لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بلوچستان ګورنر د چمن پرلتوال "پرامنه" بللي، خو جان اڅکزی وايي "پرلت پاکستان مخالف پلېټ فارم جوړيږي"


د بلوچستان ګورنر ملک عبدالولي کاکړ پرون د شورو/ چارشنبې په ورځ د چمن د پرلتوالو سره خبرې کړي او ویلي يې وو، "دغه خلک پرامنه ناست دي تر اوسه یې قانون په لاس کې نه دی اخستی"، د پرلت غوښتنې یې اورېدلي او د مرکزي حکومت سره به پرې خبرې کوي، خو نن د صوبې د اطلاعاتو نګران وزیر جان اڅکزي ویلي، "په چمن کې روان پرلت د پاکستان مخالفه پلېټ فارم جوړيږي".

د بلوچستان صوبې د اطلاعاتو څانګې په فېسبوک پاڼه د جان اڅکزي بيا خپور کړی دی. اڅکزي ویلي، "په چمن کې روان پرلت د پاکستان مخالفه پلېټ فارم جوړيږي، د پي ټي اېم (پښتون ژغورنې غورځنګ) په څېر پاکستان مخالفه ډلې پرلت هايي جېک کوي".

په چمن کې روان احتجاجي پرلت ته وخت په وخت سیاسي مشران ورغلي او د نهې/ سه شنبې په ورځ د پي ټي اېم مشر منظور پښتين هم د چمن پرلت ته ورغلی، پرلت ته په وينا کې یې ویلي وو، "د افغانستان سره د ډېورنډ په کرښه په پاسپورټ د تګ راتګ نه منلو د چمن د خلکو غوښتنه اوس د ټول پښتون قام غوښتنه جوړه شوې ده".

پښتين ویلي وو، "پښتون قام افغانستان سره په تورخم، انګور اډه، غلام خان، ډنډي پټان او په ناوا پاس ټولو لارو د ځايي خلکو دپاره پاسپورټ او ويزه نه مني او دغه لارې بندول به په لکونو پښتانه د خپلوانو څخه بيل کړي او په اقتصادي توګه به یې بې روزګاره کړي".

د پاکستان حکومت د وړومبي نومبر څخه په چمن پوله د افغانستان سره تګ راتګ دپاره پاسپورټ او ویزه لازمي کړي دي.

د يادې فېصلې پرضد په چمن کې د 41 ورځو راهسې پرلت روان دی او غوښتننه کوي، پاکستان دې د سیمې د خلکو دپاره د چمن په پوله د افغانستان سره تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزې پرېکړه واپس واخلي.

جان اڅکزي ویلي، "د ولس د جمهوري حق په توګه کومه غوښتنه کې د پاکستان ضد کرکه خوروونکې ويناګانې او خلک د رياست پرضد راپارول نه شي شاملېدی".

اڅکزي خبرداری ورکړی، "که د پرلت منتظمين د پي ټي اېم د شر ډکې بيانيې سره ولاړ دي نو د وېش منډۍ کاروبار دې هېر کړي".

پرون د بلوچستان صوبې ګورنر ملک عبدالولي کاکړ په چمن کې له پرلت والو سره خبرې کړې او ويلي يې وو، د پرلت غوښتنې یې اورېدلي، په دې اړه به له مرکزي حکومت سره خبرې وکړي چې د سيمې خلکو ته پر پوله د کاروبار لپاره څنګه اسانتیاوې جوړېدای شي.

هغه ويلي وو، "دغه خلک پرامنه ناست دي تر اوسه یې قانون په لاس کې نه دی اخستی، زه دا کوشش کوم چې د دوی د دې مجلس [پرلت] نمايندګي وکړم او دا تر اعلی چارواکو پورې ورسوم چې حکومت کومه پرېکړه کړې ده پر دغه د دې صوبې او مرکز په منځ کې د يوه پول کردار ادا کړم".

کاکړ زياته کړې وه، دغه مسله حل کېده غواړي، د ده په وینا دا ټول ولس "د رياست بچیان دي رياست يو قسم د مور پلار درجه لري"، او زياته کړې یې وه، رياست له پکار دي چې له دغو خلکو ګټه واخلي.

په چمن کې د روان پرلت د کمېټۍ وياند ويلي، پرلت به یې د غوښتنو تر منل کېدو پورې روان وي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG