لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د نوبل د سولې جایزه ګټونکی د امریکې د بهرنیو چارو پخوانی وزیر هینري کسینجر د سل کلنۍ په عمر مړ شو


د اویا په لسیزه کې د امریکې د دوو پخوانیو ولسمشرانو ریچرډ نیکسن او جیرالډ فورډ په واکمنۍ کې د بهرنیو چارو پخوانی وزیر هینري کسینجرد د 100 کلونو په عمر په کنیکټیکټ ایالت کې پخپل کور کې مړ شو.

د هینري کسینجر د مړینې خبر د هغه مشاورتي ادارې د چارشنبې- شورو په ورځ ورکړی خو د هغه د مړینې علت یې نه دی ویلی.

کسینجر یو کامیاب سفارتکار ګڼل کېده چې په 1973مې کال کې یې له ویتنام سره د امریکا د جګړې په ختمولو کې د رول تر سره کولو له کبله د شمالي‌ ویتنام له «لې ډک ټو» سره یو ځای د نوبل د سولې جایزه هم ګټلې وه، خو لې ډک ټو له دې کبله له جایزې انکار کړی وو چې وایي‌ له ډزبندۍ سرغړونه کېږي.

هینري کسینجر د یوعالم په توګه پېژندل کېږي چې په 1923م کال کې په جرمني کې د یهودانو په یوه کورنۍ کې زېږیدلی وو، خو په جرمني کې پر یهودانو د نازي جرمني حکومت د ظلمونو له کبله په 1938م کال کې د پینځلس کلنۍ په عمر امریکې ته را کډه شوی وو.

د امریکې پخواني صدر ریچرډ نیکسن په 1969م کال کې کسینجر د ملي امنیت د سلاکار په توګه وټاکه چې د امریکې په بهرني سیاست کې د هغه د زیات اغېز لرلو سبب شو.

له ریپبلکن ګوند سره تړاو لرونکو ولسمشرانو نیکسن او فورډ دواړو په واکمنۍ کې چې کسینجر د بهرنیو چارو وزیر وو، دوی یې پر نړیوال سیاست د ژور نظر او اقداماتو منونکي وو خو د ده له سفارتکارۍ سره ځینې لانجې هم تړلې وې.

هینري کسینجر د یو قدامت پسند مفکر په توګه د امریکې په بهرني او امنیتي سیاست کې د څو لسیزو لپاره بنیادي کردار تر سره کړ، چې د هغه په هڅو امریکې له چین سره اړیکې پیل کړې او د پخواني شوروي اتحاد د پرمختګ مخه یې ونیوله.

هینري کسینجر د سفارتکار په توګه په منځني‌ ختیځ کې هم ډېرې کامیابۍ تر لاسه کړې وې، چې په هغوی کې په ۱۹۷۵م کال کې د اسرایل او مصر تر منځ د «صحرای سینا» په تړون کې رول او د عربو او اسرایلو تر منځ د امن هڅې شاملې دي.

هینري کسینجر په نړۍ کې د کامیابیو پر تر لاسه کولو برسېره یو لانجمن شخصیت ګڼل کېږي، ناقدین یې پر هغه تور لګوي چې په کمبوډیا کې یې د کارپټ بمبارۍ اجازه ورکړې وه.

دا تور هم ورباندې لګېږي چې د پاکستان د هغه وخت په ختیځه برخه کې یې- چې اوس بنګله دېش ګڼل کېږي- د پاکستان د پوځي حکومت د اقدامات ملاتړ کړی وو او په ارجنټاین کې یې د ریاستي پالیسۍ د مخالفینو خلاف د اقداماتو په مخنیوي کې ډېر کم کردار تر سره کړی وو.

کسنجر د امریکې په پوځ کې هم کار کړی وو او د دویمې نړیوالې جګړې په وخت د پوځ له انفینټري یا پیاده ځواک سره یورپ ته تللی وو. د ده په وینا په دویمه نړیواله جګړه کې هیڅ اخلاقي ابهام نه وو.

هینري کسنجر له جګړې وروسته د امریکې مشهور هارورډ پوهنتون ته لاړ او د بېچلر ډګري یې تر لاسه کړه، هغه وروسته یې له همدې یونیورسټۍ ماسټري او بیا پي ایچ ډي وکړه او په همدې پوهنتون کې یې د استاد په توګه هم دنده تر سره کړه.

هینري کسینجر په پوهنتون کې د استاد په مهال کتابونه هم لیکلي وو، چې شمېر یې تر یو درځن زیات دی او په هغوی کې مهم یې د «ډیپلومېسي اینډ ورلډ آرډر» دی او وروستی کتاب یې «لیډرشپ» په تېر 2022م کال کې چاپ شوی وو.

د کسینجر له لومړۍ میرمنې این فلایشر څخه د هغه دوه اولادونه او پینځه لمسیان دي او دویمه مېرمن یې نېنسي‌ ژوندۍ ده، له هغې سره یې په 1974م کال کې واده کړی وو.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG