لاس رسیدونکی لینک

 
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله امریکې ته د راتلونکو افغانانو پر ستونځو د خبرو لپاره پاکستان ته ځي
تازه خبر

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله امریکې ته د راتلونکو افغانانو پر ستونځو د خبرو لپاره پاکستان ته ځي


د ابادۍ، کډوالو او ایمیګرېشن په چارو کې د امریکې د بهرنیو چارو د وزارت مرستیاله جولیټا والس نویز د دوشنبې- ګل په ورځ په څلور ورځني سفر اسلام اباد ته ځي.

د مېرمن والس نویز د سفر مقصد د هغو افغانانو په اړه له پاکستاني چارواکو سره خبرې کول دي چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته امریکې ته د راتګ په انتظار په دې هېواد کې اوسېږي.‎

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت د دسمبر په لومړۍ نېټه په یوه لنډ بیان کې ویلي، چې مېرمن والس نویز به د دسمبر له څلورمې تر اوومې نېټې په پاکستان کې وي.

دا د بې اسنادو کډوالو د ایستلو تر پرېکړې وروسته پاکستان ته د امریکې د یو اعلی چارواکي لومړی سفر دی چې په اړه به یې په اسلام اباد کې له چارواکو سره خبرې کوي.

سټېټ ډیپارټمنټ په خپل بیان کې ویلي، "مرستیاله سیکرټري [د بهرنیو چارو وزیره] به په اسلام اباد کې د حکومت له اعلی چارواکو او همدارنګه د غیرسرکاري او نړیوالو ادارو له شریکانو سره خبرې کوي چې امریکې ته د راتګ په انتظار افغان کډوالو د خوندي او مناسب ایستلو لپاره ګډې هڅې وکړي".

جولیټا والس نویز خپله هم د شنبې- خالي په ورځ پر ایکس [مخکیني ټویټر] لیکلي، نن شپه دوبۍ ته روانېږي او هلته به د موسمي بدلون په اړه نړیواله غونډه کې د ابادۍ، کډوالو او ایمیګرېشن لپاره د خپلې ادارې استازیتوب کوي. مېرمن نویز لیکلي:

"بیا به اسلام اباد ته ځم چې له اعلی حکومتي چارواکو او د بشردوستانه چارو له شریکو سره هلته له زیان سره مخ افغان کډوالو په اړه پر خپلو ژمنو خبرې وکړم".

نیزدې 25000 هغه افغانان چې په 2021م کال کې د طالبانو تر واکمنۍ مخکې یې په افغانستان کې د امریکا او نړیوالو پروګرامونو لپاره کار کړی وو امریکا ته د تګ اسناد یې جمع کړي وو، اوس په پاکستان کې امریکې ته د راتګ په انتظار دي.

هغه افغانان چې د امریکا کونسلي چارو ته اړتیا لري باید یو دریم هېواد ته سفر وکړي، لکه پاکستان ځکه په کابل کې د امریکا سفارت لا تړلی دی او واشنګټن دا رد کړې چې په ډیپلوماټیک ډول د طالبانو رژیم په رسمیت وپېژني.‌

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دا اونۍ د هغو افغانانو لپاره د مرستې یوه بېړنۍ شمېره یا هاټ لاین اعلان کړ کوم چې امریکا ته د راتګ په تمه دي خو د پاکستان لخوا د شړل کېدو او یا نیول کېدو له ګواښ سره مخ دي.‌

د بهرنیو چارو وزارت دې پوښتنو ته ځواب نه دی ویلی چې دا هاټ لاین به څه ډول خدمات ترسره کوي خو دغه هاټ لاین شمېرې ته د واټس اپ له لیارې له استونکو کسانو څخه په اتومات ډول د شخصي پېژندنې،‌ نېټې او د نیول شویو کسانو د ځای په اړه پوښتنه کېږي چې چېرې نیول شوي دي.‌

د هاټ لاین په یو ځواب کې لیکل شوي، "مسېجونو ته به د رسېدو په ترتیب سره ځواب ویل کېږي."

د بشری حقونو ډلو له امریکا او نورو لویدیځو هېوادونو غوښتي چې له پاکستان څخه دې د افغان کډوالو د اسنادو د پراسس کولو چارې ګړندۍ کړي چې بېرته افغانستان ته له استولو او شکنجه کولو څخه بچ پاتې شي.‌

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG