لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا هغو افغانانو ته چې په پاکستان کې ځورول کېږي د مرستې ټیلیفون شمېره ( هاټ لاین) اعلان کړی


واشنګټن – د پاکستان پولیس له داسې تورونو سره مخ دي، چې افغان کډوال په غیر قانوني توګه بنديان کوي، ډبوي، ربړوي او په جنسي توګه یې ځوروي.

له افغان کډوالو سره دا ناوړه چلند د پاکستان د حکومت د هغه کمپاین برخه ده چې غواړي دوی مجبور کړي چې خپل هېواد ته ستانه شي.

په امریکا کې مېشت د بشري حقونو د څار ډلې د شورو یا چهارشنبې په ورځ په یو بیان کې ویلي، "پولیسو او نورو چارواکو په ګڼ شمېر کسان نیولي، د هغوی جایدادونه او ساروي یې اخیستي او د زرګونو افغان کډوالو او پناه غوښتونکو د پېژندنې اسناد یې له منځه وړي چې هغوی وباسي."

په بیان کې وړاندې راغلي، "افغان مېرمنو د بشري حقونو څار ډلې ته ویلي، چې پاکستاني پولیسو ځینې وخت افغان مېرمنې او انجونې په جنسي توګه ځورولي او د جنسي تیري ګواښونه یې ورته کړي."

د بخښنې نړیوالې ادارې یا امنیسټي انټرنېشنل هم د پولیسو لخوا د شپې په بریدونو کې د کډوالو ښځو د ځورولو راپورونه ورکړي.

په برتانیه کې مېشتې د بشري حقونو دغې ډلې د بشر د حقونو د یوې ښځینه وکیلې له خولې ویلي، چې "زیاتره ښځې د شپې لخوا له بورقو (چادریو) سره خوب کوي ځکه دوی د شپې لخوا د نارینه پولیسو له بریدونو وېرېږي."

د راپورونو له مخې، له هغو افغانانو چې په پاکستان کې یې د ویزو وخت پوره شوی د ویزو د وخت اوږدولو یا تمدید لپاره ترې تر ۸۰۰ زیات ډالر اخېستل کېږي او یا شړل کېږي.

امنیسټي انټرنېشنل ویلي، "د لاهور په اکبري منډۍ کې په شخصي جامو کې خلک چې ځان ته یې پولیس ویل، افغان سوداګر تالاشي کړي او د ۱۷۵۰ ډالرو برابرې پاکستانۍ روپۍ یې ترې اخیستي.‌

په ملګروملتونو کې د بشري حقونو مشر والکر ترک د دې راپورونو په اړه د خطر زنګ وهلی او له اسلام اباد څخه یې غوښتي چې د افغان کډوالو د ویستلو کمپاین دې ودروي.

یو کډوال د ملګروملتونو د بشري حقونو ادارې ته ویلي، "د سیمې پولیسو د شپې لخوا زمونږ په کور باندې حمله وکړه." او زیاته یې کړه، "دوی پیسې، طلاوې، اوزې، پسونه او نور شیان زمونږ له کوره واخیستل او له ځان سره یې یوړل."

د کډوالو د شړلو سبب:

پاکستاني چارواکو په اکټوبر کې اعلان وکړ چې ټول هغه بهرنیان چې ویزې او اجازه نامې و نه لري په یو لنډ وخت کې به وویستل شي.‌

که څه هم پاکستاني چارواکي افغانان په جرمونو او امنیتي پېښو کې ښکېل ګڼي خو پوهان وايي، اسلام اباد په لوی شمېر کې د کډوالو د ویستلو له لیارې غواړي په افغان طالبانو باندې فشار راوړي چې د دوی امنیتي غوښتنې ومني.

اسلام اباد دعوه کوي چې پاکستاني طالبان په افغانستان کې پټنځایونه لري او له هغې ځایه په افغانستان کې ترهګر بریدونه تنظیموي. افغان طالبان دغه تورونه ردوي.

امریکا مېشته د نړیوال بحران ډله یا انټرنېشنل کرایسس ګروپ په روانه میاشت کې راپور ورکړی و چې "په لوی شمېر کې د کډوالو ویستل له طالبانو سره د پاکستان د حوصلې د ختمېدو نه سرچینه اخلي او دا خپله د کډوالو لخوا له کوم خطر سره اړیکه نه لري."

مرستندویه ادارو خبرداری ورکړی چې په ډلیزه توګه د کډوالو ویستل په ځانګړي ډول په دې سړې هوا کې به په افغانستان کې لا له مخکې څخه شته ناوړه بشري ناورین نور هم خراب کړي.

په پاکستان کې د نېږدې درې ملیونو افغانانو څخه نیمايي یې د ملګروملتونو لخوا د کډوالو په توګه راجستر شوي.‌

ملګروملتونو راپور ورکړی چې تر ۳۷۰۰۰۰ زیات افغانان له پاکستان څخه افغانستان ته ستانه شوي دي.‌

د امریکا هاټ لاین:

کابو ۲۵۰۰۰ هغه افغانان چې په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له راتګ څخه دمخه یې په افغانستان کې د امریکا او نړیوالو پروګرامونو لپاره کار کړی وو امریکا ته د تګ اسناد جمع کړي.‌

هغه افغانان چې د امریکا کونسلي چارو ته اړتیا لري باید یو دریم هېواد ته سفر وکړي، لکه پاکستان ځکه په کابل کې د امریکا سفارت لا تړلی دی او واشنګټن دا رد کړې چې په ډیپلوماټیک ډول د طالبانو رژیم په رسمیت وپېژني.‌

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دا اونۍ د هغو افغانانو لپاره د مرستې یوه بېړنۍ شمېره یا هاټ لاین اعلان کړ کوم چې امریکا ته د راتګ په تمه دي خو د پاکستان لخوا د شړل کېدو او یا نیول کېدو له ګواښ سره مخ دي.‌

د بهرنیو چارو وزارت دې پوښتنو ته ځواب نه دی ویلی چې دا هاټ لاین به څه ډول خدمات ترسره کوي خو دغه هاټ لاین شمېرې ته د واټس اپ له لیارې له استونکو کسانو څخه په اتومات ډول د شخصي پېژندنې،‌ نېټې او د نیول شویو کسانو د ځای په اړه پوښتنه کېږي چې چېرې نیول شوي دي.‌

د هاټ لاین په یو ځواب کې لیکل شوي، "مسېجونو ته به د رسېدو په ترتیب سره ځواب ویل کېږي."

د بشری حقونو ډلو له امریکا او نورو لویدیځو هېوادونو غوښتي چې له پاکستان څخه دې د افغان کډوالو د اسنادو د پراسس کولو چارې ګړندۍ کړي چې بېرته افغانستان ته له استولو او شکنجه کولو څخه بچ پاتې شي.‌

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG