لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

تامس ويسټ: د پاکستان په سفر کې د کډوالو د خونديتوب او بيامېشتېدنې خبرو ته په تمه يم


د افغانستان دپاره د امریکې ځانګړي استازي تامس ويسټ ويلي، د پينځم نه تر 15 دسمبر پورې د پاکستان، متحده عرب اماراتو، قطر او سعودي عرب سفر کوي.

نوموړي په اېکس (پخواني ټویټر) په پښتو ژبه پوسټ کړی او ويلي یې دي، په سفر کې "له مهمو شریکانو سره پر ګډو امنیتي ګټو، د کډوالو د خوندیتوب او بیا میشتیدنې، بشري اړتیاوو، بشري حقونو، او اقتصادي مسایلو خبرو ته په تمه یم".

د وي او اې د خبر ترمخه، پرون يو پاکستاني چارواکي ويلي وو، امریکا د پاکستان نه د غېرقانوني افغانانو په ستنول کېدو اعتراض نه لري خو غوښتنه يې کړې چې د ژمي په موسم کې دې دا لړۍ ورو کړی شي.

د امریکايي چارواکو يوې ډلې د پاکستاني مامورینو سره په اسلام اباد کې د 1.7 ميلينو افغانانو د ستنول کېدو په اړه خبرې کړې وې.

د امریکايي ډلې مشرې د ابادۍ، کډوالو او د مهاجرت دپاره د امریکايي ادارې نایب سېکرېټري جولېیټا والز نویس کوله.

امریکايي ډلې سره د پاکستاني چارواکو په مذاکراتو خبر یو پاکستاني چارواکي ويلي، د امریکايي چارواکو کوشش وو چې د هغو 25000 افغانانو ستنول ودروي چې په افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو نه پس پاکستان ته تللي او په ممکنه توګه په امریکا کې د ابادېدو اهلیت لري.

جولېیټا والز نویس او د افغانستان دپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني دواړو د ليدنې په باب ټويټس کړي او ويلي يې وو، "د افغان کډوالو، خونديتوب او بيا مېشتېدنې په حواله یې خبرې اترې" شوي دي.

د پاکستان حکومت په درېم اکتوبر اعلان کړی وو، غېر قانونه غېر ملکيان دې د 31م اکتوبر پورې په خپله ووځي، کنه د لومړي نومبر وروسته به نيول کيږي او بیرته به خپلو هېوادونو ته لېږل کيږي.

له دې وړاندې ملګرو ملتونو، بشري حقونو سازمانونو، پاکستان د پښتون ملت پاله سياسي او مذهبي ګوندونو او افغانستان کې د واکمنو طالبانو پاکستان ته ويلي چې د افغان کډوالو د بيرته ستنولو پرېکړه واپس واخلي.

خو د پاکستان لخوا اعلان شوې نېټې وروسته د پاکستان په بېلابيلو ښارونو کې د غېر قانونه غېر ملکيانو نيولو لړۍ پېل شوې او پاکستان وايي، د غېر قانونه غېر ملکیانو د ايستلو پرېکړه يواځې د افغان کډوالو دپاره نه ده د ټولو غېر قانونه غېر ملکيانو دپاره ده.

د کورنیو چارو محکمې ترمخه تر اوسه پورې د خېبر پښتونخوا صوبې څخه تر دوه نیمو لکو زیات افغان کډوال خپل هیواد ته ستانه شوي دي.

د کورنیو چارو محکمې لخوا د ورکړل شوو شمېرو له مخې د خېبر پښتونخوا صوبې نه تر دې دمه ټول دوه لکه 55029 افغان کډوال وتلي دي چې دې کې دوه نیم لکه او 814 افغانان د تورخم له لارې ،3516 د انګور اډې او 698 د خرلاچۍ له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.

په تورخم کې پاکستاني چارواکي وايي د غېرقانوني افغانانو ترڅنګ قانوني اسناد لرونکي افغانان هم په تورخم پوله افغانستان ته روان دي خو زیاتوي چې اوس د ستنېدونکو کډوالو په شمیره کې کمی راغلی دی.

ددغو چارواکو په وینا اوس هره ورځ د 1500 نه تر 2000 پورې افغان کډوال د تورخم له لارې خپل وطن ته ستنيږي.

سرکاري شمېرې ښیي چې د 31م نومبر نه راپدیخوا تر اوسه د ګرد پاکستان څخه ټول 4 لکه 7680 افغان کډوال خپل هیواد ته ستانه شوي دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG