لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

باجوړ: په پولیو ضد څاڅکو ورکوونکې ډلې باندې وسله والو برید کړی 


فائل تصویر
فائل تصویر

پاکستان کې د پولیو پر ضد د پېل شوي کمپاین په وړومبۍ ورځ، افغانستان سره په پوله پرته د خېبر پښتونخوا قبایلي ضلعه باجوړ کې نامعلومو وسله والو په پولیو ضد څاڅکو ورکوونکي ټيم یا ډله وسله والو برید کړی خو پولیس وایي چې دې برید کې چاته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د سیمې نه امنیتي چارواکو وي او ای ډيوه ته ویلي د پولیو په ټیم یا ډله دا برید د ګل/دوشنبې په ورځ د باجوړ واړه ماموند سیمه کې شوی چرته چې زیاتره مهال هدفي وژنې اؤ بمي چاودنې کیږي اؤ د بد امنۍ د زیاتو پېښو پړه پکې وسله واله ډله داعش په غاړه اخلي.

د پولیس سرچینو وینا ده چې دغلته د ماشومانو ته د پولیو د څاڅکو ورکولو لپاره یوه ډله د پولیس په بدرګه کې په فعالیت بوخته وه چې نامعلومو وسله والو پرې ناتاره ډزې کړي خو وایي په دغو ډزو کې پولیو واکسین ورکوونکو کارمندانو یا د هغوی په حفاظت مامورو پولیس ته هیڅ‌ زیان نه دی اوښتی.

د پېښې سره سم په ګڼ شمیر امنیتي ځواکونه واړه ماموند ته رسېدلي ، د سیمې نه یې ګېره تاؤ کړې ده اؤ د لټونې عملیات یې پېل کړې دي خو سرچینې وایي چې د پېښې په تړاؤ هیڅوک نه دي نیول شوي.

دخېبر پښتونخوا د قبایلي ضلعو په ګډون په ګرد پاکستان کې د ګل/ دوشنبې له ورځې څخه د پولیو ضد څاڅکو پينځه ورځنی او په ځينو سیمو کې اووه ورځنی کمپاين پېل شوی اؤ ویل شوي په دې کمپاېن کې به د 74 لکه نه زياتو ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکي ورکول کېږي.

خېبر پښتونخوا کې د پولیو ضد پروګرام خلاف له یوې اوږدې راهسې مقاومت اؤ پروپېګنډې کیږي اؤ د صوبې بیلابیلو سیمو کې وخت په وخت په پولیو ضد څاڅکو ورکوونکو ډلو اؤ د هغوي په حفاطت په مامورو پولیسو وسله وال بریدونه هم شوي دي چې پکې په شلګونو د پولیو ضد کمپاین کارمندان اؤ پولیس عسکر وژل شوي اؤ ژوبل شوي دي.

اکثره وخت په پولیو ضد ډلو د کېدونکو بریدونو ذمه واري څوک په ښکاره ډول نه قبلوي .

د پوليو د مخنيوي د پروګرام ترمخه، پاکستان کې سږ کال تراوسه پورې د پوليو پينځه پېښې مخې ته راغلي دي چې په دې کې درې د خېبرپښتونخوا په بنو ضلعه او دوه د سيند صوبې په کراچۍ کې رپورټ شوي دي.

د دې تر څنګ پاکستان کې سږ کال په ماحولياتي نمونو کې په خېبرپښتونخوا، بلوچستان، سيند او پنجاب صوبو څخه د پوليو 65 مثبتې نمونې موندل شوې دي.

ټاکل شوې ده خېبر پښتونخوا کې د ګل ورځې راهسې پېل شوي د پولیو ضد کمپاين په لومړۍ مرحله کې به په بنو، پېښور، مردان، کوهاټ، ملاکنډ او هزاره ډويژنو کې په ټولو ضلعو کې د پينځوؤ کالو نه د کم عمر 86 لکو اؤ 18254 ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکي ورکول شي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

افغان خبریالان: اوس مو هایبرېډ جرنلېزم ته مخه کړې
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:15 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG