لاس رسیدونکی لینک

 
سرفراز بګټي: اتوؤ میاشتو کې ترهګري 78 فیصدي زیاته شوې ده، ټي ټي‌ پي اؤ بلوڅ بېلتون خوښي ستر چیلینجونه دي
تازه خبر

سرفراز بګټي: اتوؤ میاشتو کې ترهګري 78 فیصدي زیاته شوې ده، ټي ټي‌ پي اؤ بلوڅ بېلتون خوښي ستر چیلینجونه دي


د پاکستان د کورنیو چارو نګران وزیر سرفراز بګټي وایي د تېرو اتوؤ میاشتو راهسې هیواد کې ترهګري 78 فیصدي زیاته شوې ده اؤ د ترهګرۍ په زیاتېدو کې بلوڅ بېلتون خوښې ډلې اؤ ټي ټي پي ستر چیلینجونه دي.

د پاکستاني ټي وي ډان په یو پروګرام کې د خبرو په مهال ښاغلي بګټي ویلي دي چې د بلوڅ بېلتون خوښو ډلو اؤ ټي ټي پي په څېر چیلنجونه کومه نوې خبره نه ده بلکې دا مخکې نه دلته وؤ، په منځ کې حالات یو څه په ښه کېدو وؤ خو له بده مرغه مونږ کې مستقل مزاجي نه شته اؤ له دې امله دا یاغیان بیا متحرک کیږي.

په اسلام اباد کې د څېړنيزې ادارې پېکس شمېرې ښیي چې د نومبر میاشت کې دپاکستان دننه په 63 وسله والو بريدونو کې د 37 امنیتي اهلکارو او 33 ملکي وګړو په ګډون 83 کسان وژل شوي دي.

په دې کې د زیاتره بریدونو ذمه واري تحریک طالبان پاکستان پغاړه اخستې ده د چا په هکله چې دپاکستان حکومت دعوې کوي چې په افغانستان کې خوندي ځالې لري اؤ د هلته نه پاکستان کې د ورانکارۍ پلانونه جوړوي خو په افغانستان واکمن طالبان دا تورونه بیا په سختۍ سره ردوي.

د کورنیو چارو نګران وزیر وویل "کله چې موږ د اورپکو ډلو سره نرمښت ښایو نو هغوي ځانونه بیا منظم کوي اؤ پر موږ بریدونه کوي"

هغه وویل هر کله چې په ملک کې ترهګري زیاته شوې ده نو ګواښونه هم شته اؤ دا یو چیلینج دی چې مونږ ته به ترې وتل وي .

نګران وزیر وویل د ترهګرۍ پرضد دا جګړه مخکې هم ریاست ګټلې وه اؤ بیا به یې هم ګټي خو وي ویل مهمه خبره دا ده چې په ترهګرۍ کې دا اضافه ولې کیږي؟

د هغه وینا وه چې "په پنجاب اؤ زمونږ په اسمبلۍ کې د بېلتون خوښو د پروپېګنډې ډیر زیات اغېز دی اؤ زمونږ په ایوان کې د بېلتون خوښو جایز غږونه شتون لري چې د هغوي نظر بیانوي"

د افغان کډوالو د بېرته ستنولو په اړه د کورنیو چارو نګران وزیر وویل تر دې دمه له څلور لکو زیات افغان کډوال خپل هیواد ته ستانه شوي .

د بګټي په وینا "هغوي(افغانان) زموږ وروڼه دي اؤ موږ ورته وایو که زموږ ملک کې ژوند کوئ نو زموږ دروازه را وټکوئ،موږ به تاسې ته ویزه درکړو، که تاسې دلته ژوند کوئ اؤ که کاروبار موږ به درته هرکلی ووایو خو داسې نه شي کېدای چې ته په دیوال زما کور ته راواوړې اؤ موږ درته بیا د میلمه حیثیت درکړو"

هغه یو وارې بیا تورو ولګولو چې د پاکستان دننه د ترهګرۍ وروستیو ترسره شوؤ پېښو کې افغان وګړو لاس درلودو اؤ وي ویل په 24 کې 14 بریدونه افغان وګړو کړي دي.

نوموړي وویل د بنو په وروستۍ ترهګریزه پېښه کې هم افغان وګړی ککړ ؤ اؤ د میانوالي د پېښې لا پلټنې پاتې دي.

پاکستاني چارواکي وخت په وخت تورونه لګوي چې د ټي ټي پي وسله وال افغانستان کې خوندي ځالې لري اؤ په افغانستان له واکمنو طالبانو پرله پسې غوښتنې کوي چې د ټي ټي پي پرضد ګامونه واخلي.

خو افغان طالب چارواکي بیا د پاکستان دا تورونه ردوي اؤ دریځ لري چې ټي ټي پي د پاکستان خپله مسله ده اؤ دوي باید خپلې ناکامۍ د افغانستان غاړې ته وا نه چوي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG