لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د تورخم دروازه چې د ټرانزیټ ګاډو لپاره بنده شوه وه بیرته خلاصه شوه


د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم دروازه چې تېره شپه تړل شوې، د طالبانو او پاکستان چارواکو ترمنځ د خبرو وروسته مازيګر خواوشا په څلور بجې خلاصه شوه.

په تورخم موجودو پاکستاني چارواکو وي او اې ډيوه ته وويل، دروازه خلاصه شوه. طالبانو يا د پاکستان حکومت په رسمي ډول د دروازې خلاصېدو څه نه دي ويلي.

له دې وړاندې په افغانستان کې واکمنو طالبانو تور لګولی وو، تېره شپه ناوخته پاکستان غوښتل د تورخم دروازې ته څېرمه د افغانستان طرف ته 20 ميټره مخکې د بورډ په بهانه دروازه جوړوله او دوی یې مخه نیولې او بيا پاکستان د تورخم دروازه د ټرانزت پرمخ تړلې وه.

پاکستاني چارواکو د تورخم تړل کېدو په باب په رسمي ډول څه نه دي ویلي. او نه په پوله د نښتې کوم خبر مخې ته راغلی دی.

د چارواکو په وینا د دروازې تړل کېدو له امله په پوله د هر ډول ټرانزټ او ګاډو تګ راتګ ودرېدلی خو د پیاده خلکو تګ راتګ روان وو.

په تورخم پوله يو پاکستاني چارواکو د نوم نه ښکاره کولو په شرط وي او اې ډيوه ته تاييد کړې وه په دروازه پاکستان لوري ته د ودانيو کار روان دی تېره شپه پاکستاني چارواکو يو بورډو لګولو، د بلې خوا (افغانستان) د لوري په بورډ لګوونکي ګاډي ګټې ورول شوي او بيا کار په ځای ودرول شوی وو.

چارواکي ويلي وو، د دغې وروسته د ټرانزټ او مال وړونکو ګاډو تګ راتګ ودرېدلی او د پياده خلکو تګ راتګ روان دی.

نوموړي ويلي وو، د سهار راهسې د خبرو هڅه کیږي چې مسله د خبرو د لارې هواره شي خو تراوسه خبرې نه دي کاميابې شوي.

يوې بلې سرچينې ماسپښين خواوشا يوه بجه وي او اې ډيوه ته ويلي وو، په پوله د پاکستان د اېف سي چارواکو او طالبانو ترمنځ خبرې وشوې خو کاميابې نه شوې.

د طالبانو د کنټرول لاندې باختر خبري ادارې په تورخم د طالبانو د کميسار مولوي عصمت الله يعقوب له قوله ویلي وو، د تورخم دروازه د پاکستان له لوري تړل شوې وه.

عصمت الله يعقوب تور لګولی، پاکستان غوښتل د بورډ په بهانه دروازه جوړه کړي خو دوی یې مخه نیولې او پاکستان بيا دروازه د ټرانزټ دپاره تړلې وه.

هغه ویلي وو، دوی د ستونزې د حل دپاره د پاکستان سره خبرو ته تيار دي.

د تورخم دروازه وخت په وخت تړل کيږي، په وروستي ځل د تېرې مياشتې نومبر په 21مه د سبزۍ او مېوو ګاډو ته د پاسپورټ او ويزې د شخړې په سر تړل شوې وه خو په بله ورځ ماسخوتن دغه شخړه هواره شوې او دروازه پرانستل شوې وه.

له دغې وړاندې په شپږم ستمبر په پوله د نښتې وروسته دروازه د 11 ورځو دپاره د هر ډول تګ راتګ دپاره تړل شوې وه.

سوداګر وايي، د پولې د بندېز له امله تر ټولو زیات دوی ته اړوي او د دواړو هېوادونو په سوداګرو او اقتصاد یې بدې اغېزې کيږي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

په پښتونخوا کې روانو بارانونو 17 کسان مړه کړي او 23 ژوبل دي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:49 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG