د امریکې په سېنټ کې د وایټ هاوس له خوا هغه وړاندې کړل شوې قانوني مسوده یا بِل منظور نه شو چې پکې د اوکراین او اسرايل لپاره د اربونو ډالرو نوې امنیتي مرستې غوښتنه شوې وه.
د ریپبلکن ګوند سنېټرانو د شورو- چاشنبې په ورځ د دې قانوني مسودې د منظورۍ پر ځای پر خپلو غوښتنو ټینګار وکړ چې وایي له مېکسیکو سره پر پوله دې د کډوالو د مخنیوي لپاره سخت ګامونه واخیستل شي.
د سېنټ 51 غړو د بِل خلاف او 49 یې په پلوۍ رایې ورکړې. د سېنټ په 100 غړو کې باید 60 یې د څه باندې 100 بیلین ډالرو قانوني مسودې ته مثبته رایه ورکړې وای چې په اړه یې بحث ته لاره پرانیستل شوې وای.
صدر جوبایډن پر کانګرس ټینګار کړی وو چې له اوکراین سره د مرستو بندول به د روس د کامیابۍ په معنا وي او ویلي یې وو په دې توګه به روس نه یواځې د نېټو پر غړو هېوادونو بریدونه وکړي، بلکې داسې حالت به جوړ شي چې د امریکې پوځ هم په جګړه کې ور شامل شي.
ټاکل شوې وه چې د دې بِل په منظورېدو سره به له اوکراین سره د شاوخوا 50 ارب ډالرو نوې امنیتي او د کیف د حکومت لپاره بشري او اقتصادي مرسته کېده او له اسرایل سره به د حماس خلاف جګړې لپاره د 14 ارب ډالرو مرسته کېده.
د ریپبلکن ګوند ټولو سنېټرانو او ازادو غړو د بِل خلاف «منفي» رایې ورکړې، چې په هغوی کې برني سېنډرز هم شامل وو.
برني سنېنډرز تل د ډیموکرېټانو په پلوۍ رایه کاروي، خو پرون یې له اسرایل سهر د قانوني مسودې مخالفت وکړ، ځکه چې د فلسطینیانو خلاف یې د اسرایل د "غیرانساني پوځي تګلارې" په اړه اندېښنه ښودلې ده.
په سېنټ کې د اکثریت مشر چېک شومر هم د قانوني مسودې خلاف رایه ورکړه، چې د بیا کتنې لپاره یې بل وړاندیز وسپارلای شي. دغه ډیموکرېټ سنېټر له رایې اچولو وروسته وویل دا "یوه سنجیده شېبه وه چې د یوویشتمې پېړۍ لپاره به دوامداره نتیجې" او د لوېدیځ جمهوریت د زوال خطر ولري.
د ریپبلکن ګوند غړي وايي د دې قانوني مسودې په اړه د دوی منفي رایې د امریکې پر جنوبي پوله د کډوالو د مخنیوي او په دې اړه د لا سختې تګلارې د عملي کولو لپاره ضروري وې.
په سېنټ کې د ریپبلکن ګوند مشر میچ مکانل وویل دغو رایو د ډیموکرېټ ګوند مشر ته وښودله چې پوه شي ریپبلکن غړي څه چې وايي پر هغه خبره ولاړ دي او وایي دوی د امریکې د کورني ملي امنیت لومړیتوبونو ته ګوري.
که دا قانوني مسوده سېنټ منظوره کړې هم وای، د ریپبلکن ګوند تر کنټرول لاندې استازو اېوان منظورۍ به یې اړتیا لرله، چې پکې د نوي سپیکر مایک جانسن په ګډون په لسګونو ریپبلکن غړو له اوکراین سره د مرستې خلاف رایې ورکړې دي.
د امریکې ډیموکرېټ او ریپبلکن غړو له اوکراین او اسرایل سره د مرستو لپاره له څو میاشتو راهیسې د ولسمشر جوبایډن د غوښتنې په اړه بحثونه وکړل.
امریکا د روس خلاف په جګړې کې د اوکراین ملاتړ کوي او تر اوسه یې د اربونو ډالرو پوځي او بشري مرستې ورسره کړې دي.
صدر جوبایډن د اکتوبر په اوومه نېټه پر اسرايل باندې د حماس له بریدونو وروسته وویل چې اسرايل هر څه ته اړتیا لري، امریکا به یې ورته برابر کړي چې د ځان دفاع وکړای شي.
د رپوټ معلومات له رویټرز خبري ایجنسۍ څخه اخیستل شوي دي.
Forum