لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکا، اسرایل استخباراتي، د قطر او مصر حکومتي چارواکو غزه کې د جګړې د وقفې پر زیاتولو خبرې کړې


د امریکې صدر جو بایډن خپل یو ډېر باوري او زیات اغېز لرونکی چارواکی په دې هیله منځني ختیځ ته د خبرو لپاره لېږلی چې د اسرایلو او حماس تر منځ جګړه کې لنډمهاله کمزورې وقفه یو څه نوره وغزول شي.

اسرایلي او نورو نړیوالو رسنیو هم د سفارتي سرچینو په حواله ویلي چې ویلیم برنز په دوحه کې د اسرایل د استخباراتي ادارې موساد له مشر ډېویډ بارنیا، د قطر او مصر له چارواکو سره لیدلي دي، خو سرچینې وایي دا نه ده معلومه چې د دوی د خبرو څه نتیجه را ووتله.

یوه امریکایي چارواکي وي او اې ته ومنله کړه چې د امریکې د سنټرل استخباراتي ایجنسۍ سي ای اې مشر ویلیم برنز د سه شنبې- نهې په ورځ قطر ته سفر کړی چې د لوړې کچې په خبرو کې برخه واخلي، وایي په هغه کې "د یرغمل شویو په اړه بحثونه هم شامل دي."

دغه چارواکي د موضوع د حساسیت له کبله وي او اې ته د نوم نه ښودلو په شرط خبرې کړې. سي ای اې ډېر کم د خپل مشر د بهرني سفر په اړه خبرې کوي، د دې سفر په اړه یې هم له تبصرې ډډه وکړه او دا خبر لومړی واشنګټن پوسټ ورځپاڼې خپور کړی وو.

د اکتوبر په اوومه د حماس له برید وروسته چې په اسرایل کې یې شاوخوا 1200 کسان ووژل، د امریکا اعلی چارواکو په ژبه او وسلو دواړو د اسرایل ملاتړ کړی دی، خو په وروستیو څو اوونیو کې په غزه کې د اسرایل د پرله پسې بمبارۍ له کبله پر صدر بایډن د ډزبندۍ لپاره فشار زیات شوی دی.

یوې امریکایي سرچینې رویټرز خبري‌ ایجنسۍ ته ویلي چې د امریکا، اسرایل، قطر او مصر د مشرانو دا ناسته "په انساني بنیاد د وقفې تړون لا نور پسې غزول او په راتلونکې مرحله کې د ممکنه تړون په اړه نور بحثونه پیل کول دي".

وایټ هاوس د حماس له خوا د ټولو شاوخوا 240 یرغمل شویو کسانو د خوشي کېدو لپاره هم فشار راوړی او د پینځه ورځنۍ ډزبندۍ ستاینه یې کړې چې په نتیجه کې یې تر 70 زیات کسان د 150 فلسطیني بندیانو په بدل کې خپلو کورنیو ته ستانه شول.

د امریکې په جارج ټاون پوهنتون کې استاد او د سي ای اې پخوانی اعلی افسر پاول پیلر وایي، "دا وخت د ادارې [سي ای اې] ښکاره هدف دا دی چې په جګړه کې د وقفې موده وغزول شي او چې څومره ممکنه وي‌ هغومره ډېر یرغمل کسا خوشي شي".

ښاغلي پیلر وي او اې ته وویل د سي ای اې مشر ویلیم برنز د اسرایل او حماس تر منځ د ډزبندۍ د غزولو په کار کې د مرستې لپاره وړ کس دی ځکه چې وایي هغه خپله د استخباراتي ادارې تر مشرۍ مخکې سفارتکار پاته شوی دی، پیلر وایي، "هغه په امریکا او بهر کې یو ډېر تکړه او ډېر محترم ډیپلومېټ دی".

دا په تېره یوه میاشت کې منځني ختیځ ته د سي ای اې د مشر دویم سفر دی. یوه امریکايي چارواکي وي‌ او اې ته وویل، د نومبر په لومړیو کې هم هغه د حکومتونو او استخباراتي ادارو له مشرانو سره د خبرو لپاره څو هیوادونو ته تللی وو چې مقصد یې د یرغمل کسانو د خوشي کولو او د اسرایل- حماس د جګړې د خپرېدو د مخنیوي په اړه بحثونه وو.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG