د حماس لخوا د اکټوبر د اوومې نېټې د ناڅاپي حملو د قربانیانو کورنۍ او د دې حملو نه ژوندي پاته شوي کسانو د جرائمو د عالمي عدالت وکیل کریم خان ته بلنه ورکړې چې اسرایل ته سفر وکړي، او د جرائمو عاملي عدالت (آی سي سي) د زیارت/پنجشنبې په ورځ وویل چې هغه په دې بلنه اسرایل ته تللی دی.
آی سي سي په اېکس (پخواني ټوېټر) باندې ولیکل: "دا سفر، که څه هم په ذات کې تحقیقاتي اړخ نلري، مګر یوه اهم فرصت څرګندوي چې له ټولو زیان لیدونکو سره خواخوږي څرګنده شي."
آی سي سي دا هم ویلي چې کریم خان به د اسرایل نه پس، په مقبوضه غربي غاړه کې رام الله ښار ته هم ولاړ شي او هلته به له جګپوړو فلسطیني چارواکو سره ملاقات وکړي.
د اکټوبر د اوومې نېټې په ناڅاپي حملو کې، د حماس ډلې وسله والو شاوخوا ۲۴۰ تنان د اسرایل د جنوبي علاقو نه ځان سره یرغمل یووړل. اسرایلي چارواکي وایي چې په دې حملو کې قریب ۱۲۰۰ کسان ووژل شول چې اکثریت یې عام وګړي و.
د دې حملو په جواب کې، اسرایل ژمنه وکړه چې حماس به ختموي، او دې سره یې د فضا، سیند، او ځمکې د لارې په غزې باندې پراخ پوځي عملیات پیل کړل. حماس سره متعلق د غزې د صحت چارواکي وایي چې د اسرایلي ځواکونو په حملو کې د پېنځلس زرو (۱۵۰۰۰) زیات کسان وژل شوي دي.
په ۲۰۰۲ کال کې د جرائمو د عالمي عدالت یا آی سي سي د جوړېدو نه پس، دا عدالت د نړۍ یوازېنی آزاد عدالت دی چې د نسل وژنې، جنګي جرمونو، او د انسانیت په وړاندې د درندو جرائمو تحقیقات کوي.
دغه عدالت د اسرایل، حماس او نورو فلسطیني ډلو د ممکنه جنګي جرائمو دپاره په ۲۰۲۱ کال کې تحقیقات پیل کړل.
د دې عدالت وکیل، کریم خان مخکې ویلي دي چې دغه تحقیقات اوس "د هغو تشدداتو او دښمنو په اړه هم غځېدلي کوم چې د ۲۰۲۳ کال په اکټوبر میاشت کې ترسره شول.
Forum