لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان د ونډو بازار په ريکارډ کچه سېوا کېدو ملکي اقتصاد او ولس ته کومې ګټې رسي؟


اقتصاد پوهان وايي، د يو هيواد د ونډو بازار يا سټاک اېکسچېنج په بره تلل په ملک کې د پانګونو او مثبت اقتصاد د ښه والي څرګندونه کوي خو د پاکستان د د ونډو بازار تاريخ دا پاتې شوی چې په دې کې د لنډې مودې دپاره پانګونې وشي پانګه وال پکې ګټې وکړي، ملکي اقتصاد ته ترې د ټېکس په برخه کې وقتي ګټه ورسي خو عام ولس او روزګار ته یې ډېرې ګټې نه وي.

د پاکستان د ونډو باراز نن د شورو/ چهارشنبې په ورځ په ريکارډ کچه په بره تللی دی.

د ونډو بازار په وېب پاڼه د ورکړی شوو شمېرو ترمخه، نن د ونډو بازار کې د سر د 100 کمپنو کاروباري پېل د 60703 پواينټونو سره شوی او وروسته بيا د 61534 پواينټونو پورې رسېدلی وو، خو مازيګر په څلور بجې بيا د ونډو بازار 60501 پواينټونو ته راټيټ شوی وو.

اقتصاد پوهان وايي، د پاکستان د ونډو بازار په بره تلو بنيادي علتونو کې د نړیوالې مالياتي ادارې (آي اېم اېف) نه د پاکستان د پور د پروګرام د دويم قسط ترلاسه کېدو هيلي، په شرحه سود کې د کمي اوازې او د سياسي حالاتو په حواله سم خبرونه دي.

اقتصادپوه جرنلسټ طاهر امين وايي، "د ونډو بازار په بره تللو بنيادي وجه د جولايۍ په میاشت کې د پاکستان د آی اېم اېف سره د پور د پروګرام تړون کېدل وو، د پانګه والو باور ورسره ښه شوی دی، بل ويل کیږي چې راتلونکې میاشت د پاکستان شرحه سود چې دا وخت 22 فيصده دی داسې شرحه سود د پينځو تر اووه فيصده پورې کم شي".

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وویل، پانګه وال په راتلونکې کې د شرحه سود کمېدو او ملک کې د انتخاباتو کېدو سره سياسي حالاتو ته په کتو پانګونې کوي پانګونې یې سېوا کړي ځکه د ونډو بازار د ښه کېدو په لور روان دی.

نوموړي زیاته کړه، "د پانګونو سېوا کېدو د ونډو بازار ښه کېدو او بره تلو له امله ملک ته پانګونې راځي، روزګار او پېداوار به ښه شي، د پاکستان صادرات ورسره ښه کېدی شي غربت ورسره کمېدی شي. او که حالات داسې روان وي نو د بهر نه به پانګه وال پاکستان ته راځي ډالر به بهر نه ځي او چې ډالر ملک ته راځي نو په روپۍ به ورسره فشار کميږي".

خو بل اقتصاد پوهه جرنلسټ وکیل الرحمان وايي، د ونډو بازار په بره تللی خو "اوس به دا کتل وي چې پانګه والو د ونډو په بازار کې د اوږدې مودې دپاره پانګونې کړي که د لنډې مودې دپاره".

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وویل، "که د اوږدې مودې پانګونې شوي وي نو د صنعت و کاروبار په برخه کې د پیداواري طلب سېوا کېدو سره د روزګار موقعې پېدا کېدی شي".

خو ورسره هغه زياته کړه، "د پاکستان د ونډو بازار ريکارډ تل د لنډې مودې پاتې شوی پانګه وال حالاتو په کتو د لنډې مودې پانګونې وکړي او د ونډو بازار بيا په ښکته لاړ شي".

د وکیل الرحمان په خبره، "دا وخت هم پاکستان کې خلکو د جايدادونو او ځمکو د کاروبارونو په ځای پېسې د ونډو بازار ته راوړي دي ځکه د ونډو بازار په بره روان دی، فوري ګټه یې ملک ته د ټېکسونو په برخه کې ترلاسه کيږي، عام ولس ته یې نېغ په نېغه ګټه نه رسي که چرته د اوږدې مودې پانګونې وشي صنعت ورسره ښه شي، نو د روزګار موقعې ورسره سېوا کېدی شي خو دا به کتل وي چې په راتلونکې کې څه کيږي".

اقتصاد پوهان وایی د ونډو بازار په بره تلل د ملک دننه د اقتصاد مثبت فعالیتونه ضرور څرګندوي خو دې سره په روپۍ سمدست نېغ په نېغه هيڅ اثر نه پرېووځي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG