لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد کې د غونډې ګډونوال: موسمي بدلون پاکستان له فوري خطر سره مخامخ کړی دی


په اسلام اباد کې د موسمياتي بدلون او د مطبوعاتو د کردار په اړه يوه غونډه کې ګډونوالو ويلي موسمياتي بدلون د نړۍ بقا ته يو ستر ګواښ دی خو پاکستان يې د فوري خطر سره مخامخ کړی دی.

دا غونډه غېردولتي څېړنېزې ادارې انسټیټیوټ فار سټرېټيجک سټډيز جوړه کړې وه چې پکې پاکستاني حکومتي چارواکو، د موسمي بدلون په اړه ماهرينو او ګڼ شمير صحافيانو ګډون درلود.

د پاکستان د خارجه دفتر وياندې ممتاز زهره بلوچ وي او اې ډيوه ته ویلي چي موسمياتي بدلون يوه نړيواله مسله ده او تېر کال د موسمياتي بدلون له کبله د نقصان د ازالې لپاره په نړيوال مالي فنډ کې پرمختګ شوی او هيله لري چې دغه فنډ به د پاکستان مالي ملاتړ وکړي.

زهره بلوچ وایي حقيقت دا دی چې په نړيواله کچه څومره هم موسمياتي بدلون کيږي په هغه کې د وروسته پاته هيوادونو برخه ډيره کمه ده او د پرمختللو هيوادونو برخه زياته ده، هغه وایي:

"په دې اړه شمار شمېرې ډېرې واضح دي ولې موږ په دې بحث کې نه پرېوزو چې څوک د نړيوالې تودوخې او د ماحول د خيچنوالي زيات زمه دار دي خو تر ټولو مهمه خبره دا ده چې د موسمياتي بدلون د سېوا کيدو مخه به څنګه نيول کيږي".

ماهرين وايي دا خبره په ډاګه ده چې پاکستان د اوبو د کمي اړخ ته په توندۍ سره روان دی او که چېرې دلته اوبه کميږي نو د دې ژور اثر به د پاکستان دننه د خوراک په تحفظ کيږي او د دې امکانات ډېر سنګين دي او سملاسي توجه غواري.

په اسلام اباد کې د سټرېټیجکو مطالعاتو د انسټیټیوټ مشر سهېل محمود وایي، د موسمي بدلون د بدو نتیجو د مخنیوي په لړ کې تګلاره جوړوونکي خو له مخکې ښکېل دي خو وایي د دې سره سره مېډيا هم يو مهم کردار لوبولی شي:

"مېډيا نه يواځې د موسمياتي بدلون په اړه خلکو کې اګاهي خورولی شي بلکې د موسمياتي بدلون ځپلو خلکو مسلې هم را ښکاره کولی شي چې داسې په پاليسۍ جوړوونکو اثرانداز شي".

د تېر 2022م کال په اګست کې د طوفاني بارانونو له کبله د پاکستان زرعي څانګې ته سخت زيان رسېدلی وو او حکومتي شمېرې ښيي چې د سېلاب له کبله 33 ملينه خلک هم متاثره شوي دي او اقتصاد ته يې د 23 بلينه ډالرو نقصان اړولی دی.

د موسمياتي بدلون په اړه کار کوونکي وايي په پاکستان کې 90 فيصده اوبه په زراعتو کې کارول کيږي او په کومه توندۍ سره چې ګليشېر ويلي کيږي نو داسې ښکاري چې په راتلونکو شلو کلونو کې د اوبو دا کچه به نيميايي کمه شي او ابادي به زياتيږي.

د ماحولياتي چاره ماهره عايشه خان وایي، "پاکستان ته د موسمياتي بدلون د مقابلې او دې سره د خپل ځان د موافقت ضرورت دی خو د دې ټولو څيزونو لپاره پيسه پکاره ده کومه چې پاکستان سره نه شته او بايد دا ملک د دې لپاره پیسې راپيدا کړي".

د پاکستان نګران وزيراعظم انوارالحق کاکړ هم د موسمياتي بدلون ستونځه د پاکستان قامي سلامتيا ته يو خطر ګڼلې او ټاکل شوې ده چې هغه به د نومبر په 30مه د متحده عرب اماراتو په دوبۍ ښار کې د موسمياتي بدلون په اړه نړیواله غونډه کې ګډون کوي.

  • 16x9 Image

    وقار احمد

    وقار احمد په اسلام آباد کې د وي او اې ډيوه خبريال دی، په سياسي، تعليمي، روغتیايي، کلتوري او ځانګړو موضوعاتو وېډیو، رېډيو او د ويب لپاره رپورټونه جوړوي. له تېرو 15 کلونو راهیسې د پاکستان له شخصي ټيلیویژن چېنلو او نړيوالې مېډيا سره کار کوي. وقار احمد د پوليټيکل ساینس د ماسټرۍ له ډګري سره سره د ګرافیکس ډیزاین ډګري هم ترلاسه کړې ده.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG