امنیتي سرچینې وایي له افغانستان سره په پوله پرته د خېبر پښتونخوا قبایلي ضلعه خېبر کې وسله والو په امنیتي ځواکونو برید کړی چې پکې درې عسکر ژوبل شوي دي.
د سیمې نه امنیتي سرچینو وي او ای ډیوه ته ویلي دا برید د شورو یا چهارشنبې په ورځ د خېبر د لرې پرتې سیمې په باغ علاقه کې په امنیتي سرتېرو شوی چې پکې درې عسکر ژوبل شوي دي.
سرچینې وویل له برید وروسته وسله وال له سیمې تښتېدلي اؤ امنیتي ځواکونو د هغوي د لټون لپاره د سیمې نه ګېره اچولې ده.
په سمدستي توګه د دې برید پړه چا پغاړه نه ده اخېستې خو په نزدې وختونو کې چې په خېبر پښتونخوا کې په امنیتي ځواکونو څومره بریدونه شوي هغې کې د زیاترو ذمه واري تحریک طالبان پاکستان قبلوله کړې ده.
په خېبر پښتونخوا کې په تېرو څو ورځو کې د وسله والو بريدونه زيات شوي دي اؤ څيړونکي وايي د ترهګرۍ دا نوې لړۍ ښیي چې په راتلونکې کې به په دې صوبه کې ناامني نوره هم زیاته شي.
د خېبر پښتونخوا د ترهګرۍ ضد محکمې د یو تازه رپورټ له مخې د روان کال په اوږدو کې تر اوسه په پښتونخوا صوبه کې د ترهګرۍ 806 پېښې مخې ته راغلي دي چې دې کې 246 پولیس په نخښه کړل شوي دي.
د ساوتهـ اېشين ټېروریزم پورټل نومي ویبپاڼې ترمخه په پاکستان کې سږکال 798 د ترهګرۍ پېښې رپورټ شوې دي، چې دې کې 555 عام وګړي، 564 د امنيتي ادارو عسکر او 717 وسله وال وژل شوي دي.
روان کال په خېبر پښتونخوا کې په ترهګریزو بریدونو کې 177 عام وګړي، 291 د امنيتي ادارو اهلکار او 353 وسله وال وژل شوي دي.
د څېړونکو په وېنا له ټي ټي پي سره سره داعش خراسان ډلې هم بريدونه سېوا کړي دي، چې دا به د پاکستان په راتلونکو ټولټاکنو کې يو لوی چېلنج وي.
څېړونکی او خبريال لحاظ علي وايي په دې وروستيو کې د خېبر پښتونخوا په قبايلي او جنوبي ضلعو کې د وسله والو بريدونه زيات شوي دي اؤ دا ښیي چې راتلونکې کې به صوبه کې د بد امنۍ لړۍ لا پسې چټکه شي.
وي او ای ډیوه سره خبرو کې ښاغلي لحاظ علي وایي"داعش يو څو ورځې وړاندې د سياسي او انتخابي عمل خلاف يو پلان جاري کړی او په هغه کې یې ويلي چې انتخابي عمل د دې نظام د سمولو د پاره سم نه دی، داعش هم د دې خلاف دی او ټي ټي پي هم د دې عمل خلاف دی، نو کېدای شي دوی د خپلې سټرېټجي عملي کولو د پاره سياسي ګوندونه په نخښه کړي"
د پاکستان چارواکي وخت په وخت تورونه لګوي چې په افغانستان د واکمنو طالبانو حکومت افغانستان کې د پاکستان ضد ترهګرې ډلې ټي ټي پي ته خوندي ځالې ورکړې دي اؤ هغوي د افغانستان د خاورې نه پاکستان کې بریدونه پلانوي خو د طالبانو حکومت بیا د پاکستان دا تورونه ردوي اؤ وایي ټي ټي پي د پاکستان خپله مسله ده باید افغانستان غاړې ته یې وا نه چوي.
Forum