لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په ګلګت بلتستان کې پر مسافر بس په برید کې لږ تر لږه اته کسان وژل شوي دي


د پاکستان تر انتظام لاندې خپلواکې سیمې ګلګت بلتستان د دیامر ضلعې په چلاس سیمه کې پر هغه مسافر بس باندې وسلوالو ډزې کړې دي، چې نن د شنبې- خالي په مازدیګر د پنجاب راولپینډۍ ښار ته روان وو.

رپوټونه وایي په وژل شویو کسانو کې دوه پاکستاني پوځیان هم شامل دي، چې په رخصتۍ کور ته روان وو. له دې سره د پولیسو د ترهګرۍ ضد ادارې پاکستان سپېشل یونټ (ایس پي یو) یو تن هم ټپي شوی دی.

د رسنیو د رپوټونو له مخې دا پېښه په ځایي وخت ماښام شاوخوا شپږنیمې بجې شوې د چلاس په «هوډرر پړي» نومي ځای کې ده چې پکې تر اوسه پورې د لږ تر لږه اتو تنو د وژل کېدو او 26 نورو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی.

د دیامر ضلعې مرستیال کمیشنر کېپټن (ریټایرډ) عارف احمد پېښه تایید کړې او وروسته یې رسنیو ته په یوه ویډیو کې ویلي، چې بس د ګیزر ضلعې له ګاګوچ سیمې را روان وو، چې ډزې ورباندې شوې دي:

"د کې ټو په بس باندې په ډارن انداز ناڅاپه ډزې وشوې، چې له کبله یې بس له مخامخ راتلونکي ټرک سره وجنګېد، تر اوسه پورې اته تنه وژل شوي، په هغوی کې پینځه پېژندل شوي او 26 ټپیان دي".

عارف احمد وایي په پېښ کې وژل شوي او ټپي کسان ټول د پاکستان له بېلابېلو سیمو سره تړاو لري، چې وایي د ګلګت د چلاس، ګیزر او سکردو په ګډون د پښتونخوا د پېښور، مانسهرې، صوابۍ، کوهستان او د سیند صوبې خلک هم پکې شامل دي.

تر اوسه د پېښې ذمه واري کومې وسلوالې ډلې نه ده منلې او نه هم چارواکو د پېښې سبب ویلی دی.

د ګلګت بلتستان په دیامر ضلعه او ځینو نورو سیمو کې مخکې هم داسې پېښې شوې دي چې پکې پولیس او د پاکستان پوځیان وژل شوي او ذمه واري تحریک طالبان پاکستان پر غاړه اخیستې ده.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

بلوچستان کې د تشدد زیاتېدل: وجه یې څه ده او خلک څه فکرمندي لري؟
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:48 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG