لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

زېلنسکي د امریکا سېنېټ غړو سره خپله غونډه منسوخ کړې ده


 تمه کېده چې زېلنسکي به د روس یرغل پرضد د امریکا پوځي امداد د جاري ساتلو غوښتنه کوي
تمه کېده چې زېلنسکي به د روس یرغل پرضد د امریکا پوځي امداد د جاري ساتلو غوښتنه کوي

د اوکراین صدر ولادیمیر زېلنسکي د نهې/سه شنبې په ورځ د امریکا د سېنېټ غړو سره خپله ټاکل شوې غونده منسوخ کړې ده. تمه کېده چې زېلنسکي به د روس یرغل پرضد د امریکا پوځي امداد د جاري ساتلو غوښتنه کوي.

د امریکا په سېنېټ کې د اکثریتي ډیموکریټک ګوند مشر چک شومر یو مطبوعاتی کانفرنس ته وویل چې : " زېلنسکي نشو وکړی - په وروستي وخت کې یو څه پیښ شو- د زمونږ بریفینګ ته."


د دې وړاندې چک شومر ویلي وو چې د اوکراین صدر زېلېنسکي ته د ویډیو لنک د لارې په یو محرم یا خفیه بریفنګ کې د وینا بلنه ورکړل شوې وه. چک شومر ویل چې " مونږ (د امریکا قانون جوړونکي) په مستقیم ډول د هغه (زیلینسکي) نه واورو چې چې څه په خطر کې دي " کله چې دوی د اوکراین لپاره د ملیاردونو ډالرو امداد په مسودې خپلې رایې کاروي.

د امریکا د «افس اف مېنجمنټ اینډ بجټ» ادارې مشرې شالنډا ینګ د ګل په ورځ د امریکا د کانګرس مشرانو ته په یوه استولی لیک کې خبرداری ورکړی چې د سږ کال ترپایه به امریکا سره د اوکراین ته وسلو او مرستو له لیږلو لپاره نور فنډونه نه وي.

شالنډا ینګ د اوکراین په اړه زیاته کړه چې اوکراین به "جګړه جاري و نه ساتي." او دا یادونه یې هم کړې چې امریکا سره د اوکراین اقتصاد ته مرسته ورکولو لپاره پیسې د وړاندې نه ختمې شوې دي.

د امریکا صدر جوبایډن د قامي سلامتیا مشاور جېک سلیوان خبریالانو ته ویلي "زمونږ سره پیسې ختمیږي ، او زمونږ سره وخت نږدې ختم شوی دی." هغه زیاته کړه چې د " د اوکراین سره ملاتړ پرضد رایه ورکول د پوټن د سټراټیجیک پوزیشن د ښه کولو لپاره یوه رایه ده."

د جګړې په ډګر کې، د روس پرضد د اوکراین ځوابي عملیات یوازې د هېواد په ختیځ کې د محدودو ځمکنیو لاسته راوړنو له تېر نیم کال راهیسې په په ټپه دریدلي دي.

سږ کال د اکتوبر په میاشت کې د جو بایډن انتظامیې له کانګرس څخه د 106 ملیارد ډالرو غوښتنه کړې وه ترڅو د اوکراین، اسرایل او د امریکا د سرحدونو امنیت خوندي شي.



خو د اوکراین لپاره مرستې له سیاسي پلوه جنجالي شوې دي چې د امریکا ایوان نمایندګان چې ریپبلېکنز ګوند پکې اکثریت لري د ځینو ښي اړخ غړي د نورو مرستو مخالفت کوي، او دا نظر لري چې نور امداد د امریکا په ګټه کې نه دی.

خود شالنډا ینګ لخوا لیږل شوې لیک چې د سپینې ماڼۍ لخوا خپور شوی ویل شوي چې له اوکراین ته د فنډونو او د وسلو لیږدول کمول به د جګړې په ډګر کې د روس په ګټه کار وکړي.

اوکراین او یورپي اتحاد

د چارواکو او سفارتکارانو په وینا، د اوکراین په یورپي اتحاد کې د ګډون د غړیتوب د خبرو اترو په سر د یورپي اتحادیې 27 غړو هېوادونو سفارتي استازي به د نهې/ سه شنبې په ورځ په اړه بحث پیل کړي.

دا غونډه د ډسمبر د 14-15 د 27 هېوادنو اروپایي اتحاد مشرانو سرمشریزې لپاره د تېاریو پیل دی چې د اوکراین، مالدووا، جلرجیا، بوسنیا او نورو په اروپایي اتحاد کې د ګډون امکاناتو به جایزه اخلي او فیصله وکړي.

د هنګري وزیر اعظم ویکټر اوربان غوښتنه کړې چې په یورپي اتحاد کې د اوکراین د غړیتوب غوښتنه د یورپي اتحاد د سرمشریزې په ایجنډا کې نه وي.

ویکټر اوربان د اروپایي کونسل صدر چارلس میشل ته چې په برسلز کې به د سرمشریزی مشري کوی په لیږلي لیک کې ټینګار کړی چې د اوکراین په اروپی اتحاد کې ګډون لومړی "ستراتیژیک بحث" ته اړتیا لري او خبرداری یې ورکړی چې د په څه قسمه پریکړې مجبورول به د یورپي اتحادیې یووالی له منځه لاړشي.

اوربان په یورپ کې د روس صدر پوټن تر ټولو نزدې ایتلافي ګڼل کیږي.

د یورپي اتحاد د غړیتوب او د دغه اتحادیې د اوږدې مودې بجټ په اړه پریکړې، چې د کییف لپاره 54.1 ملیارده ډالرو مرسته پکې شامله ده، یوازې د ټولو 27و غړو هېوادونو لخوا په متفقه توګه کیدی شي.

د اوکراین روس جنګ

د روس د دفاع وزارت د نهې په ورځ ویلي چې د دې هېواد د هوایي دفاع سیسټم لږترلږه 35 اوکرایني بې پایلټه ډرون الوتکې تباه کړی یا یې شنډ کړی.

د روس د دفاع وزارت په ټیلیګرام ویلي چې دوی د کریمیا په ټاپو او د ازوف سمندر کې د اوکراین د بریدونو هڅه شنډه کړې ده.

یادونه: د دې خبر ځینې معلومات د اې پي، اې ایف پي او رويټرز نه اخستل شوي دي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG