لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ: له بلوچستان صوبې څخه د ورځې په سر د لسو زرو افغان کډوالو ايستلو هدف ورکړل شوی


له افغانستان سره په پوله پرتې د پاکستان د بلوچستان صوبې چارواکو پولیس او نورو قانون نافذونکو ادارو ته، د ورځې په سر د لسو زرو افغان کډوالو ايستلو هدف ورکړی دی.

د اېسوسي اېټډ پرېس خبري ادارې ترمخه، یاده پرېکړه په غېر قانوني توګه مېشتو خلکو ايستلو د بهير چټکولو دپاره شوې ده.

چارواکو ويلي، کوم خلک چې ايستل کیږي، داسې ښکاري په دوی کې د نيولو څخه بچ کېدو دپاره ځينې د پاکستان لرې پرتو سیمو ته تللي دي.

اېسوسي اېټډ پرېس د بلوچستان صوبې د اطلاعاتو نګران وزیر جان اڅکزي له قوله ویلي، پوليس ته د غېر قانونه افغان وګړو د نيولو دپاره امر شوی او په يوه ورځ کې ورته د لسو زرو غېر قانونه کډوالو ايستلو هدف ورکړی شوی دی.

ويل شوي دا پرمختګ په داسې حال کې شوی چې له افغانستان سره د چمن په لاره په زرګونو خلک په پاسپورټ او ويزې د تګ راتګ د پرېکړې پرضد د 42 ورځو راهسې په احتجاجي پرلت ناست دي.

د رپورټ ترمخه د تورخم او چمن په پوله د بيرته تلونکو افغان کډوالو تللو شرحه کمه شوې ده.

د اېسوسي اېټېډ پرېس د خبر ترمخه، د غېر قانونه کډوالو د ايستلو د پرېکړې وروسته له پاکستان څخه د څلورو لکو نه زيات افغان کډوال بيرته ستانه شوي دي.

پاکستان د اکتوبر د 31مې نېټې پورې غېر قانونه غېر ملکيانو ته د وتلو وخت ورکړی او د لومړي نومبر څخه د افغان کډوالو ويستلو لړۍ پېل شوې وه.

ملګرو ملتونو، نړیوالو ادارو، افغانستان کې واکمنو طالبانو او پاکستان کې پښتنو سياسي او مذهبي ګوندونو، مدني او د بشري حقونو فعالانو او استاذانو د پاکستان نه د دغه پرېکړې بيرته اخېستو غوښتنه کړې وه.

خو پاکستان ویلي د غېر قانونه غېر ملکیانو د ايستلو پرېکړه يواځې د افغان کډوالو دپاره نه ده د ټولو غېر قانونه غېر ملکيانو دپاره ده.

د افغان کډوالو د ايستلو د پرېکړې پرضد پاکستان کې سياستوالو، مدني او د بشري حقونو فعالو او د پوهنتون استاذانو عدالتونو ته خواستونه کړي دي.

پرون د زيارت/ پنجشنبې په ورځ د پاکستان د پنجاب صوبې د لاهور يونيورسټي اف منېجمنټ ساينسز (لمز) پوهنتون شپږو پروفېسرانو سپريم کورټ ته خواست کړی چې د پاکستان مرکزي حکومت يا صوبايي حکومتونو د افغان کډوالو ایستلو کومه پرېکړه کړې، دا د پاکستان د ايين او نړيوال قانون ضد ده.

د پروفېسرانو وکیل قانون پوهه ميا سميع الدين وي او اې ډیوه ته ويلي، ده د پروفېسرانو خواست په سپريم کورټ کې جمع کړی، نن د جمعې په ورځ به معلومه شي چې سپريم کورټ پرې کوم ځواب کوي.

نوموړي ويلي، په خواست کې ویل شوي "که افغان کډوال د پاکستان تابعيت يا شهريت نه لري هم، نو د دوي بیا هم دلته ځينې حقونه شته".

هغه زياته کړې، "د ملګرو ملتونو او ادارو لخوا یې ویل شوي، که دا ټول افغانان بيرته لېږل کيږي نو په دوی کې ځينو ته په افغانستان کې خطره ده، ډېر د پخواني افغان حکومت چارواکي، ښځې او ماشومان او يا جرنلسټان او د بشري حقونو فعالان، دوی ټولو ته خطره ده، نو ځکه دوی ټول داسې په يو ځای لېږل د نړیوال قانون خلاف دي".

د پاکستان د کورنيو چارو نګران وزير سرفراز بګټي نزدې يوه اوونۍ وړاندې ويلي وو، "تراوسه پورې خواوشا درې لکه افغان کډوال بيرته افغانستان ته ستانه شوي، او په راتلونکې يوه مياشت کې دنننه به د کډوالو ايستلو عمل سرته ورسي".

سرفراز بګټي دغه خبرې انډېپنټ اردو سره په مرکه کې کړې وې.

هغه ویلي وو، "په ايستل شوو يا لېږل شوو کې زياتره يا د 99 فيصده نه زيات افغان کډوال دي".

سرفراز بګټي د قانوني اسناد لرونکو کډوالو ايستلو په اړه ویلي وو، "هغه خلک چې له دې امله پاکستان ته راغلي وو چې په خپل ملک کې یې امن نه وو، دوی په بشري بنیادونو راغلي او د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې سره د پاکستان معاهدې شوې وې، اوس د هغو په ملک کې امن راغلی دی نو خپل ملک ته دې لاړ شي".

په افغانستان کې د کال 2021م د اګست په میاشت طالبان په واک کې راغلي او په هيواد کې د بشپړ امن په ځای کولو دعوې کوي.

(د دې خبر ځینې معلومات د اېسوسي اېټډ پرېس څخه اخستل شوي)

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG