د خېبرپښتونخوا صوبې ګورنر غلام علي ويلي، د خېبرپښتونخوا په ځينو سیمو کې ښايي انتخابات وشي خو هلته به سياسي هلې ځلې ستوزمنې وي.
نوموړي د پاکستان د ډان ټي وي په يو پروګرام کې ویلي، ټانک، بنو، لکي مروت، وزيرستان په دې علاقو کې او داسې به په بلوچستان کې هم وي.
نوموړي زياته کړې، په تيره يوه اوونۍ کې په کورمه کې 15، 16 کسان وژل شوي او دا په خپلمنځي جګړو کې وژل کېږي او هره میاشت داسې کيږي.
غلام ویلي، د صوبې په امنيتي حالاتو به حکومت او ادارې کښېني يوه فېصله به کوي او الېکشن کمېشن ته به وايي.
د پاکستان الېکشن کمېشن په درېم نومبر په ملک کې د انتخاباتو د نېټې اعلان کړی او ويلي يې وو، په ملک کې به عام انتخابات په اتمه فبرورۍ کولی شي.
د خېبرپښتونخوا ګورنر غلام علي په صوبه کې د ناامنۍ خبره په داسې حال کې کړې چې په صوبه کې د ناامنۍ پېښې زیاتې شوي دي.
اسلام اباد کې د امنیتي چارو څېړنيزې ادارې پاکستان انسټیټیوټ فار کنفلکټ اېنډ سيکيورټي سټډيز (پيکس) ويلي، پاکستان کې د نومبر په میاشت کې د رياست مخالفه تشدد پېښې 34 فيصده سېوا شوي، په 63 وسله والو بريدونو کې د 37 امنيتي اهلکارو او 33 ملکي وګړو په ګډون 83 تنه وژل شوي دي.
پيکس د نومبر د میاشتې په حواله خپور کړي رپورټ کې ویلي، پاکستان کې د نومبر نه وړاندې دوه میاشتې وسله وال فعاليتونه کم وو خو د نومبر په میاشت کې بيا سېوا شوي دي.
د پيکس په رپورټ کې ويل شوي د ناامنۍ په پېښو کې خېبرپښتونخوا صوبه تر ټولو زياته اغېزمنه پاتې شوې ده.
د پيکس د رپورټ ترمخه، د نومبر په میاشت کې په ملک کې په ترسره شوو 63 وسله والو بريدونو کې د 37 امنیتي اهلکارو او 33 ملکي وګړو په ګډون ټول 83 کسان وژل شوي او د 53 ملکي وګړو او 36 امنيتي اهلکارو په ګډون 89 کسان ژوبل شوي وو.
ويل شوي، د امنیتي ځواکونو په عملياتو کې لږ تر لږه 59 وسله وال وژل شوي او 18 مشکوک وسله وال نيول شوي دي.
د پيکس د رپورټ ترمخه، خېبرپښتونخوا صوبه تر ټولو اغېرمنه پاتې شوې، په 51 بريدونو کې 54 کسان وژل شوي او 81 نور ژوبل شوي دي، په قبايلي ضلعو کې په 20 بريدونو کې 23 کسان وژل شوي او 13 نور ژوبل شوي دي.
د پيکس په رپورټ کې ویل شوي، په بلوچستان صوبه کې په نهو بريدونو کې د 15 امنيتي اهلکارو او درې ملکو وګړو په ګډون 18 تنه وژل شوي او اته ژوبل شوي دي.
په 15 نومبر د پاکستان الېکشن کمېشن ویلي وو، چيف الېکشن کمشنر سکندر سلطان راجه د خېبرپښتونخوا د نګران وزيراعلا جسټس ريټايرډ سيد ارشد حسېن شاه سره ليدلي وو، نګران وزیراعلا چيف الېکشن کمشنر په صوبه کې د انتخاباتو په تياریانو احوال وړاندې کړی وو.
د الېکشن کمېشن ترمخه، چيف الېکشن کمشنر ویلي، په خېبرپښتونخوا صوبه کې د امنيت موجوده حالاتو ته په کتو د عامو انتخاباتو په مهال دې د امن دپاره ضروري اقدامات وشي.
Forum