لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وزیراعظم کاکړ ګوادر کې د سمندري اوبو د څښلو د جوګه کولو پروژې پرانسته کړې ده


د گوادر تصویر (فائل)
د گوادر تصویر (فائل)

د پاکستان نګران وزيراعظم انوارالحق کاکړ د چين په مرسته ګوادر کې د سمندري اوبو د استعمال وړ جوړولو پروژې پرانسته کړې ده.

د ګل یا دوشنبې په ورځ نګران وزيراعظم انوارالحق کاکړ د دې منصوبې پرانسته وکړه او په مراسمو کې يې وويل چې ګوادر ته د څښلو د پاکو اوبو يوه پخوانۍ ستونزه ورپېښه وه چې حل شوه،.

هغه وویل د سي پېک له لارې د ګوادر خلک د پرمختګ نوي دور ته ننوتي دي.

انوار الحق کاکړ وویل چې ګوادر او بلوچستان به د پرمختګ په سيالۍ کې مخ په وړاندې ځي اؤ ځوانانو ته به په ګوادر کې د کار موندنې فرصتونه په لاس ورشي.

نګران وزيراعظم انوارالحق کاکړ وويل د پاکستان او چين ترمېنځه قوي دوه اړخيزه د ورورولي اړيکې دي، چين په بې مثاله توګه په لکونو خلک د بې وزلۍ نه بهر کړي، صدر شي چن پنګ د چين پرمختګ نوو لارو ته ورسولو.

هغه وويل په راتلونكې كال كې به پاكستان ته د اربونو ډالرو سرمايه كاري را شي.

چین ګوادر کې د څښلو د پاکو اوبو د پروژې لپاره دوه بلینه روپۍ د مرستې په توګه پاکستان ته ورکړي دي اؤ ټاکل شوې ده چې ددې پروژې نه به ګوادر سمندري ښار خواو شا 168,000 ابادۍ ته د څښلو پاکې اوبه په لاس ورشي.

په ګوادر ښار کې چې د ځمکې لاندې کومې اوبه دي هغه تروې اؤ د څښلو جوګه نه دي چې له دې امله ددغه ښار په لکونو وګړي د ډیرې مودې راهسې د اوبو د کموت سره مخ دي اؤ د ځښلو اوبه په بیعه د نورو ښارونو نه په ټینکرونو کې راغواړي.

د الله بخش په نوم د ګوادر یو اوسیدونکي څه موده وړاندې وي او ای ته ویلي وؤ یوازې د ګوادر ښار د اوبو ورځنی ضرورت 33 لکه ګیلنه دی خو دغه ښار ته هره ورځ په ټېنکرونو کې د دوه نیمو نه تر دریوؤ لکو ګلینو اوبه رسي چې د سیمې خلک د پاکو اوبو د کمي له امله د کړاوونو ډک ژوند تېروي.

د پاکستان مرکزي حکومت قابو یوه لسیزه وړاندې د ګوادر د اوبو د ضرورت پوره کولو په خاطر دسمندر د اوبو د څښلو د جوګه کولو په دوؤ پروژو کار پېل کړی ؤ.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG