لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې د بجلۍ نرخونه نور خېژول شوي دي


د نېپرا له لوري خپره شوې اعلامیه کې ویل‌ شوي دي چې دا اضافه د اکتوبر د میاشتې د تېلو د ایډجسټمنټ په مد کې شوې ده .
د نېپرا له لوري خپره شوې اعلامیه کې ویل‌ شوي دي چې دا اضافه د اکتوبر د میاشتې د تېلو د ایډجسټمنټ په مد کې شوې ده .

پاکستان کې د بجلۍ یا برېښنا د څار مرکزي ادارې (نېپرا) د بجلۍ نرخونو کې د یو یونټ پسر د 3 روپو اؤ 7 پیسو نوره اضافه اعلان کړې ده.

د نېپرا له لوري خپره شوې اعلامیه کې ویل‌ شوي دي چې دا اضافه د اکتوبر د میاشتې د تېلو د ایډجسټمنټ په مد کې شوې ده .

د بجلۍ نرخ کې دا نوې اضافه به د په ټولو صارفینو لاګو کیږي خو د لایف لاین او کی الیکټرک صارفین به ترې بهر وي.

تر دې وړاندې د اکتوبر په میاشت د پاکستان حکومت د کورنیو صارفینو لپاره د ګیس نرخونه هم 172 فیصده لوړ کړي وؤ.

د اګست په میاشت کې د نېپرا د بجلۍ په یو یونټ کې د 5 روپو اؤ 40 پیسو د اضافې منظوري ورکړې وه.

د اګست په میاشت کې په پاکستان کې د بجلۍ د زیاتو بلونو اؤ پکې د شاملو بې دریغه ټیکسونو پرضد قهرجن ولسي احتجاجونه شوي وؤ اؤ خلکو په ګرد پاکستان کې خپل د بجلۍ بېلونه سوځولي وؤ اؤ د واپډا په تنصیباتو یې بریدونه هم کړي وؤ.

د دغه احتجاج په مهال څو ورځې پرله پسې د نګران وزیراعظم انوار الحق په مشرۍ د کابېنې اؤ اړونده چارواکو غونډې هم شوې وې چې مقصد یې د بجلۍ بېلونو کې ولس ته د اسانۍ لار لټول وؤ خو وروسته بیا د خزانې نګران وزیرې شمشاد اختر ویلي وؤ چې د ملک اقتصاد له حده زیات خراب دی اؤ حکومت د بجلۍ نرخونه نه شي راغورځولی.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG