لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګري ملتونه: له پاکستانه ستنېدونکي افغان کډوال د بشري حقونو له شدیدو سرغړونو سره مخ دي


د ملګرو ملتونو کارپوهانو خبرداری ورکړی هغه افغان کډوال چې د نومبر له لومړۍ نېټې راهیسې له پاکستانه افغانستان ته د ستنېدو لپاره مجبور کړل شوي په خپل هېواد کې د بشري حقونو د شدیدو سرغړونو له خطر سره مخ دي.

دغو کارپوهانو ویلي په پاکستان کې د افغان کډوالو اوسېدل او د ترهګرۍ خطر باید په غیرمستند ډول یو له بل سره ونه تړل شي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څانګې کارپوهانو د دسمبر پر شپږمه په یوه اعلامیه کې ویلي، ښځې، نجونې، د قاچاق ښکار خلک، قومي او مذهبي اقلیتونه، د تېر حکومت چارواکي، معذوره کسان، بوډاګان او نور اسناد لرونکي او نه لرونکي کډوال تر زیات اغېز لاندې دي.

دغو کارپوهانو ویلي، "افغانان په ځانګړي ډول ښځې او نجونه په هیواد کې د مېشتېدو پرمهال د قاچاق کېدو او یا هم د بیا قاچاق کېدو له خطر سره مخ دي. د مذهبي او قومي اقلیتونو پورې اړوند کسان په ځانګړي ډول د ستنېدو په وخت د ځورونې له خطر سره مخ کیږي".

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي رپوټر رچرډ بېنیټ پر ایکس [مخکیني ټویټر د خپلو اندیښنو په اړه لیکلي:

"زه او نور کارپوهان له پاکستانه غواړو چې د افغانانو مهم ملاتړ ته دې دوام ورکړي. مونږ په دغه هیواد کې د اوسني چلند په اړه اندیښمن یو چې کډوال په جبري ډول ستنول کیږي او له ګواښونو سره مخ کېږي".

دغو کارپوهانو د پاکستان حکومت ته خبرداری ورکړی چې د قانوني اسنادو نه لرونکو افغان کډوالو د ستنولو پلان عملي نه کړي ځکه چې وایي کېدای شي دا د افغانانو د خوندیتوب او امنیت ضمانت ور نه کړي.

دغو کارپوهانو خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې له بشري حقونو په پراخ او منظم ډول سرغړونه او د ښځو او نجونو خلاف توپیري چلند چې د جنسیت په بنیاد د ځورونې سبب ګرځي دا پلان به پر ښځو او نجونو باندې ژوره اغېزه ولري:

"هغه ښځې او نجونې چې افغانستان ته شړل کیږي، د کوچني عمر ماشومانو ته د ودولو، جبري ودونو، انساني قاچاق او د تعلیم، کار، د ګرزېدو د ازادۍ او د یو شان قانوني ملاتړ د نه برابریدو د ګواښونو سره مخ دي".

د ملګروملتونو دغو کارپوهانو په پاکستان کې د کورونو د مالکانو له خوا له کورونو د افغان کډوالو د جبري ایستلو او د پاکستان د امنیتي ادارو له خوا په خپلسر د ماشومانو په ګډون د افغان کډوالو د نیولو په اړه د شویو دعوو په هکله اندېښنې څرګندې کړي دي.

دغو کارپوهانو ویلي د کډوالۍ چارې د بیرته نه ستنولو او له توپیري چلند پرته اصولو په ګډون له نړیوالو قوانینو سره تړلې دي:

"[له کډوالو سره] د مرستې او ملاتړ ضمانت باید وشي، په ځانګړي ډول دوی باید له توپیر او د افغان کډوالو له اسنادو پرته په اغېزمن ډول د پناه غوښتنې او له پناه د خوند اخیستلو حق ولري".

د ملګروملتونو کارپوهان وايي ې پاکستان له تېرو څو لسیزو راهیسې د افغان کډوالو کوربه دی او اوس هم دا ډېره مهمه ده چې په دغه هیواد کې مېشت افغان کډوال له توپیر پرته ددغه هیواد ملاتړ تر لاسه کړي.

دغو کارپوهانو له نړیوالې ټولنې غوښتي چې په پاکستان کې دې له افغان کډوالو د بیا مېشتیدو، د کورنیو د یو ځای کېدو او موقعو په زیاتېدو سره خپل ملاتړ زیات کړي. وایي د پاکستان له حکومت سره د خپلو اندېښنو په اړه په تماس کې دي.

د پاکستان حکومت د ملګرو ملتونو د کارپوهانو دغو اندېښنو ته لا څه رسمي غبرګون نه دی ښودلی خو یو پاکستاني چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وي او اې ته ویلي، "د پاکستان حکومت نه غواړي هیڅ له خطر سره مخ افغان وباسي، مهمه نه ده چې هغوی د امریکا یا بل هیواد د بیا مېشتېدو په فهرست کې وي یا نه".

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي آصف دراني د چارشنبې- شورو په ورځ په اسلام اباد کې یوې غونډې ته وویل چې نیژدې څلورنیم لکه بې اسناده افغانان له پاکستانه خپل هېواد ستانه شوي دي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG