لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

لاهور: د لمز پوهنتون پروفېسرانو د افغان کډوالو ايستلو د پرېکړې ضد سپريم کورټ ته خواست کړی


د پاکستان د پنجاب صوبې د لاهور يونيورسټي اف منېجمنټ ساينسز (لمز) پوهنتون شپږو پروفېسرانو سپريم کورټ ته خواست کړی چې د پاکستان مرکزي حکومت يا صوبايي حکومتونو د افغان کډوالو د ایستلو کومه پرېکړه کړې، دا د پاکستان د ايين او نړيوال قانون ضد ده.

د پروفېسرانو وکیل قانون پوه ميا سميع الدين وي او اې ډیوه ته وویل، ده د پروفېسرانو خواست نن په سپريم کورټ کې جمع کړی، سبا به معلومه شي چې سپريم کورټ پرې کوم ځواب کوي.

نوموړي وويل، په خواست کې ویل شوي "که افغان کډوال د پاکستان تابعيت يا شهريت نه لري هم، نو د دوي بیا هم دلته ځينې حقونه شته".

هغه زياته کړه، "ملګرو ملتونو او ادارو یې ویلي، که دا ټول افغانان بيرته لېږل کيږي نو په دوی کې ځينو ته په افغانستان کې خطره ده، ډېر د پخواني افغان حکومت چارواکي، ښځې او ماشومان او يا جرنلسټان او د بشري حقونو فعالان، دوی ټولو ته خطره ده، نو ځکه دوی ټول داسې په يو ځای لېږل د نړیوال قانون خلاف دي".

سميع الدين وویل، په خواست کې ویل شوي چې "مرکزي حکومت دې د افغان کډوالو ايستل ودروي او د دوی ټولو يو يو قضيې دې وګوري، چې چا چاته خطره ده، د دوی دلته د کډوال په توګه پاتې کېدوحق جوړيږي که نه، او د قانون مطابق دې دوی بيا دلته ايسار کړي او يا دې واپس وليږي".

نوموړي زياته کړه، "د پاکستان د ايين نهمه، 14مه او (لسم اې) مادې دا حق ورکوي هغو ته هم چې غېر ملکیان وي، په نهمه ماده کې د ژوند حق دی، په 14مه ماده کې بشري احترام او د تشدد نه د تحفظ حق دی، نو که په دې ملک کې د تشدد اجازت نشته د ژوند کولو حق شته نو حکومت څوک هم بهر نه شي لېږلی چې ژوند ته به یې خطره وي".

هغه وويل، "د ايين په لسمه اې ماده کې هر تن ته دا حق حاصل دی چې هغه ته موقع ترلاسه شي چې هغه د کډوال په حېث خپله قضيه وکړي يا دې حکومت د د دوی د يو يو قضيه وګوري او غېر قانونه دې ثابت کړي د هغې پس دې دا فېصله وشي چې دا کس بيرته لېږل دي که نه دي لېږل".

پاکستان د اکتوبر د 31مې نېټې پورې غېر قانونه غېر ملکيانو ته د وتلو وخت ورکړی او د لومړي نومبر څخه د افغان کډوالو ويستلو لړۍ پېل شوې ده.

ملګرو ملتونو، نړیوالو ادارو، افغانستان کې واکمنو طالبانو او پاکستان کې پښتنو سياسي او مذهبي ګوندونو د پاکستان نه د دغه پرېکړې بيرته اخستو غوښتنه کړې وه.

خو پاکستان ویلي د غېر قانونه غېر ملکیانو د ايستلو پرېکړه يواځې د افغان کډوالو دپاره نه ده د ټولو غېر قانونه غېر ملکيانو دپاره ده.

د لمز پوهنتون د پروفېسرانو نه وړاندې د ملي جمهوري غورځنګ مشر محسن داوړ، د پاکستان پيپلز ګوند فرحت الله بابر، د جماعت اسلامي سېنېټر مشتاق احمد خان، د بشري حقونو فعالانو امنه مسعود جنجوعه، قانون پوهه جبران ناصر، ايمان مزاري او نورو هم سپريم کورټ ته خواست کړی او د غېر ملکيانو د ايستلو پرېکړه یې د ايين د ارټيکل 184 (3) لاندې چېلنج کړې وه.

په ياد خواست کې عدالت ته ويل شوي وو، مرکزي حکومت ته دې لارښوونه وکړي، د شهریت د قانون 1954 سيکشن (4) ترمخه دې په پاکستان کې زېږېدلي کسان چې د شهريت يا تابعيت د دعوې حق لري، په زوره ونه ايستل شي، او نه دې وځورول شي.

د سپریم کورټ رجسټرار دفتر په ياد خواست اعتراضونه کړي او رد کړی یې وو، چې په خواست کې په ګوته شوې مسلې شخصي دي، ولسي اهميت نه لري او د ايين لاندې د بشري حقونو سره یې تعلق نشته.

خو بيا سپريم کورټ د رجسټرار دفتر اعتراضونه رد کړي او حکم یې کړی د افغانانو ستنولو خلاف د خواست قضيه دې په پرانستي عدالت کې واورېدل شي.

پينځه ورځې وړاندې د پاکستان د کورنيو چارو نګران وزير سرفراز بګټي ويلي وو، "تراوسه پورې خواوشا درې لکه افغان کډوال بيرته افغانستان ته ستانه شوي، او په راتلونکې يوه مياشت کې دنننه به د کډوالو ايستلو عمل سرته ورسي".

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG