واشنګټن – د ملګروملتونو مشر انټونیو ګوټېریش یو ځل بیا په غزې پټۍ کې د بشري اوربند غوښتنه کړې او خبرداری یې ورکړی چې عامه نظم ښايي ژر په بشپړه توګه مات شي او هلته بشري سیستم د سقوط له "جدي ګواښ" سره مخ دی.
ګوتېریش د ملګروملتونو امنیت شورا ته په یو لیک کې ویلي، "د اسرایلو د دفاعي ځواکونو لخوا دوامداره بمباري او د ژوندي پاتې کېدو لپاره د سرپناه او اړینو توکو د نشتوالي له امله زه فکر کوم چې عامه نظم به د خرابو حالاتو له امله ژر په بشپړه توګه مات شي او حتی محدودې بشري مرستې به هم نا ممکنه شي."
هغه زیاته کړه، "او ښايي لا خراب حالت رامنځ ته شي چې په هغو کې به ساري ناروغۍ او همدارنګه ګاونډیو هېوادونو ته به په ډلیزه توګه د خلکو بې ځایه کېدل شامل وي."
ګوټېریش وویل، اوسنيو ځمکنیو حالاتو د بشري عملیاتو ترسره کول "ناممکن" کړي دي.
هغه خبرداری ورکړی، "مونږ د بشري سیستم د سقوط له جدي ګواښ سره مخ کېدونکي یو."
هغه دا هم وویل، "حالات په چټکۍ سره بحران لوري ته روان دي چې ښايي نه جبرانېدونکې اغیزې د فلسطینیانو او په ټوله کې د سیمې سولې او امنیت لپاره ولري."
ګوتېریش وویل، په هره بیه چې وي د داسې پایلو مخنیوی باید وشي.
ګوټېریش د ملګروملتونو د چارټر د ۹۹ مادې لاندې امنیت شورا ته لیکلي، چې د شورا د ۱۵ ځواکمنو هېوادونو پام دې خبرې ته راوګرځوي چې دی باور لري کېدای شی نړیواله سوله او امنیت وګواښل شي.
دا لومړی ځل دی چې ګوټېریش د خپلې اوه کلنې دورې پر مهال د چارټر د ۹۹ مادې یا ارټیکل څخه کار اخیستی.
د ګوټېریش ویاند سټیفان ډوجېرېک خبریالانو ته وویل، "د ۹۹ مادې کارول په لسګونو کلونو کې نه وو شوي."
ډوجېرېک وویل، دی تمه لري چې د امنیت شورا به په دې اونۍ کې غونډه وکړي او ګوټېریش به ورته معلومات ورکړي.
په ملګروملتونو کې د اسرایلو سفیر د ګوټېریش لخوا د ۹۹ مادې کارول یوه "نوې اخلاقي تشه" یاده کړې.
ګېلاډ ایردن په یو بیان کې ویلي، "سرمنشي پرېکړه کړې چې د خپلې نادر واک نه د دې لپاره کار واخلي چې اسرایلو باندې فشار راوړي هغه چې د نازي حماس جنګیالیو پرضد جګړه کوي."
هغه وړاندې لیکي، "دا د سرمنشي لخوا د اسرایلو پرضد د اخلاقي انحراف او غلطۍ بل ثبوت دی."
اردن همدارنګه د ګوټېریش لخوا د یو بل بشري اوربند پر غوښتنې هم نیوکه کړې او ویلي یې دي" دا په اصل کې په غزه کې د حماس لخوا د ترهګرۍ د دور د ساتلو غوښتنه ده."
هغه وویل، ګوټېریش په دوامداره توګه د حماس په لاسو لوبېږي.
اسرایلي استازي تر دې مخکې له ګوټېریش څخه د هغو څرګندونو له امله د استعفا غوښتنه کړې وه چې هغه په اسرایلو باندې د اکټوبر د اوومې نېټې د برید په ورځو کې کړې وه او هغه دغه غوښتنه یو ځل بیا د شورو یا چهارشنبې په ورځ وکړه.
عربي متحده اماراتو چې د امنیت شورا غړی هېواد دی ویلي، دوی د عرب او مسلمانو غړو هېوادونو په ملاتړ د امنیت شورا نه د ګوټېریش لخوا د ۹۹ م ارټیکل د کارولو له لیارې په یوې مسوده کې غوښتي چې بیړنی بشري اوربند باید وشي.
د عربي متحده اماراتو مېشن په ټولنیزې شبکې اېکس یا پخواني ټوېټر لیکلي، "دا اخلاقي او بشري اړتیا ده او مونږ له ټولو هېوادونو غواړو چې د سرمنشي د غوښتنې ملاتړ دې وکړي."
Forum