لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ایران محکمې حکم کړی چې امریکا دې د سلیماني د وژنې له امله ۵۰ بیلینه ډالر ورکړي


واشنګټن – د تهران یوې محکمې حکم کړی چې د امریکا حکومت دې څلور کاله مخکې د ایران د لوړ پوړي جنرال د وژنې له امله نېږدې ۵۰ بیلینه ډالره ورکړي.

د امریکا د هغه وخت ولسمشر ډانلډ ټرمپ د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ په دریمه نېټه په یو ډرون برید کې د بغداد له نړیوال هوايي ډګر سره نېږدې د ۶۲ کلن ایراني جنرال قاسم سلیماني او د هغه عراقي همکار بریدمن ابو مهدي المهندس د وژنې حکم ورکړی وو.

ایران بیا څو ورځې وروسته په غبرګون کې په عراق کې د امریکايي او ایتلافي ځواکونو په اډو باندې راکټي بریدونه وکړل چې کوم سرتیری پکې نه وو وژل شوی خو واشنګټن ویلي وو چې په لسګونو سرتېرو ته پکې زهني ستونزې پیدا شوې وې.‌

د ایران د قضا میزان انلاین خبري ایجنسۍ ویلي، چې د تهران یوې محکمې د ۳۳۰۰ ایرانیانو لخوا د جمع شوې قانوني دوسیې له مخې باید د امریکا حکومت د سلیماني په وژنه کې د "مالي، اخلاقي او ځاني زیان" له امله ۴۹.۷ بیلینه ډالره ورکړي.

میزان ویلي، محکمې په دغه قضیه کې ۴۲ کسان ګناه کاره بللي چې په هغو کې پخوانی ولسمشر ډانلډ ټرمپ، پخوانی خارجه وزیر مایک پمپیو او د دفاع پخوانی وزیر مارک ایسپر هم شامل دي.

د ایران عراق د جګړې اتل:

سلیماني د ایران د انقلابي ګارد د بهرنیو ځواکونو یا قدس قومندان وو.

هغه په منځني ختیځ کې د ایران د عملیاتو مشري کوله او په ۱۹۸۰-۸۸ کې د ایران او عراق د جګړې اتل بلل کېده.

د ایران محکمو تر اوسه پورې د امریکا پرضد په محکمو کې ډېرې داسې فیصلې کړي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG