لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېرس کې ایفل ټاور سره نږدې ناتاره حمله: پولیسو د قضیې په تړاو شکمن تن نیولی دی


د فرانس داخله وزارت ویلي دي چې د هغه ملک پولیسو هغه سړی نیولی کوم چې د خالي/شنبې په ماښام یې په لارویانو حمله کړې وه، یو جرمن وګړی یې د چړو په ګوزار وژلی، او دوه نور یې زخمیان کړي و.

پولیس وایي، نیول شوی تن ۲۵ کلن او د فرانس شهري دی، او د دې نه وړاندې د یو تشدد آمیزه جرم په وجه یې څلور کاله په جېل کې هم تېر کړي دي.

د فرانس داخله وزیر جرالډ ډرمانین وویل، ملزم وګړي د نیول کېدو نه پس په خاص ډول "افغانستان او فلسطیني علاقو کې د مسلمانانو د وژل کېدو" په اړه د غم اظهار کړی دی او دعوه یې کړې ده چې فرانس په دې وژنو کې لاس لرلی دی.

فرانس کې د ترهګرۍ ضد سرکاري وکیل دفتر دا تصدیق کړی چې هغو د پېښې په اړه تحقیقات پیل کړي دي.

حمله کوونکی لومړی د یوې چړې/چاقو سره په یو جرمن نارینه او ښځې یې برید وکړ، سړی یې ووژلو او بیا یې په یو څټک دوه نور کسان زخمیان کړل.

د نیول شوي تن نوم ندی څرګند کړی شوی، خو د فرانس داخله وزارت ویلي چې هغه د څلور کاله بند تېرولو وروستو، په ۲۰۲۰ کې له جېله خوشې شوی و، اؤ د څار لاندې و. دا هم ویلی شوي چې د هغه ذهنیاتي ناروغۍ درملنه هم شوې وه.

برید کوونکی د پېرس په مضافاتو کې زېږېدلی، او په دې وروستیو کې د پېرس په یوه جنوبي علاقه کې د خپل مور او پلار سره اوسېدلو.

د خالي/شنبې د ماښام مرګونی برید د فرانس د پایتخت په پنځلسمه ضلعه کې وشو. برید کوونکي په چاقو سره جرمن سیلګر ووژلو، خو د دې سېلګر پېژندګلوي مېډیا ته نده څرګنده کړی شوې.

بیا وروستو حمله کوونکی د رود نه ها غاړې تېر شوی او په یو څټک سره یې په خلکو حمله کړې ده. پېښه کې د نقصان لیدونکو کسانو په اړه نور سمدستي څه جزئیات ندي ورکړی شوي.

د فرانس داخله وزیر په پېښه کې د پولیسو کارکردګي ستایلې او ویلي یې دي چې پولیسو ډېر تېز عمل کړی او برید کوونکی یې راایساره کړی دی.

تر دې وړاند په اکټوبر میاشت کې د فرانس په شمالي ښار، آراس کې یو استاذ هم د خپل پخواني زده کوونکي لخوا د چاقو په ګوزارونو ووژل شو. هغه برید کوونکی د روس د قفقاز علاقې و او داسې ګومان کیږي چې د اسلامي سختدریځه افکارو د سیورې لاندې و. د هغې نه پس په فرانس کې د ترهګرۍ خلاف تدابیر ډېر سخت شول.

درې کاله وړاندې هم یو بل استاذ د پېرس ښار نه بهر وژل شوی و. په هغې پېښه کې د چچن یو سختدریځه وګړي د استاذ سر غوڅ کړ، او پولیسو بیا حمله کوونکی ووژلو.

د خالي/شنبې ورځې حملې د فرانس په پایتخت کې د یرې کچه زیاته کړله. یاده دې وي چې په ۲۰۱۵ کال کې هم پېرس کې د اسلامي سختدریځو له خوا په کېفې ګانو او یو موسیقي هال باندې حمله شوې وه چې په کې ۱۳۰ تنان ووژلی شول.

د فرانس وزیراعظمې اېلیسابت بورن په اېکس (پخواني ټوېټر) باندې د وژل شوي او زخمیانو د کورنیو غړو سره غمشریکي څرګنده کړې او ویلي یې دي: "مونږ به د ترهګرۍ په مقابله کې هېڅ هم درېغ نکړو."

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG