لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بلوچستان پوليسو منظور پښتين د پښتونخوا انتظامیې ته سپارلی


د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مشر منظور پښتين چې پرون د بلوچستان صوبې په چمن ښار کې نيول شوی، نن د بلوچستان صوبې پوليسو د خېبرپښتونخوا انتظاميې ته سپارلی دی، او وروسته سرچينو تاييد کړې پښتين اسلام اباد ته وړل شوی دی.

د ډېره اسماعيل خان انتظامي سرچینو وي او اې ډيوه ته تاييد کړې چې منظور پښتين نن د نهې/ سه شنبې په سهار وختي د بلوچستان او خېبرپښتونخوا ترمنځ پوله باندې دوی ته سپارل شوی دی.

خو سرچينې په دغه حواله د نور څه ويلو نه ډډه وکړه چې د هغه سره به مخکې څه کيږي.

د پي ټي اېم د درازندې رابطه کار نذير افغان وي او اې ډیوه ته تاييد کړې چې منظور پښتين په دانه سر چيک پوسته پوليس ته حواله کړی شوی او دوی ته ویل شوي چې د هغه پرضد د ډېره اسماعيل خان په صدر تاڼه کې مقدمه درج ده او هلته بوتلل کيږي.

وروسته بيا د پي ټي اېم د ټانک رابطه کار ذوهېب پښتين وي او اې ډيوه ته ويلي، منظور پښتين سهار د ډېره اسماعيل خان صدر تاڼې ته راوستل شوی او هغه په خپله دوی ته ويلي وو چې عدالت ته یې وړاندې کوي خو بيا يو بل ګاډی راغلی او هغه یې د ځان سره بوولی دی. دوی نه دي خبر چې هغه چرته بوول شوی دی.

د صدر تاڼې پوليس وايي منظور پښتين هلته نه دی وروړل شوی او نه د هغه ګرفتاري ښکاره کړی شوې ده.

د پي ټي اېم د مرکزي کمېټۍ غړي ډاکټر مشتاق يوسفزي وي او اې ډيوه ویلي، منظور پښتين پرون نيول شوی او قانون وايي چې هغه به په 24 ساعتونو کې عدالت ته وړاندې کېدو خو تر اوسه عدالت ته نه دی وړاندې شوی.

هغه زياته کړه دوی په ډېره اسماعيل خان کې سېول عدالت ته خواست کړی چې منظور پښتين دې عدالت ته وړاندې کړی شي.

امنيتي سرچينو وي او اې ډیوه ته دومره ويلي چې منظور پښتين اسلام اباد ته منتقل کړی شوی دی.

پي ټي اېم د روان کال اګست په 18مه اسلام اباد کې يوه جلسه کړې د دغه جلسې پرضد دوه مقدمې په ترنول تاڼه کې او بله په سي ټي ډي کې درج شوې وه.

د پي ټي اېم ترمخه په دغو مقدمو کې منظور پښتين، علي وزیر او نور ګڼ کسان نومول شوي، علي وزير، ايمان مزارې او د پي ټي اېم ګڼ نور کسان پکې بيا نيول شوي خو وروسته هغوی ټول په ضمانتونو خوشي شوي وو.

منظور پښتين پرون په چمن کې نيول شوی، سياسي او مدني فعالو د هغه د نيولو غندنه او د خوشي کولو غوښتنه کړې ده.

پي ټي اېم د پښتين د نيولو پرضد نن په ملک کې د احتجاجي مظاهرو اعلان کړی دی.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

د اېچ آر سي پي رپورټ او په پاکستان کې د انساني حقونو وضعیت
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG