لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

واکمنۍ ته د عمران خان د رسېدو چانس ختم، ګوهر علي خان د پي ټي آی مشر وټاکل شو


د پاکستان تحريک انصاف ګوند په ګوندي انتخاباتو کې بيرسټر ګوهر علي خان پرته له مقابلې د عمران خان پر ځای ددغه ګوند نوی چېرمین ټاکل شوی دی. ګوهر علي خان د پښتونخوا د بونېر سیمې دی.

د پارټۍ مرستیال صدر شیر افضل خان مروت روانه اوونۍ ویلي وؤ چې عمران خان د نااهلۍ له امله د پارټۍ د چېرمېن جوړیدو یا ولسي دفتر ځان سره د ساتلو جوګه نه دی.

د شیرافضل خان ایډوکیټ ددې خبرې اسان مطلب دا دی نه خو به عمران خان راتلونکو ټاکنو کې برخه اخستی شي اؤ نه به کومه حکومتي عهده ترلاسه کولی شي.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند دننه نن د خالي یا شنبې په ورځ د الېکشن کمېشن په هدایت انتخابات ترسره شوي دي.

د ټاکنو نه وروسته د پي ټي آي چيف اليکشن کمشنر نياز الله نيازي ميډيا سره خبرو کې ويلي دي چي بيرسټر ګوهر علي خان د پاکستان تحريک انصاف چيئرمين منتخب شوی دی. هغه وويل دې ټاکنو کې عمر ايوب د پي ټي آي د مرکزي عمومی سېكتر په توګه ټاكل شو دی۔

نوموړي زياته کړه چې علي امین ګنډا پور د خېبرپښتونخوا نه د پي ټي آي صوبايي صدر ټاکل شوی او حلیم عادل شیخ د سیند ، یاسمین راشد د پنجاب اؤ منیر احمد بلوچ د بلوچستان صوبو لپاره صدران ټاکل شوي دي.

هغه وويل دا ټول کانديدان پرته له کومې مقابلې غوره شوي دي.

د پارټۍ چيئرمېن غوره کېدو نه وروسته ميډيا سره خبرو کښې بيرسټر ګوهر علي خان وويل چې د عمران خان مننه کوي چې هغه ته یې د دې مهمې عهدې ذمه وارۍ وسپارله اؤ دروند باور یې پرې وکړو.

هغه وویل زمونږ د ګوند په مشرانو پرله پسې مقدمې جوړیږي اؤ عدالتونو هغه ریلیف یا اساني رانه کړه کومه چې پکار وه اؤ نن هم زمونږ تر نیمایي زیات قیادت انډر ګراونډ یا ډډې ته شوې دی.

هغه وويل، دی به د عمران خان دجانشين او استازي په توګه خپلې ذمه وارۍ ترسره کړي اؤ واضحه یې کړه چې دا څوکۍ ده سره د عمران خان امانت دی اؤ عمران خان مخکې هم د ګوند چئیرمین ؤ اؤ بیا به هم وي.

د نومبر په ۲۳ مه نېټه د پاکستان دټاکنو کمېشن تحریک انصاف ته امر کړی و چې که غواړي په انتخاباتو کې د بیټ نښه ځان سره وساتي نو باید چې په ۲۰ؤ ورځو کې دننه د ګوند دننه انتخابات وکړي.د نومبر په ۲۹مه، پي ټي ايي اعلان کړی و چې د اليکشن کمېشن له هداياتو سره سم به ګوندي انتخابات د دسمبر په دویمه نېټه وکړي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG