسمیت پېژندلو په اړه فکر نه دی کړی."
یوې بلې پاکستانۍ ګډونوالې بشرا ګوهر ویلي، "دا د افغانستان ښځې دي چې د طالبانو د قبضې په وړاندې په ريښتینې معنی مقاومت کوي همدا اوس د افغانستان دننه او د باندې. نو مونږ باید د دوی مېړانه ومنو ځکه هغوی نه یواځې د خپلو حقونو لپاره مبارزه کوي بلکه دوی په سیمه کې د ټولو ښځو لپاره مبارزه کوي."
بل پلو د افغانستان د ښځو د ملي یووالي چتر د جرمونو نړیوالې محکمې ته په یو پرانیستي لیک کې د طالبانو تر واک لاندې د افغان میرمنو د بشري حقونو څخه د څرګندو سرغړونو په اړه د څیړنې غوښتنه کړې ده.
همداشان دغو فعالانو ویلي چې د طالبانو حکومت د ښځو د حقونو د محدودلو لپاره له ۲۰ زیات فرمانونه چې په کې د ښځو انساني، اقتصادي ، فرهنګي او ټولنیز حقونو څخه سرغړونه شوې صادر کړي دي.
د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې د هرات یولسم دوه ورځنی امنیتي کانفرانس د ګل یا دوشنبې په ورځ پیل شوی چې د هرات پخوانی والي اسمعیل خان هم ورغلی.
ښاغلي اسمعیل خان په افغانستان کې واک ته د طالبانو راتګ یوه "ستره نړیواله دسیسه" وبلله او زیاتوي د دوحې له تړونه ښکاري چې طالبانو ته د واک د سپارلو په برخه کې دوی پر خپلو کړنو پښېمانه دي.
اسمعیل خان دا هم ویلي، چې د ده په اند د مقاومت غړو ترمنځ اختلافات نشته، خو هغه شان چې اړتیا ده شرایط داسې نه دي را ته برابر شوي چې د یو بل ترڅنګ واوسي.
طالبانو تر اوسه د دغې ناستې په اړه څه نه دي ویلي.
Forum