لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغان کډوالو له وتلو سره پېښور کې په کاروبارونو بدې اغېزې شوې دي


پاکستان نه د افغان کډوالو له وتلو سره په پېښور کې په کاروبارونو بد اغېز شوی دی او دلته ډېر داسې دوکانداران، کاريګران او کاروباريان وو چې اوس افغانستان ته ستانه شوي او هغوي چې به کوم روزګارونه کول هغه ختم شوي دي.

افغان کاروباريان وايي نور روزګار کوونکي هم خپل کاروبارونه راټولوي او د وطن ته د بېرته تګ تيارئ کوي.

د پېښور شينواري مارکيټ کې زياتره دوکانونه د افغان کډوالو دي، دوي وايي "دا مارکيټ هغه وخت اباد شو کله چې په افغانستان د شوروي له یرغل وروسته کډوال دلته راغلل او روزګارونه يې شروع کړل".

بهرام خان وايي دا کاروبار يې پلار شروع کړی وو او د تېرو څلوېښتو کالو نه دوي د دې روزګار سره تړلي دي،خو د افغان کډوالو د واپسۍ سره يې روزګارونه خراب شوي دي.

د بهرام خان په وینا"دا کاروبارونه اتيا فېصده افغانان کوي، نو خامخا به دا کاروبار ختميږي، دلته داسې کوم کاروباريان او کاريګر هم نشته، خارج ته چې يي وړي هم دا افغانان يې وړي، بلکل دا کارونه افغانانو ځان سره راوړي او ځان سره به يې واپس وړي".

په شينواري مارکيټ کې افغاني کالي، د ډول سینګار افغاني کلتوري توکي او د لاسو جوړ توکي خرڅيږي۔
ددې مارکیټ دوکانداران وايي دلته د نوي فېصدو نه د زياتو روزګار کوونکو تعلق د افغانستان سره دی،د پاکستان نه زياتره هغه کډوال واپس شوي د کومو سره چې قانوني اسناد نه وو، او چې کوم اسناد لري هغوي خپلو روزګارونو کې د ممکنه واپسۍ له ويرې پانګونې ودرولې دي.

لعل محمد هم له دغو کاروباریانو څخه یو دی،چې دوکان ته نوې سودا نه راوړي. هغه ډیوه ته وایي"هفته کې به ما نزدې د لسو لکو روپو سامان اخستل، د تره زوي به مې هم دغسې سامان اخستو، اوس له يرې نه مال اخستې شو نه نور څه کولی شو، که مونږ لاړ شو په دې مال باندې به څه کوو؟"

د پاکستان حکومت په دریم اکتوبر ټولو په غیر قانوني توګه میشت بهرنیانو ته د نومبر وړومبۍ نېټې پورې د پاکستان پريښودو امر کړی و.

د کډوالو ن اداره آي او اېم وايي د اکتوبر مياشتې نه تراوسه پورې نزدې څلور لکه غېر قانوني او ځنې اسناد لرونکي افغان کډوال خپل ملک ته ستانه شوي دي چې لوي علت يې د پوليسو لخوا ځورول ياديږي۔

یو بل افغان کاروباري ناصر خان ډیوه ته وايي کله چې د واپسۍ لړۍ نه وه پېل شوې ،دې مارکيټ کې به د ښځو او سړو ډيره ګڼه ګڼه ليدل کيده، اوس ډير خلک د پوليسو د نيولو له ويرې بازار ته نه راوځي.
هغه وایي د دوي دوکانداري خرابه شوې ده اؤ د ګاهکانو کمېدو له وجې اوس زياتره کاروبار په انلاین بڼه کوي۔

ناصر خان ډیوه ته وایي"مخکې به ګاهک پخپله راتلو ، اوس د حالاتو له وجې پخپله نه راځي، نو زمونږ هم پوره کوښښ وي چې انلاین کار وکړو، داسې لس ارډرونه روزانه انلاین راځي، او داسې زمونږ خپل ګاهک هم شته چې هغوي ته تر شلو پورې سېټونه ليږو"

دپېښور شينواري مارکيټ کې د کلتوري توکيو د کاروبار خرابېدو ترڅنګ د کډوالو واپسۍ سره نور هم يو شمېر هغه کاروبارونه خراب شوي دي چې زياتره به افغان کډوالو کول۔

د بشري حقونو بیلابیلو تنظیمونو اؤ نړیوالو ادارو دپاکستان له لوري په بېړني توګه افغان کډوالو د ويستلو دپرېکړې غندنه کړي او د سخت موسم اؤ د سخت دريځه طالبانود واک لاندې هېواد او دمالي مشکلاتو سره مخ افغانستان ته د افغان کډوالو د واپسۍ عمل ته د بيا کتنې غوښتنې يې کړ ې دي.

خو پاکستاني چارواکي وايي دوي فقط هغه کډوال وباسي کوم چې قانوني اسناد نه لري او په قانوني توګه مېشت کډوالو ته هيڅ قسمه د وتلو ګواښ نشته.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

افغان خبریالان: اوس مو هایبرېډ جرنلېزم ته مخه کړې
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:15 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG