لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد: 22 بې درکه بلوڅ زده کوونکي بيرته ستانه شوي، عدالت د نورو 28 معلومولو حکم کړی


د اسلام اباد هايکورټ د نګران حکومت د کورنيو چارو مرکزي وزير سرفراز بګټي ته لارښوونه کړې د 22 بيرته ستنو شوو زده کوونکو د مور و پلار سره دې وویني او عدالت ته دې رپورټ جمع کړي.

جسټس محسن اختر کیاني نن د شورو/ چهارشنبې په ورځ د بلوڅ زده کوونکو د بیرته راوستلو دپاره جوړ کمېشن په سپارښتنو د عمل کولو قضیې اورېدنه کړې ده.

نګران وزير داخله سرفراز بګټي عدالت ته پېش شوی دی. هايکورټ وزيراعظم هم بللی وو خو اټارني جنرل عدالت ته ويلي وزيراعظم د ملک نه بهر دی.

د وي او اې اردو د خبر ترمخه، اټارني جنرل عدالت ته ويلي، 22 بلوڅ زده کوونکي بيرته راستانه کړی شوي يا راخوشي کړی شوي او د 28 د شناختی کارډ د تفصيل نشتوالي له امله هغوی تراوسه بې درکه دي.

خواست کوونکې وکیلې ايمان مزاري عدالت ته ويلي، "زه یې اوس ګورم د کومو چې دی وايي هغوی راخوشي کړی شوي دي".

جسټس کياني ویلي، د ايين د څلورمې مادې لاندې د حکومت زمه واري ده چې بې درکه کسان راخوشي کړي ساده خبره ده او د بنيادي بشري حقونو معامله ده.

پاکستان کې د تعلیمي ادارو څخه د بلوڅ زده کوونکو په زوره بې درکه کولو او نورو تورونو د پلټنو دپاره تېر کال د اسلام اباد هايکورټ حکم کړی او د کمېشن جوړولو یې ويلي وو کمېشن سږ کال خپل رپورټ عدالت ته وړاندې کړی وو.

د کمېشن په رپورټ کې ویل شوي وو د امنيتي ادارو د رد يا ترديد باوجود د دې خبرې زباني او ليکلي شواهد شته چې قانون نافذونکې او استخباراتي ادارې د بلوڅ زده کوونکو په بې درکه کولو کې ککړې دي.

نوموړي جج د اټارني جنرل نه پوښتنه کړې ټول بې درکه د پوهنتون زده کوونکي دي ايا هغه پاکستانيان نه دي؟ او ټول تورونه په امنيتي ادارو لګي.

نوموړي ویلي، کمېشن ته په کتو معلوميږي په ملک کې کوم قانون نشته د چا څه خوښه شي هغه کوي.

اټارني جنرل بيا عدالت ته ویلي، د کمېشن رپورټ کابينې ته وړاندې شوی او کابينې پرې يوه کميټي جوړه کړې وه، کمېشن ته حکم وو چې د عمل دپاره وړاندېزونه ورکړي.

د رپورټ ترمخه، په اورېدنه کې نګران وزير سرفراز بګټي روسټرم ته رابلل شوی او جسټس کياني ورته ویلي، "که بې درکه کسان معلوم نه شو نو ستا او وزيراعظم پرضد به د مقدمې درج کولو حکم ورکړی شي، په ښکاره درته وايم سيکرټري دفاع او سيکرټري داخله هم زمه وار دي".

جسټس کیاني د بګټي نه پوښتلي د اغېزمنو کورنيو سره ليدو کې به څومره وخت ولګي؟ بګټي ویلي په دوه ورځو کې به ورسره ووينم.

عدالت بګټي ته لارښوونه کړې په دوه اوونيو کې دې د اغېزمنو بلوڅو کورنيو سره وويني او چې څوک په بلوچستان کې دي د هغو ليدو له دې هلته لاړ شي.

نوموړي جج د کورنيو چارووزیر ته لارښوونه کړې د اغېزمنو کورنيو سره د ليدو وروسته به رپورټ عدالت ته وړاندې کړې.

عدالت د قضيې بله اورېدنه د لسمې جنورۍ 2024 پورې ځنډولې ده.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG